نن مې گرانې اوښکو ته يو وار بيا هرکلى ويلى او ستا له غمه يې د گرېوان لوري ته څڅوم، زه پوهېږم چې ستا په زړه کې ځاى لرم او درته گران يم؛ هغسې لکه چې زما په زړه کې ځاى لرې او راته گرانه يې، خو گرانې ته به هم ښايي زما په څېر وخت ناوخته چې کله ځانته شې، نو د اوښکو هر کلى به کوې او زما په ياد به اوښکې څڅوې، خو گرانې مونږ څه وکړو؟ همدا به د څښتن(ج) پر مونږ پېرزوينه وه او همدا به يې پر مونږ لورېدل، چې وژاړو او د سترگو په وسيله له زړه يو نه زغمېدونکى غم په اوښکو کې گرېوان ته او بيا له گرېوانه ځمکې ته وڅڅوو.
گرانې اوښکې دې ماته راوبخښه او ما پړ وبله چې تاته مې د مينې لوى غم له خپل زړگي درکړ او تا په خپل زړگي کې زما د سترگو په غوښتنه په مينه ځاى ورکړ.
تل ځان درته پړ بلم او ستا د مينې پوروړى، خو گرانې ما څه کړي واى، چې تا ته مې خپله په سترگو کې درکړې ژمنه پوره کړې واى. ته هم په دې پوهېږې او زه هم چې اوبه له ورخه تېرې وې او ما او تاته يوازې همدا رڼې اوښکې راپاتې شوې.
گرانې! بيا مې هم وبخښه چې ستا پر تنکي زړه مې د مينې تريخ غم وکاره او نښې يې تل ستا سرو شونډو له ځان سره مل کړې. گرانې ددې هم بخښنه غواړم چې ستا پر سرو شونډو له ما سره په مينه د خندا پر ځاى ترخه خندا مېشته شوه او د تل لپاره له خندا لرې شوې.
گرانې! همدا چاره له ما سره هم شوې او د شونډو پر سر مې اوس خندا نشي تم کېدى، يوازې اوښکې دي چې تل دې په ياد بهېږي او يو څو سوې او سړې سلگۍ له ځان سره مل کوي.
اوس په دې ته هم پوهېږې او زه هم، چې د سړو اسوېليو کول راپاتي او مينه مو په زړونو کې ټپي شوې پرته ده، خو دا خپله او ستا نېکمرغي گڼم چې که د څښتن(ج) خوښه وي، نو د ژوند تر پايه ته ماته او زه تاته همداسې په سترگو کې مينه درکولى شم او د اننگو مينه د خپلو ناسمو کولتوري دودونو له امله ته يې زما او زه يې ستا د ژوند ملگري ته بخښم.
څو ساړه، ساړه اسويلي مې زړگي ته غاړه ورکړي
بس چــې کلــه رايـادېږي قــامتونــــه قيامتونـــــه
لا تر اوسه مـې د اوښکـــــو هرکلـــى کـومه ځکــه
لا مـې سترگـــو کـې غـړېږي قـــامتونـه قيامتونـــه
١٣٨٦-٨-