پښتانه په تاريخي پېر كې له زرگونو پېړيو راپدېخوا د دې خاورې بومي او اصلي اوسيدونكي دي، خو د نسب، ژبې او ځاى په اړه يې تراوسه يو لړ سياسي كړكېچونه راروان دي. څوك يې بني اسراييل بولي، څوك يې ارمنيان بولي، څوك يې قبطيان، څوك يې مغل، څوك يې تاتاريان، ساكان، هپتاليان راجپوتان، تركان، عربان او ... بولي، خو مونږ يې دلته له تېر تاريخه ځكه تېرېږو، چې لمر په دوه گوتو نه پټېږي.
په اوسني روان بهير كې پښتانه د افغانستان په زياتو سيمو او د پاكستان په دوه لويو صوبو او په جنوبي اسيا او لرې ختيځ كې مېشت او استوگن دي او له سوونو كورونو ډېر د نړۍ په نورو وچو كۍ هم مېشت دي چې له هغې جملې څخه يو هم هند يادولى شو، چې ان په زرهاو پښتنې كورنۍ په كې مېشتې دي.
دا چې اوس په هغوى څه تېرېږي؟ دا هغه پوښتنه ده چې اوس مهال يې پوره ځواب پيدا كول ناشوني دي؛ ځكه ښكېلاكي نړۍ غواړي، ترڅو پښتانه سره بېلا بېل وساتي لكه د ډيورنډ په كرښه يې چې له مركزه شلولي دي.
اوس مهال ټوله نړۍ په دې هڅه كې ده چې پښتانه نيست او نابود يا سره تيت او پرك كړي او بله هڅه د نړۍ دا ده چې پښتانه په خپلو كې سره په جگړو اخته كړي او دوى ترې خپلې گټې پورته كړي.
پښتانه په اوسني روان سياسي بهير كې د نړۍ په هر گوټ كې ښكاره ځورول كېږي، په ښكاره وهل كېږي، په ښكاره وژل كېږي او بنديانېږي. كه د پښتنو د استوگنو له نورو ځايونو تېر شو، يواځې يې په افغانستان كې او بيا د افغانستان په شمال كې يې بېلگې راواخلو، نو ښايي داسې څوک به نه وي چې پر پښتنو پرشويو او كيدونكيو تېريو اوښكې تويې نه كړي او پرې ونه ژاړي؛ ځكه په افغانستان كې د پښتنو په سرونو ميخونه ټكوهل شول، په غوږونو كې يې په اور سره شوي غوړي وروڅڅول شول، په سرونو كې يې د افغانستان په شمالي برخو كې د فټبال لوبې وشوې، د پښتنو سرونه لومړى پرې او بيا تاوده شوي غوړي پرې ځكه اړول شوي ترڅو نڅا وكړي، غليمان او ظالمان ترې خوندونه واخلي، په قهقهه ورته وخاندي او پښتون ته پوره جزا د دې لپاره وركړي چې پښتو وايي، پښتو ليكي او پښتو كول غواړي.
ټولگيوال راته د يو كس كيسه كوله چې ويل يې مونږ د افغانستان په شمال كې د طالبانو په وخت كې له طالبانو سره جنگېدو. د جنگ په اوږدو كې مونږ بنديان هم نيول. يوه ورځ مو يو پښتون طالب ونيو او خپلې پوستې ته مو يوړ. مونږ ويده شو او پښتون طالب مو تړلى پرېښود، كله چې مونږ له خوبه راپاڅېدو؛ نو طالب تښتېدلى و. مونږ يې د بېرته نېولو په لټه كې شوو چې په پاى كې مو وموند او خپلې پوستې ته مو راوست.
دا چې طالب پښتون و او له مونږ يې تېښته كړې وه، نو جزا مو ورته په خپله پوسته كې وټاكله. طالب مو كلك وتړلو، غوړي مو په اور سره (گرم) كړل او بيا مو د طالب مخ او وجود ته وروشيندل چې له شيندلو سره سم يې د مخ غوښې په ځمكه ولوېدې. طالب مو خوشې كړ، چې له چغو، ترپكو، پړتكو او نڅا څخه يې پوره خوند واخلو.
