زه اوس کله ستا د مینې
ستا د مینې د چوپړ یم
لاس او پښه مې نشته ګلې
دا په څه عذاب ککړ یم
زه په نورو خلکو بوج یم
اوس دې کله ګرانې وړ یم
څه کیسه درته کومه
د ژوندون کیسه اوس مړ یم
لاس مې ایښي په نامه دي
په یوه پښه ولاړ خړ یم
اوس له مینې یم لوېدلی
درته پړ یم درته پړ یم
محبت و او ځواني وه
پټ دیدن و او حیا وه
ستا په نظر یو کتو کې
زنده ګي او بقا وه
یه د سره سالو خاوندې
مینه زیست وه مشغولا وه
تا وېل مرګ د یار لپاره
ما وېل ژوند د یار لپاره
تا وېل دغه زنده ګي ده
مرګ او ژوند د یار لپاره
ما وېل دغه مو پیمان دی
زهر او قند د یار لپاره
ما او تا کړې دا خبرې
لکه شات لکه شکرې
زه او ته پرې خبر نه وو
په وطن راغلې لښکرې
سره روسان راغلي وونه
ورسره وې تورې زغرې
ته پر بام راته ولاړه
ما زین کړی لاندې اس و
یه د سره سالو خاوندې
ښورولی دې سپین لاس و
ما وېل خدایه بری غواړم
ستا همدغه یو احساس و
ته د بام پر سر ولاړه
تا وېل زړه مې دی درکړی
بس نو دغه مې ارمان دی
چې بری دې وي راوړی
زه به سپینه خولګۍ درکړم
که دې ننګ و چېرته کړی
په وطن د ننګ کیسه وه
د غزا او جنګ کیسه وه
احساساتو مې تن ونیو
دا د تورې شرنګ کیسه وه
د سرور لپاره ګلې
د منصور په رنګ کیسه وه
زه پر سپین آس سپور شوم ګلې
تا له بامه ننداره کړه
په میدان د جنګ ورګډ شوم
او له پاسه دې ناره کړه
یاره سر په وطن کېږده
یا بری د ژوند چاره کړه
زه دا ستا په مینه مست وم
سره کفار مې تارو مار کړل
ډېرو تېښته وکړه شاته
تیت پرک مې ټول اغیار کړل
ډېر مغرور سرونه څه وو
ټول مې مات په یوه ګوزار کړل
تورې زغرې او ټانګونه
ستا وخوا ته شوې در ماتې
زه په سپین آس ورپسې شوم
چې دا روغې شي را پاتې
تا له بامه ټېل پرې تل کړل
ټولې وسوې دا میراتې
خړ ګردونه تورې لړې
سوځېدلې تورې زغرې
ته پر بام راته ولاړه
زه پر سپین آس سپور وم لرې
ستا وصال ته مې زړه وشو
را په یاد شوې ستا خبرې
تا وېل مرګ د یار لپاره
ما وېل ژوند د یار لپاره
تا وېل دغه زنده ګي ده
مرګ او ژوند د یار لپاره
ما وېل دغه مو پیمان دی
زهر او قند د یار لپاره
خو پېرزو یې پر موږ نه شوه
په لستوڼي کې ماران وو
دا زمونږ د خپل اولس وو
خو د بل چا غلامان وو
زه او ته یې چې جدا کړو
دا زمونږه تربوران وو
تربورانو چېرته غلی
پټ په لاره ایښی بم و
زه له آس نه شوم را کښته
او پرې ایښی مې قدم و
له هماغې شېبګۍ نه
زما زړه و او دروند غم و
دا کیسه شوه را نه هېره
چې زه څوک وم د چا یار وم
زمانه شوه ډېره تېره
چې د بل په اوږو بار وم
دا دی راغلم بېرته ګلې
زه ګدای د پردي ښار وم
لاس مې پورته وو نیولي
د پردي وطن بډای ته
که روپۍ خیرات کې راکړي
دا بې لاسه پښو ګدای ته
خو فریاد مې چا وانه ورېد
دا دی راغلم ستا وسرای ته
تور کاږه نري برېتونه
مې له غمه دا دي سپین شول
ډېر خواږه یاران مې څه وو
څوک ویده د مرګ په بین شول
څوک زما په څېر نیم ژواندي
څوک خو ولاړل د بل دین شول
دا دی زه خو بېرته راغلم
ویرځپلي خوار وطن ته
شرنګه شرنګه شرنګه شرنګه
ستا په در ولاړ دیدن ته
یوه هیله لرم زړه کې
څو روپۍ غواړم کفن ته
ستا په در کې به ساه ورکړم
ته مې لاس په سترګو تېر کړه
هغه تېر یادونه څه وو
له یوې مخې یې هېر کړه
څو سپین ږیري مو د کلي
له شوټ مړي را چاپېر کړه
خدای لپاره سلګۍ تم کړه
کیسه پای ته رسېدلې
دا زمونږ د آه سندره
هسک سمای ته رسېدلې
پريښتو ده اورېدلې
زمونږ خدای ته رسېدلې
جنت څه دی رنګین خیال دی
حقیقت دی لازوال دی
زه یې وینم ګرانې راشه
هاغه ځای مو د وصال دی
تمام حسن دی جمال دی
انتظار درته کمال دی
۲۷/۴/۱۳۷۹- چک وردګ، اله خېل کلی