قرانکريم( د کاڼي کرښې)
البقره ١١٥
٠ څوک چې د الله(ج) په لاره کې مړ شي هغه ته تاسې مړ مه وايئ، هغه ژوندى دى، خو تاسې شعور نه لرئ.
البقره ١٥٤
٠ اى د ايمان والاو! تاسو پوره په اسلام کې داخل شئ او د شيطان پيروي مه کوئ، هغه ستاسو ښکاره دښمن دى.
البقره ٢٠٨
٠ کيداى شي تاسو يې خوښ کړئ او هغه ستاسو لپاره غوره نه وي او چې کوم تاسو نه خوښوئ هغه تاسو ته غوره وي، الله(ج) ښه پوهېږي تاسو نه پوهېږئ.
البقره ٢١٦
٠ څوک چې ژمنه پوره کړي او له بدو کارونو ځان وساتي هغه د الله(ج) محبوب جوړېږي.
الاعمران ٧٦
٠ له تاسو نه که څوک خوراک کوي، نو په ښي لاس يې کوئ او که څوک څښي په ښي لاس يې څښئ.
٠ يو امت هم داسې نه دى تېر شوى، چې هغې ته څوک د ډارولو والا نه وي راغلى.
٠ اى خلکو! خپله پرهېزگاري مه ښګاره کوئ، الله(ج) پرهېزگاران ښه پېژني.
٠ بې ځايه خرڅه کوونکى د شيطان ورور دى.
٠ الله(ج) ستا مالک دى او هغه تر ټولو ښه مرستندوى دى.
٠ کله چې ستاسو تر منځ په يوه مسله اختلاف راشي، نو د پرېکړې لپاره الله(ج) ته مخه کړئ.
الشورى ١٧
٠ تر ټولو ستر بډايه حليم دى.
٠ څه وخت چې د خلکو پرېکړه کوئ، نو په عدل او انصاف يې وکړئ.
٠ زه به ستاسې بديانې لرې کړم او تاسې ته به عزت درکړم که چېرې تاسو له ممنوعاتو څنگ وکړئ.