دَ زیارت زلزله ... که عوامي مېله
افضل شوق
په ۲۹م اکتوبر۲۰۰۸ دَ سهار دَ اذانونو څخه څو دقیقې وړاندې چې دَ زلزلې یو ې زورَورې جټهکې دَ زیارت پنځه یونین کونسلونه دَ صفحه هستۍ څخه څه ړنګ کړو، چې دَ زلزله زده ګانو سره دَ کومک په نوم په دې بله ورځ دَ جنت وزمه زیارت دَ مېن روډ دواړو اړخونو ته حکومتي اوغېر حکومتي تنظیمونو، چې په کې دَ سیاسي پارټیانو هم پوره پوره برخه وه بې شمېره تمبوګان دَ رنګ برنګ بېرغونو او بېنرونو ترسیورې دلاندې داسې اثر شیندل شروع کړو لکه په یوه دوې ورځې کې به هر اړخیزه کومک تر متاثرینو پورې وَرسېږي – لاکن له بده مرغه خبره تر دریمې او څلورمې ورځې پورې لا تش په تشه دَ روډ دواړو اړخونو ته دَ یوې سیاسي مېلې په شانې پاتې وه- دَ مړو شمېر تر پنځه سوه هم زیات شوی ؤچې دَ نېږدې علاقو پښتنو په خپل لاس خاورو ته وَسپارلو- لاکن په زرګونو زخمیان لا هم هغسې دَ شنه آسمان دلاندې دَ لوی الله دَ غېبي کومک په تمه له دړدناکو زګېرویانو سره مخامخ په سپېرو خاورو ناست دَ اسلامي او پښتنې رسوماتو له لارې یې دَ مړو قریبانو فاتحه اخیستله – خو بلې خواته په پرنټ او الیکټرانک میډیا باندې داسې خبرونه راروان ؤ لکه جوړه چې وَ هر متاثر ته کومک رسېدلی وي – ولې چې دَ ملکٍ خداداد زیاتره بااثره شخصیاتو دَ پنځو یا لسو منټو په دورو دَ روډدواړو اړخونو باندې جوړې مېلې ته ځانونه په دې رسوَلو چې په درځنو ټي وي چېنلانو یې کورېج کولواو دغه رنګه یې ځانونه په غازیانو کې ورشمېرلو لګیا ؤ-
امداد دَ ملک دَ هر ښار او تنظیمونو په چپه دَ بهرنیو هېوادونو له خوا داسې په خرپ راروان ؤ، چې دَ زیارت په روډ لاره نه کېده، خو دا امداي سامان تر متاثره علاقودَ رسولو په ځای دَ روډ دَ مېلې یاني دَ سلګونوبېرغونو اوسیاستمدارانو له خوا دَ پارټیانو دَ منشورونو په سمون دَ لیکل شوؤ نارو دَ بېنرو په سیورې کې دَ کوړیانو دَ خټېدوسوب جوړېدو- داسې خبرونو هم په هوا ګشت کول شروع کړو، چې دَځینو شخصیاتو په مرسته کومکي سامان دَ چمن په او بواټې په باډرونو دَ بې شمېره ټرکونو په حساب حکومتي چارواکو وَنیولو- دا خبره تصدیق ته هغه وخت وَرسېده چې دغه کومکي سامان په دریمه ورځ دَ زلزلې دَ کوئټې ښار، سنجاوۍ او په کوچلاغ کې دَ دوکانو زینت ګرځېدل شروع شو- پاکستاني فوځي قواؤ دَ خپل وَس او همت په سمه دَ زیارت دَ انتظامیې په ملګرتیا کې که یوې خواته دَ زلزلې دَ متاثرینوپه هره حواله خدمت کولو ، نو بلې خواته یې دا هڅې هم کولې چې له لوُټ مارانو څخه دَ متاثرینو ژوند او ورپاته شوې سامانونه هم ورته وَژغوري – لاکن له نورو علاقو راغلې ډله ډله خلګ ؤ، چې دَ کاروبار لارې هوارَولو دپاره یې په بېلابېلو نارو روډونه په دې غرض بلاکولو، چې ډېره برخه ورته په لاس ورشي – دلته په دې سیالۍ کې هم دَ قام او اسلام خواخوُږو ښه پوره پوره لاس درلودلو- هر تنظیمي او سیاسي ژواک دا هڅې کولې چې دَ نړۍ پام خپلې خواته ورواړَوي نو ځکه خو یې دَ زلزله زده ګانودَ غرضي کومک په نیت جوړې مېلې ته راغلیو ورکرانو منشوري پرچار په ډېره نره سرته رسولو-
داسې نه، چې ګنې دَ متاثرینوپه غم کې څوک شامل نه ؤ... بلکې ډېر زیات ؤ، خو دَ زیاترو تعلق له ځینو بېن الاقوامي این جيوګانوپه ګډه دَ فرشته فاؤنډېشن انټرنېشنل او بالي ټرسټ پنجاب، ځاي علاقو ، صوبائي محکمه بهبودآبادي بلوچستان او دَ خدای په کومک دَ انسانیت په خذمت یقین لرونکو چې په کې صوبائي وزیربهبودآبادي بلوچستان حاجي محمدخان طور اتمانخېل په ګډه دَ ده له خوا غوره شوي میډیکل ټیمونو ، راقم الحروف افضل شوق ، جمعه خان کاکړ او ډاکټر امین مندوخېل هم ورګډ ؤ خپل خپل ضمیرونه په همت او مړانه تر ډېره هانده مطمئین کړو-
