ډېره راته ګرانه شوې چې پېغله شوې
اوس ايله اسانه شوې چې پېغله شوې

ځار دې د کافرو سترګو خوى نه شم
سمه مسلمانه شوې چې پېغله شوې

ياد کړه چې ويل دې ( ټوله ستا يمه )
ولې پښېمانه شوې چې پېغله شوې

ما به درته نه ويل ماشومتوب ښه دى ؟
څنګه پرېشانه شوې چې پېغله شوې

مخکې چې وړه وې حياناکه وې
لږه ، لږه ورانه شوې چې پېغله شوې