شکور خان شريفي ، نه د کوم ګوند غړی و او نه په پخوانيو حکومتونو کې داسې لوی مامور يا چارواکی، خو بس يوه عادي شانته وظيفه يې لرله، په کابل کې په کرايي کور کې اوسېده او له خپلې مېرمنې او دوه بچو سره يې ژوند ډېر بد نه و. کله چې باچايي واوښته او بيا روسان افغانستان ته راغلل،

شکورخان شريفي هم لکه د نورو ډېرو تعليم کړيو ، خو غير ګوندي افغانانو په څېر ، له کابله وتلو ته اړ شو ، لومړی پاکستان او کال دوه وروسته نور هم وړاندې ﻻړ او له خپلې کورنۍ سره يې سر جرمني ته راورسېد او دا دی اتلس کاله کېږي چې دلته په جرمني کې اوسي . مشر زوی يې ، اجمل چې هغه وخت ايله شپږ کلن و ، اوس دا دی ځوان و، په پوهنتون کې يې زده کړې کولې او په څنګ کې يې کار هم ورسره کاوه ، خو اوس له مور او پلار څخه جلا و او له خپلې جرمنۍ ملګرې ، ګابي سره يو ځای اوسېده . لور يې هم اوس پېغله وه او د لېسې په وروستي ټولګي کې وه . په جرمني کې ورته خدای دويم زوی جمال هم ورکړ او د څلورم بچي له راوړلو يې ډېر کلونه مخکې د مېړه او ښځې په ګډ تفاهم سره ځان وژغوره، ځکه چې په يوه موټر کې يوازې پنځه کسان ځايدای شول او له همدې امله د دوی لپاره درې بچيان بس وو .
کله چې د شکور خان کورنۍ جرمني ته راورسېدله ، نو لکه جنت ته چې رارسېدلي وي، لکه بيخي بلې دنيا ته چې راغلي وي، ټول له يوې مخې خوشاله وو. له شکور خان څخه يې ښځې ځان ډېر نېکمرغه احساساوه ، مېړه ته به يې ويل:
_ بس چې هغه له کرايي کورونو خلاص شو ، نور له خدايه څه غواړم . کال به مې لا په يوه کور کې نه و تېر کړی او په کور کې به مې د اوږدو او ستړو کارونو دمه ﻻ نه وه جوړه کړې چې بيا به مو کډې پر شا وې او بل کور ته به تلو .
شکور خان به په بريتونو کې موسکی شو :
_ ښځې شکرونه اوباسه ، هم يې کور راکړی او هم دومره پيسې راکوي چې ګوزاره مو پرې کېږي ، نور نو څه غواړو؟ ښځې به يې يو اه وکېښ:
_ بس هسې په هغه پخواني ژوند ژړا راځي ، خپلې هغه ستړې ورځې مې ژړوي ، هغه سختۍ رادمخه کېږي ....
مېړه به يې د هغې د خوښۍ لپاره ورته وويل:
_ په تېرو پسې مه ګرځه ، اوس د باچا غولي ته رارسېدلي يو ، له دې وروسته به که خدای کول ، هر څه ښه وي ، په تېرو پسې مه ژاړه ، د راتلونکي له خاطره وخانده .
او مېرمن به يې په کړس کړس وخندل :
_ دا خو چې دا روسان دوسان پخوا ﻻ راغلي وای ،
شکور خان به يې خبره ورپرې کړه:
_ ورکوه يې، هغوی مه يادوه ، هغوی خو مو په ملک کې اوس هم سور اور بل کړی دی .
مېرمنې به يې په خبره کې ورټوپ کړ :
_ خو موږ اوس له هغه اوره ډېر لرې يو .
شکور خان به لږ غصه غوندې شو :
_ که موږ لرې يو ، وطن خو مو په هماغه اور کې سوزي ، هېوادوال خو مو په کې سوزي ، خپل خپلوان خو مو په کې سوزي .
مېرمنې به يې بيا يو اه وکېښ :
_ نو زموږ له ﻻسه څه پوره دي، اوس نو همدا خپل وطن وګڼه ، همدلته خپل خپلوان ولټوه ، اوس دې خدای موږ ته همدا ځای ښه کړي .
شکور خان شريفي به دا خبره همدلته پرېښودله ، خو په زړه کې يې دا نه شوه منلی چې ، همدا خپل وطن وګڼي ، سره له دې چې هغه اوس دلته ښه خوشاله و، هر څه يې لرل ، سياسي پناه يې منله شوې وه ، د ژوند ټولې اسانتياوې ورته چمتو وې او د راتلونکي په اړه يې هم کوم ځانګړی تشويش نه ﻻره ، خو خپل وطن بيا هم خپل وطن و.
