13.11.2007
- sapand
نن مې گرانې اوښکو ته يو وار بيا هرکلى ويلى او ستا له غمه يې د گرېوان لوري ته څڅوم، زه پوهېږم چې ستا په زړه کې ځاى لرم او درته گران يم؛ هغسې لکه چې زما په زړه کې ځاى لرې او راته گرانه يې، خو گرانې ته به هم ښايي زما په څېر وخت ناوخته چې کله ځانته شې، نو د اوښکو هر کلى به کوې او زما په ياد به اوښکې څڅوې، خو گرانې مونږ څه وکړو؟ همدا به د څښتن(ج) پر مونږ پېرزوينه وه او همدا به يې پر مونږ لورېدل، چې وژاړو او د سترگو په وسيله له زړه يو نه زغمېدونکى غم په اوښکو کې گرېوان ته او بيا له گرېوانه ځمکې ته...
14.11.2007
- sapand
ښځه او شراب دواړه له سړي احمق جوړوي.چرچل٠ دومره مينه مه کوه چې له وړاندې او وروسته څخه بې خبره شې.هندي کهاوت٠ ژبه توره نه ده، خو قتل خامخا کوي.ډاکټر کلارک٠ ستا په نظر د نه راتلو دا مقصد نه دىچې په نړۍ کې روښنايي نشته.کانن ډايل٠ نيک اولاد هغه سرمايه ده چې تل په کار راځي.
٠ که د زړه سکون غواړې، نو لمونځ کوه.علي رضا
٠ غلام ته د تېروتنې بخښنه وکړه ددې لپاره چې الله(ج) تاته مسلسل بخښنه وکړي.محمود غزن...