چې يې دتېرو زخمو شمار ونکړې
په زړه مې بيــــــا دبڼو وار ونکړې
يو ځلې (هو) بل ځلــــې (نه) نه منم
هسې نه دادښکـــــلو کار ونکړې
رازدې دمينې ماته وايه ځـــــــکه
پټه لمبه لکه چـــــــــــنار ونکـــړې
اظهار دقهر کړه دشونـــډو په سر
په زړه پولۍ لکه انار ونکــــــــړې
مادې له قصده کچکول نه ماتوه
ملنګه پام کوه ازار ونـــــــــــکړې
خيرخوا رسوا به شوترې ګل غوړيږي
څاڅکي داوښکو پر دې لارونکړې
20.11.2007
- sapand
لو کې د لوګرو په ملا ماته شوهلخته وه ملګرو په ملا ماته شوه
ړنګه شوه ها دنګه ځواني ړنګه شوهچوپ شوه له سندرو په ملا ماته شوه
ښايي شپون په زير کې نغمه ونېوهڅانګه د ګورګورو په ملا ماته شوه
خدايه چې ترې شين ګړی ټوټې نه شيلويږي په ډبرو په ملا ماته شوه
زوره ستا د تبر فولادي څوکهزمونږه د نښترو په ملا ماته شوه
ستا د تومت توره که تيره وه خوزموږ د عشق د زغرو په ملا ماته شوه...
20.11.2007
- sapand
كله چې ښځه له كتنځي (كلنيك) څخه ووته، ډاكټر سړي ته وويل:"څه دې ده؟"_ "صاحب ښځه!"ډاكټر چې د كتنځي په تورو دودوهلو پښتولانو(تيرانو) كې يې نظر ټومبلي و او د ښي لاس لنډې ګوتې يې په خپله څپولنه ږيره كې ښورولې، ويې ويل:"د تشويش وړ نه ده، د ډېرو ښځو ګېډې د اميندوارۍ پر وخت دا ډول درد كوي، ښځه د څلورو- پنځو مياشتو اميندواره ده، خداى به يي ښه كړي.د سړي وربوز وځړېد، زړه يې په يوه ساه د پښو تر ګوتو پورې منډه وكړه. هغه لكه د مني ژېړه پاڼه چې د مړينې په تبه لړزېږي، همداسې په پوړېدلو ګامون...