هغه ته به کله کله د خپل هېواد، هغه د غريبۍ په ژوند کې هم خوند او نېکمرغي وروځلېدله او کله کله به يې د هغو شېبوارمان هم وکړ، خو چې د تلويزيون د شپې خبرونه او د نړيوالو راډيوګانو خبرونه به يې واورېدل ، پر خپل هغه ارمان به هم ژر پښېمانه شو، خو کله کله به هسې ناهيله هيلې ورسره وې چې کاشکې دغه بدمرغۍ نه وای راغلي ، پر وطن مو دغه بده ورځ نه وای راغلی ، اوس به په خپل کور کې وای ، په خپله وظيفه کې به وای . پوهنتون مې پای ته ورساوه ، ډېر کلونه مې ماموريت وکړ ، اوس به يو ځای ته په کې رسېدلی وای ، اوس به د کوم کور څښتن شوی هم وای او ........ او .........
خو چې کله کله به يې خپلې دغه خبرې له خپلې مېرمنې سره شريکې کړې ، هغې به غوڅ ځوابونه ورکول :
_ بيا به هماغه زه وای او هماغه کډه په سر ژوند ، د مياشتې تنخوا به دې د مياشتې پای ته نه رسولو ، د کوڅې د سر دوکاندار به هم تل پور راباندې و، ته به د تنخوا د اخيستلو په ورځ سيده هماغه دکاندار ته ورتللې چې پورونه يې راباندې وو، نه ستا د ماموريت څه خير رارسېدلی دی او نه د هغه وطن .
خو شکور خان به بيا هم ورو ورو له ځانه سره لګيا و :
_ خو بيا هم وطن وطن وي، زما خو بيا هم يادېږي ، هماغه ژوند مې هم يادېږي ، که غريبي هم وه، که بې کوري هم وه .....
خو مېرمنې به يې بيا هم خبره ورغوڅه کړه :
_ چې خپل کور دې په کې نه وي، هغه وطن به څه ستا وطن وي ، چې په ګېډه په کې وږی يې ، هغه به دې څه وطن وي ،
شکور خان اوس دا خبرې په پوره زغم اورېدې او سره له دې چې زړه يې نه منلې ، خو ځوابونه يې نه ورته لرل .
مشر زوی يې، اجمل ، څو مياشتې وروسته په لومړي ښوونځي کې شامل شو ، خو وروستيو دواړو بچو يې له وړکتون څخه وروسته ، ښوونځي پيل کړل.
د شکور خان مېرمن، سره له دې چې په افغانستان کې يې ښوونځی نه و لوستلی، خو هوښياره او په خبره پوه ښځه وه ، د سياسي پناه له منلو وروسته ښځې او مېړه دواړو شپږ شپږ مياشتې د جرمني ژبې بېړني کورسونو ولوستل او دومره ژبه يې زده کړه چې خپله عادي ګوزاره يې پرې کولی شوه ، نور نو دوی هم نه ورپسې ګرځېدل، نه يې دا زړه و چې کوم کار پېدا کړي . شکور خان به تل ويل:
_ کارونه مو هلته ډېر کړي دي، ښه ده تقاعدي يې دلته راکوي او تقاعدي مو هم له اصلي تنخوا څو ځلې ډېره ده ، نور نو کار څه کوو، همدغه (( صوفي)) مو بس دی . ښځې به يې هم ورته ويل :
_ کار په بلا وهې ، همدغه پيسې مو بس دي، خو وايي چې که بيا جرمنی پاسپوټ اخلو ، کار بايد وکړو.
شکور خان به ورته وويل:
_ بيا نو هغه سات او هغه مسلات .
له اتو کالو وروسته يې بيا يو څو مياشتې چېرته ځان ته کار پيدا کړاو چې کله يې جرمني پاسپورټونه واخيستل، په هماغه مياشت کې يې کار هم پرېښود . شکور خان به ويل:
_ نور نو د ډېر کارهم نه يو ، لکه چې نور زاړه يو ، که په خپل وطن کې وای هم به مو د تقاعد غم خوړلی.
د دوی بچو په خپلو کې جرمني خبرې کولې . مور يې هم هڅه کوله چې په ماته ګوډه جرمني ورسره خبرې وکړي ، په پيل کې به يې بچو د دې په جرمني پورې خندل ، خو هغه هوښياره وه، خپلې غلطۍ يې ژر ژر سمولې او ژبه يې له يوې ورځې نه بلې ته پياوړې کېدله. اوس يې نو له خپلو بچو سره په هيڅ ډول پښتو خبرې نه کولې .
شکورخان به په پيل کې غوښتل چې له بچو سره په خپله ژبه خبرې وکړي ، خو يوه ورځ يې مېرمنې په غوڅه ورته وويل :
_ ګوره سړيه ، له پښتو مښتو نه تېرېږه ، همدا جرمني ورسره وايه ، اوس همدلته اوسېږو او ټول بايد په همدې ژبه خبرې وکړو.
