په دې برخه کې د فضل قادرانډيوال ادبي ټوټې لوستلی شئ.
گرانې ! ډيره راباندې گرانه يې څو ځل دې راسره ژمنه وکړه خو بيا دې په هر ځل په خپله ژمنه پښي ايښي دې ډيري وعدې دې راسره وکړي خو هيڅ کله دې په خپله وعده وفا ونه کړه په مخامخ دې سوگندونه وکړل چې بيا به بې وفا يې نه کوم خو داسې څرگنديږي چې کوم بل چا سره دې وعده پيل کړي او د هغه وعدي ته وفاداره ځان سرگندوي خو کله کله دې په ځينو وختونو کښې دې د هغه د وعدې راز هم څرگند شي او ته ما ته ځان ملامته او پړه څرگند کړي او بخښنه غواړي تر څو پوري به درته بخښنه کووم نور ماسره کلکه ژمنه وکړه چې بيابه له تاسره په کړو ژمنو بې وفايې نه کوم که ماسره دې په ژمنو وفا وکړه نوداسې وگڼه چې ټول دې خپل کړم او که بي وفا پاتي شوي نه بيا مې پردې وگڼه