٠  څومره نادان دي هغه خلک چې په خپلو خوبيانو ناز کوي، پوه هغه دي چې خپل عيبونه وگوري.
خوشال خټک
٠  خبره چې له خولې ووځي اوښ شي، خو اوښ بېرته په خولې نه ننوځي.
٠  په نړۍ کې تر ټولو گران بيه شى عزت دى.
ابن سماک(رض)
٠  څښتن(ج) کله کله د خپل مخلوق سترگې په اوښکو باند مينځي تر څو د هغه په اصولو او احکامو سم عمل وکړي.
کارلايل
٠  د بل چا لپاره صدقه نشته تر څو چې نېږدې خپلوان محتاج وي.
ارشاد نبوي(ص)
٠  ډېر لوى جهاد دادى چې د انصاف خبره ظالم ته مخامخ ووايې.
ارشاد نبوي(ص)
٠  د بدن سلامتي په کم خوراک کې، د روح سلامتي د گناه په پرېښودو کې او د دين سلامتي پر نبي(ص) درود ويلو کې ده.
٠  توبه کول کمال نه دى په توبه قايم پاتې کېدل کمال دى.
حضرت غوث الاعظم(رح)
٠  تر ټولو سخته گناه هغه ده چې گناهگار يې معمولي وگڼي.
ارشاد نبوي(ص)
٠  که غوښتل غواړې له مور او پلاره دعا وغواړه.
٠  که ورکول غواړې د څښتن(ج) په لاره کې يې ورکړه.
٠  که ژړل غواړې په خپلو اعمالو وژاړه.
٠  که کيناستل غواړې د نيکانو په صحبت کې کېنه.
٠  که جنگ کول غواړې د څښتن(ج) په لاره کې جنگ وکړه.
٠  که خندا کول غواړې په خپل تقدير پورې وخانده.
حضرت غوث الاعظم
٠  ماغزه په سر کې وگوره نه په پگړۍ کې، انسانيت په انسان کې وي نه په کوټ، پتلون يا خولۍ کې.
٠  په بېکارۍ کې د راتلونکي لپاره ښه پلاو پخول او خوشاله اوسېدل سخته تېروتنه ده.
حضرت علي(رض)
٠  په ټولو مسلمانانو باندې د خپل خيال منل سخته تېروتنه ده.
٠  هغه ځناور به د قيامت په ورځ غوښتونکى وي چې بې سببه دې وهلى وي او يا دې پرې زيات تکليف راوړى وي.
٠  په لباس باندې د خلکو پېژندنه نه کېږي؛ ځکه چې د انسان جوړولو والا څښتن(ج) دى او لباس د خياط کار دى.
حضرت علي(رض)
٠  غوږونه دوه دي او ژبه يوه ده ددې لپاره چې واوره ډېر او ووايه لږ.
٠  هر هغه کتاب چې په اخلاقو بد اثر کوي مه يې څيرې کوه او مه يې درته ږده.
٠  په مصلحتي ډول دروغ له هغو رښتياو څخه غوره دي چې فتنه پيدا کوي.
٠  د چوپتيا لويې فايدې دي، خو د ښې پوښتنې ځواب نه ورکول ښه والى نه دى.
٠  د ښايستوالي په لټه کې زه غواړم، چې د ټولې نړۍ چکر ولگوم که چېرې هغه زما دننه نه وي نو هيچېرې به پيدا نه شي.
ايمرسن