شکور خان چې به څه خبرې ته ځان جوړاوه ، مېرمن به يې بيا پرې ورسره شوه :
_ دا شرم نه دی چې بچيان خواران مو له خپلو ټولګيوالو سره په جرمني سمې خبرې ونه کړای شي، دا خواران خو نو نه شي کولای چې هم جرمني زده کړي او هم پښتو او بيا پښتو نو دلته څه په درد خوري ؟
شکور خان هم يا د مېرمنې او بچو له ﻻسه اړ شو او يا هم دا خبره د ده په نظر منطقي ورته ښکاره شوه ، او بيا نو ده هم نور ټينګار ونه کړ ، خو خپله به يې يوه نيمه خبره په پښتو ورسره کوله او چې بچيانو به يې د نه پوهېدو په مانا سرونه ورته وخوځول ، بيا به يې نو په نيمګړې جرمني هغه خبره ورته وژباړله. 
                                                                                                                                   * * * * * *

اوس نو د دوی ډېر کلونه تېر شوي وو، اوس يې نو بچيان په جرمني ژبه کې بيخي برلاسي وو، اوس نو بيخي داسې وو لکه جرمنان . ملګري يې هم زياتره جرمنان وواو يا جرمني شوي بهرنيان . اوس يې نو له کور سره، له خپل پلار او مور سره د اړيکو او يا په خپلو کې د اړيکو پر ځای له ټولګيوالو او نورو ملګرو سره زيات اړيکي لرل، يا به بهر وو ، يا به له هغوی کره وو او يا به يې ملګري او ملګرې له دوی کره وو.
شکورخان ته داسې ښکارېدله چې بچيان يې ورو ورو له دوی شلېږي، پردي کېږي ، له دوی سره د اړيکو لپاره څه نه ورته پاتې کېږي، چې په ژبه ښه ورسره پوه نه شي، په سوچ او نظرکې يې هم ورته والی له منځه ځي. دې خبرې ته يې اول دومره پام نه و، خو چې وخت، څومره تېرېده، دغه فاصله ورته مخ په ډېرېدو ښکارېده، ورته په تشويش کې کېده، ورته ځورېده.
مېرمن يې هم اوس هغه د لومړيو شپو ورځو په خوښيو او نېکمرغيو کې ډوبه نه ښکارېدله . لکه چې اوس يې ماغزه سر ته ورغلي وي . ان چې دې هم اوس ځان له خپلو بچو پردی احساساوه. دې ته اوس هم خپل بچي لکه د پخوا په څېر ګران وو، خو بچو دې ته دومره ارزښت نه ورکاوه او يا به ښايي دې ته داسې ښکارېدل . اوس چې به يې بچي په کور کې نه وو او يا به د شپې له خوا بچي ويده شول، نو کله کله به يې په خپلو کې د زړه خواله سره کول :
_ چې دا څه خبره ده؟ خپل اولاد هم داسې نه وي چې د بچي مينه دې پرې ماته شي، چې په ډوډۍ کې يې کوم شی دی او که په اوبو کې ؟
شکور خان به يې د مېرمنې خبرې په پوره زغم اورېدلې ، په شونډو کې به ورته موسکی موسکی کېده :
_ ښځې، پخوا خو تا هم دا خبرې نه منلې، بچي چې دې په ژبه پوه نه شي، په زړه دې نه شي پوهېدای، چې ژبه مو سره شريکه نه شوه، زړونه، فکرونه به په يو کور کې څنګه سره شريک شي؟ خبره په ډوډۍ او اوبو کې نه ده ، په روزنه کې ده، په ژونددود کې ده .
د مېرمنې يې په دې خبرو سر نه خلاصېده:
_ ورک دې جرمنی شي، که زه داسې خبره وای ، په خدای کې خو مې قدم هم رااخيستی وای، له دې نه خو هماغه راکټونه، هماغه جنګونه او لوږې، تندې ښې وې.
شکور خان به بيا موسک شو:
_ نه، هغه هم بدمرغي وه ، خو دا هم نېکمرغي نه ده .
