سړه سېلۍ
"څه دې ده؟"
_ "صاحب ښځه!"
ډاكټر چې د كتنځي په تورو دودوهلو پښتولانو(تيرانو) كې يې نظر ټومبلي و او د ښي لاس لنډې ګوتې يې په خپله څپولنه ږيره كې ښورولې، ويې ويل:
"د تشويش وړ نه ده، د ډېرو ښځو ګېډې د اميندوارۍ پر وخت دا ډول درد كوي، ښځه د څلورو- پنځو مياشتو اميندواره ده، خداى به يي ښه كړي.
د سړي وربوز وځړېد، زړه يې په يوه ساه د پښو تر ګوتو پورې منډه وكړه. هغه لكه د مني ژېړه پاڼه چې د مړينې په تبه لړزېږي، همداسې په پوړېدلو ګامونو له كتنځي څخه ووت.
دباندې سړه سېلۍ لګېده او د وره پر سر ځړېدلې زنګنه لوحه يې ټنګوله. پر لوحه ليكل شوي وو:
ډاكټر انځرګل بشردوست!
د داخلې او كوچنيانو د ناروغيو متخصص.
ښځې د كتنځي خټين دېوال ته ډډه وهلې وه، ترمخ يې له بامه د رالوېدلې واورې خيرن ټوپي ولاړ وو، څنګ ته يې ولاړې خړې- خړې بوڅ غوږونه نيولي وو او د قصابۍ د دكان ترمخ پراته تور سپي ته يې په وېره كتل.
ښځه د خرې پر شا پر غوړېدلي سره بړستن كښېناستله، سړي د خرې پړى ونيو او له خپلو پټو اندېښنو سره يې د واورې د څيرل شوې سينې په چكړن منډ كې د خپل كلي لار ونيوله، د سړي بغور د غم په ترخو اوښكو لانده وو، د هغه زړه ته نه لوېده چې مېرمن به يې له ده سره خيانت كړى وي. خو په زړه يې چې د غم تڼاكې پرې ختلې وې د ډاكټر دې خبرې انګازې كولې:
"ښځه دې اميندواره ده...ښځه دې اميندواره ده...وروسته يې بې اختياره ګوتې وشمېرلې يو دوه...اوه".
له ځان سره وبوږنېد:
اوومه ورځ ...زما د راتګ خو يوازې اوومه ورځ ده. ما خو پوره يو كال د پاكستان په سخته ګرمۍ كې د دي ښخي او د دې د حراميانو لپاره د جټانو خټې كولې، د حراميانو ټكي يې پر زړه زور راووست، له ځان سره وبوږنېد:
"خدايزده چې د هغوى (د دوى د دوو زامنو) په رګونو كې به زما وينه چلېږي كه....اه!"
اه يې د زړه له تله په غريو نيولې مرۍ كې تاوه شوه او سپېرو شونډو ته يې لار وكړه.
په زړه كې يې څړيكه شوه، شا ته يې وكتل، په سپينه واوره كې د كوچني پازار خړ دكانونه له ليرې داسې ښكارېدل لكه د ده پر سپينه لمن د خټو تور داغونه. په بېوسۍ سره يې مخامخ شمال لوري ته، نژدې پرتې غونډۍ تر سترګو تېرې كړې، پر غونډيو پرتو لويو ډبرو د واورو سپينې بګړۍ تړلې وې، يوازې تور مخونه يې د څلې مسكين لمر ته برېښېدل. ښځې ته يې وكتل، هغه لكه بوت ارامه د خرې په شان ناسته وه، داسې بېغمه چې د خاوند له كركې او نفرت نه ډكو سترګو ته يې هم پام نه شو.
ويرلړلو اندېښنو بيا سړى بيا په مخه كړ، ده د شرم او مختورۍ په څپانده سمندر كې لاس و پښې وهلې. په پاى كې يې له دغه ناورين څخه د ځان د ژغورلو دړه وموندله.
"مرګ".
له ځان سره وبوږنېد:
وژنم يې، لكه سپى داسې يې وژنم، ورسره يې د خيال سترګو، مخې ته د پرتې غونډۍ په څټ كې د لارې پر غاړه د توت لوڅه ولاړه ونه وليده.
د ونې په يوه پنډ ښاخ پورې د خرې نايلونې پړى ځړېده او د پړي په سر كې د دار ګردې حلقې وازه خوله نيولې وه.
د سړي له سترګو د اور سپرغۍ بادېدلې، يو ځل بيا ترخه غمونه لكه وږي ملخان پر زړه ورګډ شول او د زغم په پاتې بوټو يې خولې وچړپولې. يو ناڅاپه يې په زړه كې د درد سوځوونكې غوړنجه احساس كړه او په سپينه واوره كې داسې راپرېوت، لكه اره شوى چنار.
ښځې چغه كړه، په ساندو يې ځان خاوند ته ورورساوه، د هغه سر يې له واورې جګ كړ او پر خپل زنګانه يې كښېښود. ښځې څو ځله د سړي سر وخوځاوه....
ساندې يې په چغو او چغې يې په كوكو بدلې شوې:
سړيه، سړيه! په تا څه وشول؟ اه لويه خدايه!....
څنګ ته ول- ول پرته لونګۍ يې وچړموړله او د سړي تر ساړه ورمېږ يې لاندې كړه، وروسته لكه لېونۍ په چارك واوره كې په منډه د نژدې غونډۍ سر ته وخته، هغې چغې وهلې:
... مرسته، هاى خلكو مرسته، د خداى لپاره!...
خو د غونډيو په لمنو كې كوږ و وږ منډ له ژونديسارو تش و. ښځه د غونډۍ پر سر لوڅ سر ولاړه وه. په سپينه غاړه كې يې تور پوړنى، ساړه باد رپاوه او پر سپين مخ يې د نااميدۍ رڼو اوښكو دارې وهلې.
لاندې د غونډۍ په پيڅكه كې د پراته سړي سترګو، په سپينوالي كې له پرتې واورې سره سيالي كوله. د هغه له بېرته پاتو شويو خړو شونډو څخه تاوده تاوونه هوا ته نه جګېدل او په سپينو سترګو يې دې بې مينې نړۍ ته كتل.
طبيعت خپل سوړ او سپين كميس وايست، لنډ وخت لوڅ لغړ ودرېد او بيا يې ګلداره شنه جامه په تن كړه، اوړى هم د ځوانۍ په نشه وزنګېد، ملا يې كړوپه شوه او د مني سپېرو دوړو خاورې پرې واړولې.
ډاكټر "بشردوست" چې له خپل يوه ملګري سره په لندكروزر موټر كې ناست و او د موټر د ټيپ ساز ته يې ټال خوړ، د ملګري د دې پوښتنې په ځواب كې چې، دا د پيسو سوړه يې له كومه موندلې ده، په كړس- كړس خندا كې شعار وركړ:
ژوندى دې وي درې مياشتنى طبي كورس!
لارې ته نژدې په هديره كې يوه ځوانه ښځه او دوه ببرسري هلكان د يوه قبر ترڅنګ ناست وو. د ښځې پر سپين مخ تړمې اوښكې بهېدلې، پر لنډه زنه يې ښايي دا وخت د نړۍ تر ټولو دردمن څاڅكى ځلېده.
د ډاكټر موټرد ښځې او هلكانو ترڅنګ په سرعت سره تېر شو او شا ته يې د دوړو سپېره ليكه پرېښوده، خو د ښځې ګېډې لا درد كاوه او پړسېدلې ګېډه يې داسې ښكارېده، لكه د څلورو پنځو مياشتو چې اميندواره وي.