په دې برخه کې د فضل قادرانډيوال ادبي ټوټې او شعرونه لوستلی شئ.

گرانه ! نه پوهيږم چې په څه خبره دې راسره زړه بداوي واخيسته زه خو ستا هر ه خبره منمه او زه هم په دې خبره وياړ کوم چې زما دې هره خبره منلې ، ماته دې د خپل وس له مخې مينه راکړې زړه مې درته ډير دوعاگانې کوي په ژوند دې ځنې وخت يوه خبره د چا په زړه ښه ونه لگې ، ځنې وخت يوه خبره به چاته ښه ښکاره شي خو بيا به وروسته هماغه خبره ورته بده ښکاره شي او خپل نږدې ملګري يا دوست به ترې منعه کوي هغه دوست او ملګري ته ښايې چې د خپل دوست خبره ومنې او ترې لاس واخلې که چيري دا کار ونه کړي نو خامخا د دواړو دوستانو ترمينځ شک او زړه بداوې پيدا کيږي او زړه کښې وايې چې ما خو د خپل دوست سره له ډير صداقت څخه کار اخيسته ولې دې دوست صداقت ته په ښه سترګه نه گوري نو خامخا يې د خولې له ډير درد څخه دا خبره اوکاږي چې خدايې دې زما صداقت درپوري او ر کا او يا د سميع الله تړون دا شعر خولې ته ورځي چې :

زما ازار دې ليونې کړه اشنا

چې په سوکانو باندې ځان وژنې

خو دا خيرا هڅې د خولې خبري دې د زړه څخه نه وي وتلې ځکه د خپل نږدې دوست له پاره د زړه خيرا نه کوي که هغه هر څومره بد ورسره وکړي خو په يوه عادې خبره يا په بخښنې له هر څه څخه ورته تيريږي .

گرانه ! زما له زړه څخه به هيڅ کله درته خيرا ونه وځې ډاډه اوسه .

که دا زما په دوعا کيږي

رب دې پاچا کړه چې دربار ته دې درځمه