شکورخان دغو حالاتو هره ورځ ځوراوه، سره له دې چې د ژوند له کوم ځانګړي کړاو سره نه وو مخامخ، خو همدغو خبرو ځوراوه، د خپلې کورنۍ، د خپلو بچو راتلونکي ته ځورېده، خپل ځان به ورته د زړښت پر لور روان ښکاره شو . کله کله خو به يې له ځانه سره سوچونه کول چې د ژوند څو کلونه به مې پاتې وي؟ خپلې مېرمنې ته به يې هم وويل:
_ چې ډېر ژوندی يم او خدای ښه ډېر ژوند هم راکړي، نو دغه لس _ پنځلس کاله يې وګڼه، ښه بيا به نو څه وي، بچي به مو څنګه وي؟ ته به څنګه يې؟ کومې نښې نښانې به رانه پاتې وي؟ خپل وطن به بيا ياد هم کړي او که نه؟
او چې دا خبرې به يې اوږدې کړې، مېرمنې به يې سترګې پرې سرې کړې:
_ دا څه لېونی دې له ځانه جوړ کړی دی؟ اوس خو، ښه دی روغ جوړ يو ، دا تا بيا څه خوبونه ليدلي دي، دا بيا دې ځان څنګه په مړو کې شمېرلی دی؟ پرېږده دا سپېرې خبرې مه کوه .
او شکور خان به هم نور چوپ شو ، خو دغې چوپتيا به لا زيات ځوراوه . خپه به په دې و چې ان خپلې مېرمنې ته لا د زړه خبره نه شي کولای، يا يې نه شي پرې پوهولای. د پوهاوي هغه ټول مزي ، هغه تارونه به شليدلي ورته ښکاره شول .
همدغو فکرونو هغه ته تشويشونه پيدا کول، ده به خپل ځان خوړ، خپل زړه به يې خوړ او خپل ځان به له يوې ورځې نه بلې ته کمزوری او ناروغ ورته ښکارېده . له چا سره يې زړه نه شو تشولای ، د زړه پيټی يې چا نه ورسره ويشه ، او دغه پيټی هره ورځ درنېده او دی يې لاندې کاوه.
د زړه له لومړۍ حملې روغ رمټ راووت . زړه هم عجب شی دی، دومره ورکوټی، خو د بنيادم ټول ژوند او مرګ همدغه د زړه په ټوټه پورې تړلی دی. د شکور خان د زړه ټوټه اوس زموللې او رنځېدلې وه . دغه دومره موده يې د زړه دننه ساتلي وو، خو لکه چې نور يې زړه، دغه دروند بار نه شو وړای، خو ښه وه ، د زړه حمله يې په خير تېره شوه، له روغتونه رارخصت شو او اوس ځان ښه ورته ښکارېده .
 
***

د مور يې لاسونه لړزېدل ، رنګ يې تک سپين شوی و. ټيلفون ته يې لاس کړ، يوه نومره يې ووهله، لکه چې له وارخطايۍ يې نومره غلطه کړې وه، بيا يې د اجمل نومره ډايل کړه . د ټيلفون زنګ اوږد شو، له اتم زنګ وروسته ، اجمل غوږۍ واخيسته :
_ څه خبره ده ماما؟ سلګۍ ولې وهې، ژاړې ولې؟
مور يې هماغسې سلګۍ وهلې :
_ پر پلار دې بيا د زړه حمله راغله ... همدا اوس امبولانس راغی او روغتون ته يې يووړ، حالت يې ډېر خراب و، له خولې يې ځګونه روان وو، تک سپن تښتېدلی و ، لکه مړی، خور او ورور دې په مکتبونو کې دي، ته ژر ځان راورسوه چې دواړه ورشو، ژر بايد ځانونه ورورسوو ....
اجمل يې خبرې پرې کړې :
_ ماما، تاته خو معلومه ده چې هغه دوه موږکان چې له دوو کالو راهيسې مو ساتلي وو ، پر ګابي څومره ګران وو، دا دی د ګابي سلګۍ خو به هم اورې کنه؟
مور يې ورته وويل :
_ څه پرې شوي پر ګابي؟
اجمل په جديت وويل :
_ نه نه، په ګابي څه نه دي شوي، هغه موږکان يادوم،له بده مرغه نن يې هغه نارينه موږک ((جيني)) مړ شو، د ځناورو روغتون ته مو هم وړی و، هلته يې معاينه کړ، خو ويې ويل چې د کوم ځانګړي ډول ګريپ له کبله مړ شوی دی، نن يې بايد ښخ کړو، ګابي خپلې مور ته هم ټيلفون کړی، هغوی هم راځي، ګابي ډېره خواشينې ده ما ما، ګابي ...
مور يې هماغسې سلګۍ وهلې :
_ خو بچيه پلار دې؟ ..... درته ومې ويل چې ........
اجمل يې خبره بيا هم پرې کړه :
ماما، درته ومې ويل چې نن خو د همدغه خوارکي موږک د ښخولو په کار کې بوخت يو او ګابي هم بايد په داسې يو ماتم کې يوازې پرېنږدم، ګابي ډېره زياته خواشينې ده .... ډېره.... ((جيني)) خوارکی ....
او د مور له لاسه يې د ټيلفون غوږۍ ولوېده