د کلاشينکوف له خولې له څو پرلپسې ډزو وروسته خړ لوگى پورته شو او زرين د نور کله په څېر په ځمکه کېښوده او پر وېشتلي سړي يې خاورې وراړول پيل کړل.  زرين ته د مړو خښول هر وخت همدومره اسانه وو او يوازې به يې خاورې پرې وراړولې، هغه هم دومره چې له ځمکې سره به برابرې شوې.
په مړي د تيږو کېښودل زرين هسې وخت ضايع کول گڼل؛ نو ځکه خو به يې چې د کلاشينکوف له خولې پرلپسې څو ډزې ووتې، نو بيا يې دېته نه کتل چې مړ شو که لا شټېږي، بس بېلچې ته به يې لاس کړ او خاورې به يې پرې ورواړولې.
نن چې کله له مرکزه د همدې وړې دښتې په لور له بندي سره را روانېدو، ډېر يې بندي ته وويل، چې کلېمه تېره که، خو هغه به هر ځل سر په ''نه'' خوراوه. دى هم ورته له غوسې سور و؛ ځکه خو يې له زندانه تر دې دښتې کولنگ او بېلچه  پرې  راوړل او په دې يې له وړاندې پوه کړى و، چې که د تېښتې هڅه وکړي، نو کلاشينکوف ته يې مرمۍ له مخکې ور تېره کړې.
اوس چې له دوه درې غونډيو راتېر شوي وو، نو د همدې غونډۍ په همدې غاړه کې يې بندي ودراوه.
زرين خپلې شنې سترگې د بندي له شنو سترگو سره مخ کړې، له سره يې تر پښو تېر کړ او بيا يې ورته کړل:
- چې کلېمه نه وايې، نو دا ځمکه په دې کولنگ ووهه.
بندي دده په خبره پوه نه شو، زرين هم يوه تېزه څپړه په مخ وواهه او بيا يې کولنگ د هغه له لاسه واخيست، په ځمکه يې په نرۍ تيږه د قبر په اندازه کرښه تاو کړه او بيا يې دوه درې واره په کولنگ ځمکه ووهله،کولنگ يې بېرته بندي ته وروغورځاوه او له يوې کنځا سره يې ورته وويل:
- د سپي بچيه، دغسې دا ځمکه ووهه، په تياره دې خوړلې.
که څه هم بندي دده په ژبه پوه نه شو، خو په دې پوه شو چې زرين ترې غواړي ځمکه په کولنگ ووهي، نو ځکه يې د ځمکې پر وهلو پيل وکړ .
زرين سگرټ ولگاوه، څادر يې پر ځمکه خور کړ او پرې کېناست، چې بندي به ستړى شو، نو زرين به ستغه کنځا ورته وکړه او سترگې به يې پرې ور رډې کړې؛ د  څو ستغو سپورو خبرو له اورېدو وروسته بندي  د ستړيا د لرې کولو لپاره بېلچې ته لاس کړ او له کندې يې خاوره راوويسته  او چې خاوره به يې له کندې پورته  کړه، نو بيا به يې د ځمکې پر وهلو پيل وکړ، چې کله ځمکه نېږدې نيم گز ژوره شوه، نو زرين ورپورته شو؛ بندي يې له يوې سختې لغتې سره د کندې پورې غاړې ته وغورځاوه، سترگې يې پرې وربرگې کړې او ورته کړل يې:
- د سپۍ زويه! زه خو څه ستا د پلار مزدور نه يم چې دلته به درته ناست يم او ته به په خپله تبه(طبعه) کار کوې، زر زر کوه چې نور غرمه شوه.
بندي که څه هم د زرين په خبرو پوه نه شو، خو په غوسه يې لږ څه پوه شو، چې گوندې سستي يې کړې.
زرين لوېشت ورته ونيوه او ورته کړل يې:
-  شادوگيه ! دا ماته وگوره، دومره يوه لوېشت يې نوره هم ووهه نور بس دى، شابه.
بندي د لوېشتې په اشاره پوه شو، په نه زړه يې کولنگ ته لاس کړ  او د زرين له ستغو سپورو سره يې نېږدې په لس منټو کې يوه لوېشت ځمکه ووهله او خاوره يې ترې په بېلچه غاړې ته پورته کړه. د خاوري څنگ ته کېناست، زرين ته يې کتل؛ زرين کلاشينکوف ته مرمۍ ورتېره کړه، مخامخ تيږې ته يې ونيوله او ډز شو چې تيږه يې په منځ دوه ځايه کړه. له ځان سره يې وويل: مړه نه بندېږي، که بنده شوه څه کوپر(کفر) خو نه کېږي.
په برېتونو کې يې يوه نرۍ تته موسکا وکړه، له ځايه پورته شو، بندي ته يې وکتل او ورته يې کړل:
- د سړي زوى شه کلېمه ووايه چې لااله الله محمد رسول الله.
بندي يې په غوښتنه پوه شو، خو سر يې د ''نه'' په علامه ورته وخوراوه او له ځان سره موسک شو.
زرين هم ورته وخندل او کندې ته ورکېووت، کنده يې د بوټانو په څوکه وکتله ، برابره ورته ښکاره نه شوه؛ نو ځکه په کې اوږد وغځېد، چې راپورته شو له ځان سره يې وويل (برابره ده).
بندي يې د سر په اشاره وپوهاوه، چې په کنده کې ته هم څمله چې برابره ده که نه؟ بندي چې په اشاره پوه شو، نو ورغى او په کنده کې وغځېد. يواځې د پښو ځاى سم نه و، نو ځکه هغه ځاى زرين په کولنگ وواهه او خاوره يې ترې پورته کړه. بندي ته يې بيا وويل:
-  ته په کې اوس څمله چې جوړه شوه او که نه؟
بندي ورغى په کنده کې څملاست، دا ځل برابره وه، پښې يې ترې پاس نه پاتې کېدې.
بندي چې په کنده کې وغځېد، زرين  بسم الله وويله او بيا څو پرلپسې ډزې د کلاشينکوف له خولې ووتې، خړلوگى ترې پورته شو.
 زرين بېلچې ته لاس کړ، خاورې ور اړول يې پرې پيل کړل او له ځان سره يې وويل''په روسانو زړه سوى نه دى په کار او بيا يې د تل په څېر ښه په کړس، کړس وخندل.

١٣٨٦- ٩-١٠ پېښور