مبارکۍ او وړانديزونه


اوس بيخي درګۍ له نه راځې

سلامونه هلکه څپانده،هيله ده چې روغ جوړ به وې، چېرې يې هلکه بيخي درک دې نشته اوس بيخي درګۍ له نه راځې. مانا دا چې پخوا به چې ماښام مهال له ښاره راستون شوې؛ نو هرو مرو به يو وار کلينک ته راغلې بيا به په دې لټه کې وې، چې د خپل کمپ بېنسونه درنه لاړ نشي؛ خو خير ياره پروا نکوي موږ به مجبورا له نورو سره پيار پيل کړو. ته خو له چا سره کلي نه کوې.ګوره زوروره چرته خو زموږ کلي ته هم راپېښه وکړه. که چا خبر دې د راتلو زموږ مهلت ته راوړولار به جارو کړم ستا لپاره د بڼو په څوکونور نو څه درته

16.11.2008 sapand

گران عرفان الله "څپاند" ته په ډیره مینه سلامونه

گران عرفان الله "څپاند" ته په ډیره مینه سلامونه .صحت او سلامتیا مو د ښکلا د سپیڅلي څښتن تعالی څخه غواړم گرانه وروره! کله مې چې دبزرگې څوکې په نامه ستا سې بلوگ ولیده خدای شا هد دی ډېر زیات خوشحاله شوم په ریښتیا هم ډېر په زړه پورې مطالب پکې خپرېږي. زما یو وړاندیزدی هغه دا که دیني مسايلو ته پکې ځای ورکړې او لیکونکي دې ته اړکړې، چې اسلامي او دیني مضامین درته راولېږي او د بلوگ له لارې خپاره شي ترڅو خلک وکولای شي پدې اړه هم مستفید شي؛ ډېره ښه به وي .     &nb

11.02.2008 sapand

سلامونه اونيكې هيلې مې ومنه!

گرانه عرفان الله څپانده! سلامونه اونيكې هيلې مې ومنه!هيله ده چې روغ، جوړ او خوشال يې , ډېر خوشاله شوم چې د بزرگه څوكه په نامه مې ستا ويبلاك وليد. گرانه خداى دې اجر دركړي چې په خپله مورنۍ ژبه (پښتو) دې دا ويبلاگ جوړ كړى دى.په مينهضياءالرحمن ضيا

30.01.2008 sapand

د اختر مبارکي -- الهام

                       .  

19.12.2007 sapand

اختر مو مبارک شه

 

19.12.2007 sapand

هېوادوالو اختر مو مبارک شه!

اختر خو راغى يار مې نشته د خندا ډكه خوله به چا ته وركومه   پېزوانه خانده هوسېږه سبااختردى تا به پاس په شونډو وړينه

19.12.2007 sapand

ګرانه څپانده سلامونه او ښي چارې

ګرانه څپانده سلامونه او ښي چارېستاسي دوېبلاک په لېدو خورا خوښ شوم،په رښتېاهم ستاسي خدمت او چوپړپښتو ادب لره دستاېني وړده٠دلوی څښتن څخه درته دلا زيتو هڅو بريو غوښتونکی يم٠په درنښتعزيزې بابکرخيلاسلام اباد

21.11.2007 sapand

ګرانه زړه ته راتېر څپانده سلامونه

ګرانه زړه ته راتېر څپانده سلامونهخدای پاک دې راته ونازوه. ياره ما خو په يوه ليدنه کې هم ستا د ښکلي بلوګ مبارکي درکړې وه؛ خو ځه بيا به يې دلته درته تازه کړم او يو څو مشورې به هم درنه ځار کړم، هسې خو دې ښه پېژنم چې زړه دې څه درته ووايې، بيا نو ولله که د پلار هم ومنې؛ خو کېدای شي کومه مشوره دې ښه له پامه راشي١_ يو خو داسې کاروکړه، چي داليکنې دومره ډېرې په يو وار بلوګ ته مه ورکوه، سبا به څه درسره نه وي بيا به له نورو سايټونو ليکنې راغلاکوې او خپل بلاګ ته به يې ورکوې، فکر کوم اوس دې هم دا کار

21.11.2007 sapand

ورور جانه بلوګ دې درته مبارک وي

ورور جانه بلوګ دې درته مبارک وي ، ښکلى بلوګ دى ښکلى نوم دى او ښايسته دى ډېر ښايسته . بريالى اوسې ورور دې الهام

20.11.2007 sapand

ګرانه وروره څپانده سلامونه او نیکې هیلې

ګرانه وروره څپانده سلامونه او نیکې هیلې مې ومنه. په دې هیله چې خوښ او خوشاله به يې، اشنا بلوګ مې دې ولېدو خوښ مې شو او که رښتيا درته ووايم دا نوم خو مې بيخي ډېر خوښ شو، الله دې همت درکړي چې تاند او تازه یې وساتې. اشنا خدای دې وکړي چې بزرګه څوکه داسې غني وساتې لکه څنګه چې غني دي. بس د څښتن تعالی څخه دې د کونړ د سيند غوندې څپاند غواړم. مننه

20.11.2007 sapand

گرانه اوزړه ته راتېره څپانده !

په ټول افغان کې مې ستا نوى ويبلاگ (بزرگه څوکه ) وليدخداى شته ډېرخوښ شوم .خداى دې همداسې تاند،څپانداو گړندى لره، خداى دې هغه کسان مختوري ولري، چې تاته د شخصي او يا مطبوعاتي ضديت له امله غاښونه چيچي. الله(ج) دې د ولس او ټولنې خدمت ته نور برياليتوب درپه برخه کړي .گرانه ملي او اسلامي پولوته ډېر درنښت ولره، په کولتوري برخه کې بايد دټولنې حساسيتونه په نظرکې وساتې هسې نه، چې څوک  درباندې بې ځايه تورونه ونه لګوي. په هنري برخه کې هم بايد له ډېرې ځيرکۍ کار واخلې اوس د ويبلاگ له لارې دټولنې او

01.11.2007 sapand

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more