ځار دې شم تصويره، مين شوى يم
زه هم په چا پيره، مين شوى يم
ستا په پېغلتوب کې مينه نشته دى
زه په سپينه ږيره ، مين شوى يم
نور به زه (ګردان) د تورو سترګو کړم
ځغله ( صرف ميره ) مين شوى يم
اوسه پورې اوښکې بې تاثيره وې
چرته يې تاثيره ؟ ، مين شوى يم
وخت به د مرګي وي خو لږ وار وکړه
اوس ، اوس اى تقديره ، مين شوى يم
پرې مې ږده چې سر په داو کې کېږدمه
او کنه ! زنځيره ، مين شوى يم
کابل شا شهيد : ٢٠٠٧- ٨
05.12.2007
- sapand
گرانه زړه ته راتېره !...
05.12.2007
- sapand
يوه ملك كي هستوګن چېرته لوى خان وخان لا څه چي په تربرونو كي سلطان وپه سلګونو يې جوړ كړي وه باغونهبهېدل يې په شنو مځكو كي سيندونهډېر شوقي و د ښكارونو د بازانوپه بازانو كي پاچا و د سيالانوډلي ډلي يې درلودې د مرغانود كوترو د سيسيو د چرګانويوه ورځ د چرګ او باز سره جرګه سوهد جرګې خبر كرار كرار ترخه سوهكلنګي چرګ ته باز وويل مغرورهكبرجنه بې وفا يې لكه تورهله سهاره تر ماښامه په نس موړ يېپر بامونو باندي ګرځې په زړه سوړ يېكرۍ ورځ درته رسېږي نعمتونه...