گرانې د هاغو شېبو, چې ما له خدايه نه غوښتې او نه مې يې له خداى سره ژمنه کړې وه، زه اوس له څه مودې راپدې خوا ميلمه يم او پردې مې پوره باور دى چې که اوس يې له ځان سره ميلمه کړى يم، نو لرې نه ده چې هغه لارې راته لټوي چې خپل کوربه مې کړي او د تل لپاره مې له ناانډوله غم سره په يوه خونه کې وپالي.
دا مې هم اوس ومنله چې ما ستا له سپينو گلابي اننگو څخه مينه ونه روده او نه مې له تا سره په ورين تندي د مينې خبرې د سترگو پرځاى په شونډو وکړې. زه دا هم منم چې زما د ژوند هيلو ته خداى له غوښتنې او ژمنې سره سم ځواب رانه کړ او له دې يې لرې وساتلم چې تل دې په سترگو کې رڼې هيندارې، ستر ارمانونه، دانتظار شېبې،د مينې تلوسې او د ژوند خوښۍ ولټوم او زه ترې خپل ځان ته هوساينه راټوله کړم.
پر ما هغه شېبې هم تېرې شوې او لکه چې د تل لپاره يې د خداى پامانۍ لاس را اوږد کړ چې د پېغلو نجونو په منځ کې به ناست وم او ټولو به دې ته انتظار ويست، چې زه له شوخۍ او مستۍ د زړه له تله په کومه خبره وخاندم او ټولې پېغلې مې له شوخې خندا څخه د ډېر وخت لپاره خوندونه واخلي.
هغه شېبې هم پر ما تېرې شوې چې زه به ستا لپاره د نجونو په منځ کې په شوخۍ غږېدم او په ډېره شوخۍ به مې د زړه له تله خندل.
اوس هغه شېبې تېرې بلم، چې د ژوند له دې تت انځور څخه به مې د يوې خوږې مينې خواږه احساسول او تل به مې د يوې رڼې او خوږې مينې د خوږو له خيالي برکته خپلې شونډې د چا په خيال ښکلولې. ته هم دا ومنه چې زه اوس د نجونو په منځ کې نشم خندلى او که هغوى مې د شوخې خندا د بيا اورېدا لپاره ډېره هڅه وکړي، نو زه يې يواځې په منځ کې تته موسکا کولى شم هغه هم له يو ستر تريخ غم سره، چې رابخښلى دې دى او خندا دې راڅخه پرې وړې ده.
ما اوس د ژوند له کاروان څخه پاتې او ناتوانه لاروى وبله او داسې احساس که، چې گوندې په دې نړۍ کې مې د ژوند خواږه وليدل، خو ترې برخمنتيا لا څه چې احساس مې هم نه کړى شول او نه مې د ژوند هيلې په سرو شونډو کې د مينې د لټون په موخه له ورسره کړې ژمنې ته په ژمنتيا تر پړاوه ورسولې، بلکې نيمگړې پاتې شوې او له شونډو مې د شوخې خندا په کوچېدو سره د زړه په هديره کې د تل لپاره تم شوې، خو مړې نه شوې او د بيا ژوند تمه يې هم پرې شوه، گوندې گناه يې ستا په غاړه ده او له تا به تل د خپلې مړينې پور غواړي چې ولې؟
له خدايه به پوښتي چې په څه او دا شېبې پر ما ولې؟
١٣٨٦-٢-٢٣ حيات اباد فېز ٦