ګرانه زړه ته راتېر څپانده سلامونه
خدای پاک دې راته ونازوه. ياره ما خو په يوه ليدنه کې هم ستا د ښکلي بلوګ مبارکي درکړې وه؛ خو ځه بيا به يې دلته درته تازه کړم او يو څو مشورې به هم درنه ځار کړم، هسې خو دې ښه پېژنم چې زړه دې څه درته ووايې، بيا نو ولله که د پلار هم ومنې؛ خو کېدای شي کومه مشوره دې ښه له پامه راشي
١_ يو خو داسې کاروکړه، چي داليکنې دومره ډېرې په يو وار بلوګ ته مه ورکوه، سبا به څه درسره نه وي بيا به له نورو سايټونو ليکنې راغلاکوې او خپل بلاګ ته به يې ورکوې، فکر کوم اوس دې هم دا کار پيل کړی دی.
٢_ ما درته ويلي و، چې ته زمو ږ غوندې هر اړخيزبلوګ مه جوړوه، يوې سکالو ته يې ځانګړی کړه او پرېمانه لېکنې يې ورکړه؛ لکه د منصؤري صاحب چې فلسفې ته ځانګړی کړی دی.
٣_ د انډيوال له څانګې سره د هغه نوم وليکه، چې څرګنده شي داد هغه څانګه ده.
٤_ياره بس ده کنه نورې مشورې به بل وخت درکړم.
ورور دې حيران