نو اوس تاسو ووايئ چې ايا داسې جزا وركول هغه هم په دې گناه چې پښتون و او پښتو يې ويله. د انسان له سترگو اوښکې نه روانوي؟
زه خو وايم نژدې ده، چې د پښتنو په دې نيمگړي روان سياسي حركت او حالت مې له سترگو د اوښكو پر ځاى وينې راوبهېږي، ځكه پښتون په هر ځاى كې چې لږ سر هسك كړى، نو د القاعده ټاپه پرې ووهل شي. د پښتنو غوښې د بمونو خوراك شوې، د پښتنې له هيلو ډكه ډولۍ د مېړهه كور ته په لاره د وحشيانو پر بمونو، راكټونو او مرميو پر وحشي گوزار له خارو سره خاورې شوې او هيلې يې نيمه خوا او نيمگړې پاتې شوې، د پښتنو په سترگو كې غوړي وڅڅول شول، د پښتنو مېرمنې د خپلو مېړونو پر وړاندې بې پته كړاى شوې او د پښتنو پر هغو پېغلو چې چا يې مخ نه و ليدلى د وحشيانو د هوس ښكار شوې؛ نو اوس تاسو ووايئ، ترڅو؟ ولې؟ په څه؟ او گناه مو څه ده؟ ښايي بېلا بلل ځوابونه ولرئ، خو دا پوښتنې چې له هغه چا وپوښتئ چې په پښتون هر رنگه لوب كوي او كدې يې دي؛ نو لنډ او په دوه درې ټكو كې به ځواب دركړي چې ځكه مې ورته په غوږونو، سترگو او مخ سره كړي غوړي وروڅڅول او له ښځو مو ورته ځكه تيونه غوڅ كړل چې پښتو يې ويله او پښتون و.
په نړۍ كې كه د يو بل قوم يا د يو هېواد وگړي څوك ووژني ټوله نړۍ پرې خبرېږي او له هرې سوړې غږ پورته كېږي، چې په پلاني ځاى كې د پلاني قوم يو وگړى وژل شوى، خو پښتانه چې په سلگونو او زرگونو وژل كېږي، نيول كېږي او شړل كېږي. څوك يې د حال پوښتنه هم نه كوي، پاتې يې لا د مجرم د نېولو او محاكمه كولو ډنډورې شوې.
په اوسني روان بهير كې چې څومره پښتانه ځورول كېږي، وهل كېږي او د وركولو هڅې يې كېږي همداسې يې د ژبې (پښتو) او پښتونولۍ حال هم دى. كله د ملگرو ملتونو په لست كې مړه ژبه او لږهكي بلل كېږي، كله له حكومته گوښه كېږي او كله يې په ويلو او ليكلو پښتون وژل كېږي.تاسې دې روان نيمگړي سياسي حركت ته ډېر نه لږ ځير شئ.
له جمهوري رياسته نېولې وزارتونه، مرستيالان او مشاورين يې، رياستونه او حتا مديريتونه پرته له پښتو په نورو ټولو ژبو تجارتي، پوځي او سياسي چارې ترسره كوي. رسمي چارې په څرگنده توگه په پښتو نه ترسره كېږي او په نورو هېوادونو كې د سفارتونو، قونسلگريو چارې حتا پشگتانه په پښتو نه شي ترسره كولاى.
څه وخت مخكې په يو جومات كې ناست وم چې درې ځوانان راغلل په خپلو كې يې خبرې كولې. د خبرو په منځ كې يو په كې وويل(اى پشتوره كي در تذكره نميشته كده؟) خداى(ج) شته د دې خبرې په اورېدو مې لكه په ټول وجود چې ځمكرېږد (زلزله) راغلى وي، لكه چا چې رانه حيا اخيستې وي، ځكه زما ژبې ته هغې ژبې ته چې مېړني يې ځېږولي او نړۍ ته يې د مېړانې سبق او درس وركړى نن هم په سپين سترگۍ بې واكه گڼل كېږي.