دَ خواږه او انسان دوست ملګري جمعه خان کاکړ نوم دَ بهبودآبادي محکمې دَ یو تکړه آفیسر سره سره دَ فرشته فاؤنډېشن اټرنېشنل دَ یو همتګري اوفعال غړي په حېث نه یادَول به ډېره لویه ناانصافي وي دَ چا دَ ذاتي هلوځلو پرته چې زما په رنګه هډ ارامه سړی یې لا هم دَ زلزله زدګانو دَ کومک په کار داسې بوخت کړو،چې دَ زلزلې له لومړۍ ورځې بیا تر دې ساعته ورسره ګډ ګډ دَ زیارت په غرونو رغونو کې له مېډیکل ټیمونو سره شپه او ورځ ګرځي – نه یوازې دا بلکې دَ ده په ځاني درخواست دَ اُردو فلمونو او ټي وي سپر سټار عابد علي او ټي وي سټار یامین شاه هم له بلا ډېرو دوایانو سره دَ زلزلې په دریمه ورځ څه راوَرسېدو، چې هغوئ له موږ سره دَ لرو لرومتاثره علاقوپورې هم ګنډلی راغلو او دَ متاثرینو په زخمونو یې ملهمونه لګولو او هغوئ ته یې حوصلې ورکولو کې هیڅ کسر هم نه پرېښودو - دغه رنګه زما او دَ جمعه خان کاکړ په خواست له اسلام آباد څخه قدرمن پښتانه مشران لکه سراج آغا، حیات ترین، حاجي طاهر خان اڅکزی (حاجي لاهوری) هم دَ زلزلې په پنځمه ورځ راوَرسېدو او په خپل لاس یې په متاثرینو کې تر لس لکهه زیاتې کالدارې وَ وېښلې – دَ کوئټې الطاف خان او دَ هغه ملګرې علي هم زموږ په ځولۍ کې خورا ډېرې دوایانې راواچولې، کومې چې دَ پاپولېشن ویلفئیر ډیپارټمنټ بلوچستان لېډي ډاکټرانو لکه ډاکټر نګهت افروز، ډاکټر زینت بلوچ او ډاکټر نسرین ګل سره دَ فیلډ ټیکنیکل آفیسرانو آئرس جان، حلیمه سعدیه، تسنیم اختر، شاهده ظفر، ثریا جبین ، نسیم ظفر او ګڼ شمېر پېرامېډیکل سټاف په کومک دَ زلزله زده ګانو ښځو او ماشومانو دَ زخمونو دپاره دَ ملهم په توګه زما او دَ جمعه خان کاکړ په نشان دهي وَ کور کور او خېمه خېمه ته دَ وَرسوَلې شوې –
دَ راغونډ شوې ریکارډ په سمه قریباً څورلس فیصده متاثرینو ته مېډیکل اېډ تر اوسه پورې زموږ ټیمونو رسوَلی دی – دا کار په هنګامي بنیادونو چې څومره له ستونځو او ستړیاسره سر ته رسوَلې شوی دی او لا کېږي لګیا دی ... په دې یولوی الله پاک، زه او ملګری جمعه ، زموږ مېډیکل ټیمونه ، هغه زلزله زده ګان خبر دي چې دَ دوا دارو محتاجه ؤ او دي ... یا بیاپه دې نېک انساني کار هغه ټي وي چېنلان هم خبر دي چې دَ روډ په مېله کې کم او په متاثره علاقو کې زیات ګرځېدو یا اوس هم ګرځي- ګوا موږ دَ ذاتي تشهیر په مقابله کې انساني خذمت ته زیاته ترجیح ورکړه او دَ ضمیرونو دَ اطمینان تر هانده مو ځانونه په منډو ترنډو کې ستړي کړې دي بلکې دې ته هڅوال هم یُو، چې تر هغه چا ځان وَرسوؤ چې دَ کومک طلبګار دی – ولې چې موږ په دې خبره یقین لرو، چې تر خبرو زیات کار کول دع انسانیت په ښېګړه تمامېږي – په دې زلزله کې مې دَ جهنډو له داسې سیاست څخه کرکه وَشوه او دا خبره مې زړه وَ منله چې زموږ دَ هېواد سیاست تش تر کرسۍ ځان رسولو نوم دی ... نه چې دَ انساني خذمت کولو لار- نور خو نور دَ الله او رسول په نامه سیاست هم راته په دې پېښه کې ډرامه شانتې رامخې ته شو- ولې چې دلته دَ زلزلې تر متاثرینو یو په لسه زیات دَ خېمو او اوړو حقداران هم دغه خلګ خپل ځانونه ګڼي او دَ لُوټ مار بازار یې ګرم ساتلی دی– که ملا دی او که خان ... ټول ټال دَ اوړو او دَ خېمو دَ ټرکونو شاته په لائن کې په دې نیت ولاړ دي چې هغوئ به دَ زلزله زده ګانو مدد په خپل لاس کوي ..... هو، که څه هم لاس ته کړی مال یې په خپلو پک اپونو کې دَ متاثره علاقو په ځای دَ نورو ښارونو په لور دَ کانوای په شکل کې روان برېښي – ها دَ ملګري جمعه خان کاکړ خبره، چې که دا خلګ له خدایه وېرېدلی نو سیاست به یې نه کولی -
