گرانه زړه ته راتېره !

که څه هم له تا څخه مې په زړگي ډېري گيلې دي او کله نا کله يې وخت ناوخته درته کومه هم ، خو په دوستۍ کې چې گيلې نه وي بيا هغه انډېوالي خوند نه کوي زه پوهېږم چې که هر څومره زيات ټينگار وکړم، خو بيامې هم يوه نيمه خبره نه منې، نو زه اړ يم چې ستا د زړه دخوښې لپاره له خپل ټينگار څخه تير شم. له دې داسې څرگنده شوه چې ستا په وړاندې مې خپله وسله پر ځمکه کېښوده يانې تاته تسليم شوم. دا ستا يو ډول برى شو او ما خپله ناکامي ومنله که ته اوس دا راته په دليل کې ووايې نه ، زه ستا خبره منم، خو زما زړه يې نه مني، د مينې په نړۍ کې دا عادي خبره ده چې يو به له خپلې خبري تېرېږي او که هر يو په خپله خبره ټينگار وکړي، نو دا اړينه ده چې زړه بداوى دومره اوج ته ورسېږي چې بيا خداى مه کړه جلا والى رامنځته کېږي، خو زه هيڅ صورت کې جلاوالى نه شم زغملى؛ خو کله کله مې زړه ته دا گيله هم ودرېږي چې ولې ته په يوه نيمه خبره دومره ټينگار کوي چې مخامخ راته د هو خبره وکړې او بيا روسته د نه ځواب راکوې په ځنې وخت کې دې زړه ډېر مات غوندې شي، خو بيا ورته تسلي ورکوم چې خير دى ژوند دى، دا ډول سړې تودې په انسان راځي له زغم څخه کار واخله پاتې نړۍ ده چې سبا څه پېښېږي. په دې له الله پرته بل هيڅوک نه پوهېږي؛ ژوند د پړاو او تسلسل يو نوم دى دنيا چې نيمگړې ده، نو ژوند هم نيمگړى دى د چا به يو ډول ارمان وي او د چا بل ډول په دې کې ما او تا هم برابر شريک يو، د دواړو ارمانونه يو ډول نه وي، خو بيا هم نزدې کيداى شي خداى دې تل ژوندى او ګړندى لره او کله مې زړه ته ډىري گيلې ودرىږي، نو له خولې مې له زړه څخه دا وينا راوځي، خو خداى دې داسې هيچيرې ونه کړي چې زما زړه له تا څخه صبر شي خو هسې د نمونې په خاطر د نجيب اکرامي دا غزل د ليک په پاى کې ليکم.

چې له تانه نه صبريږي مړ دې شي
چې په سره اور کې سوځېږي مړ دې شي
اى زړگيه نور خواري ورسره مه کا
چې جانان دې نه خپلېږي مړ دې شي
دا دې کال تېر شو تپوس ته مې رانغى
په تپوس  چې مې شرمېږي مړ دې شي
د هجران په اورکې زه سوى سکاره شوم
دى رقيب سره خندېږي مړ دې شي
په پښتو کې مې د مينې اظهار وکړ
په پښتو چې نه پوهېږي مړ دې شي
درقيب مخکې په ما کوي ټکونه
په رقيب چې يار  نازېږي مړ دې شي
چې په غم دې غمجن نه شي اکراميه
داسې يار نه  پکارېږي مړ دې شي