له دې خبرو معلومېږي چې پښتانه او ژبه يې پښتو اوسمهال د نړيوال پوځي چتر لاندې راغلې، دولتي او غير دولتي موسسې يې حق ته درناوى نه كوي او په اغېز يې سترگې پټوي.
لنډه دا چې پښتانه د شلمې پېړۍ په وروستيو درې لسيزو او د يوويشتمې پېړۍ په سر كې ځپل شوي او ځپل كېږي او پرېښودل شول، چې د شلمې پېړۍ خپل ميراث خوندي كړي، ځكه روسانو ورته ښه د وركولو او ځپلو لاره پيدا كړې وه چې يا به يې اخواني باله او واژه به يې او يا اشرار او اوسمهال نړۍ په ځانگړې توگه امريكا ورته د القاعده ټاپه پيدا كړې چې د دې ټاپې تر سيوري لاندې يې پر بېلا بېلو بڼو زوروي او په ډېره بې رحمانه توگه يې له خروار، خروار بمونو لاندې په شهادت رسوي چې دا ټول هغه څه دي، چې پر پښتون كېږي، شوي او روان دي. دغه كېږي مې ځكه وويل چې پښتانه تراوسه د خپل قوم او ژبې د پايښت په ژمنه سره نه دي راټول شوي او د خپل ځان او د خپلې ژبې غم يې نه دى ژړلى، چې په دې سره ښايي دا تېري دوام ومومي او پښتانه له هر راز تكليفونو او ستونزو سره مخ شي.
كه چېرته پښتانه سره يو موټى او يو لاس شي، نو كېداى شي چې پرې شوي او كېدونكي تېري بيا تكرار نه شي او نور د زياتيو او تېريو ښكار نه شي او څوك به يې مورنۍ ژبې ته نه وايي: "پشتوره كي در تذكره نميشته كده؟" او هم به دننه هېواد كې د ادارو او ښوونځيو په نصاب كې ومنل شي او هم به له هېواده بهر د افغانستان په سياسي ادارو كې د چلند حق ترلاسه كړي.
پښتنو ته ويل شوي چې "جهان په پښتون فخر او غيرت كوي" خو دا هغه وخت و چې پښتانه د ميرويس نيكه تر رپي (بيرغ) لاندې راټول شول، دا هغه وخت و چې پښتانه د احمد شاه بابا د هيلو همكاران او مرستيالان شول او دا هغه وخت و چې اسلام يې هند ته ورسولو.
د سلطان محمود غزنوي د وخت يو شاعر د هند برى داسې ياد كړى:
تركـو نامردو ودانگل له جنگــه!
زه پښتون ولاړ د سلطان ترڅنگه
پښتانه چې كله د ميرويس نيكه د يووالي تر رپي (بيرغ) لاندې سره راټول شول؛ نو خپلواکي يې خپلو غېږو ته راوړه او كله چې داحمد شاه بابا تر رپي لاندې سره يوځاى او راټول شول، نو دا يې لاسته راوړل چې نړۍ ته يې ځان وروپېژندو، پر سپېڅلي اسلام يې د هند تور زړونه روښانه كړل او گاونډيو هېوادو ته يې دا درس وركړ، چې په راتلونكي كې پرې يرغل ونه كړي او د ملالۍ يوې ټپې څوك د استقلال او څوك د شهادت په جامه وپسولل.
اوس مهال چې پښتانه هر يو د خپل ځان په غم كې دى د بل پښتون ورور په غم كه نه دى او د ځان واك يې پرديو ته سپارلى ځكه، نو هرڅوك پر پښتون تېرى كوي، وژني يې او بې پته كوي يې.