څوک مې په غېږه کې راټول ونېوه
که مې له لمره چاپير شپول ونېوه

خدايه له سترګو يې سرور ورېده
ورته مې خود د زړه کنډول ونېوه

دا خو د نور له غېږ خالي لاس راغلم
چې تور ماښام ته مې کچکول ونيوه

ستا د خندا څومره ياغي لښکر وو
د زړه وطن يې رانه ټول ونېوه

خدايه ! باران کړه کنه ورژېده
تندې د غره داړخ غاټول ونېوه

څه شول ، زموږ د اتڼ ژڼي څه شول
چا غنيمت کې رانه ډول ونېوه