موږ په ځان کې دننه پراته هغه وحشي انسانان دباندې غورځول غواړو ... دعا کوئ چې موږ دَ خالقٍ حقیقي دَ دعوې په سمه هغوانسانانو ته وَمونېږو ... چې دَ انسانیت په ښه تمام شوي دي یا تمامېږي – دا واحد هغه ځواب دی چې ما او جمعه خان کاکړ یې په ګډه دَ خپلو ملګرو په وړاندې په دې هیله ږدو لګیا یُو، چې کېدلی شي زموږ خوبونه یوه ورځ رښتیا شي او انساني نسلونه دَ الله پاک دَ احسنې او بهترینې اندازې په سمون دَ مثالي انساني معاشرت له لارې دَ اشرفیت او افضلیت بڼې خپلې کړي – دا زه او ملګری جمعه خان چې نن په دې لوې قامي سانحه کې دَ کردار لوبولو دپاره پائیڅې غړو، نو شاید چې زموږ دَ خواخُوږو دوستانو له خوا دَ ټېلي فون دَ لارې په وار وار زموږ حوصلې اوچتول یې اصل سوب وي - په دې اړه موږ دَ سلیم راز صاحب، ناصرعلي سید، سهېل جعفر، محمود ایاز، قدوس ترین ، حسینه ګل ، پروفېسر راز محمدراز رنګه خوُږو دوستانو اوپه خاص توګه دَ جمعه خان ماشوم زوئ عمر خان او زما دَ نېک سیرت او ملنګ مزاجه زوئ اولس یار خان مشکور یُوچې په دعاګانو کې یې یاد ساتلې یُواو دَ نور نور زیار کولو فرمائشونه راڅخه کوي- ګنې حقه خبره دا ده چې دَ زلزلې دَ آفټرشاک په نوم موږ داسې محسوسوؤ لکه په ځانګو کې چې ناست یُواو څوک مې ځنګوي - ویره راڅرمه ده، خو ګوره چې کومه جذبه موږ ته دَ زلزلې دغه جټهکې دَ مورکۍ دَ غېږې للې للو رایادَوي – یا بیا دَ غښتلو پښتنو مشرانو لکه صوبائي وزیرحاجي محمدخان عرف طور اتمانخېل، دَ جمعه خان کاکړ درستو ورڼو په خاص توګه هاشم خان کاکړ او ګلراز خان دغه رنګه دَ نصیب الله خان ترین،سراج آغا او نورو ملګرو حوصله افزائي ده ، چې موږ یې دَ شپې او ورځې په دې نېک کار بوخت ساتلي یُو-
دا پورته نومونه چې ما ذکر کړو، دا ټول هغه دي چې دَ اتهم رنګ په مصداق زما دَ مشاهدو په سمون دَ دې زلزلې په هنګامي حالت کې په کار تر خپل وس هم زیات دَ متاثرینو په ښه راغلې دي، خوله بده مرغه په سکرین ځکه نه راغلو، چې دې خلګو دَ خېر په کار کې زیات تسکین محسوسولوته ترجیح ورکړې ده- نه یوازې دا بلکې نور هم ځینې داسې آؤټ آف سکرین خلګ ؤ چې دَ انساني جذبې دلاندې یې کومک ته اوږې دَ لوی الله دَ رضا دپاره ورکولې خو په ریکارډ ځکه نه راغلو، چې دَ الیکټرانک او پرنټ میډیا زیاتره غازیان چې په کې دَ پښتو دَ یونوموړي نجي چېنل هډ آرامه غړې هم ورګد ؤ چې دَ روډله مېلې او دَ نامتو شخصیاتو له چوپړ څخه هډوخلاس نه ؤ- غلط به نه یم که وَوایم، چې چپ له جیو چېنل، فوکس، ډان ، سما او اې آر وائی همتګرو نمائندو چې باقاعده په غرونو کې دَ متاثره علاقو شاوخوا لیدل کېدو.... نور دَ ټولو راغلیو ټي وي چېنلونوغړي بشمول دَ حکومتي چېنلونو به اکثره په وام بېس کې په ګپو شپو او یا دَ شخصیاتو څخه دَ انټرویو په تلاش کې یوې بلې خواته تښتېدو راتښتېدو-
افضل شوق
زیارت – سهېلي پښتونخوا
دَ نومبر دَ میاشتې ۱۴مه کال ۲۰۰۸ع