سلامونه هلکه څپانده،
هيله ده چې روغ جوړ به وې، چېرې يې هلکه بيخي درک دې نشته اوس بيخي درګۍ له نه راځې. مانا دا چې پخوا به چې ماښام مهال له ښاره راستون شوې؛ نو هرو مرو به يو وار کلينک ته راغلې بيا به په دې لټه کې وې، چې د خپل کمپ بېنسونه درنه لاړ نشي؛ خو خير ياره پروا نکوي موږ به مجبورا له نورو سره پيار پيل کړو. ته خو له چا سره کلي نه کوې.
ګوره زوروره چرته خو زموږ کلي ته هم راپېښه وکړه.
که چا خبر دې د راتلو زموږ مهلت ته راوړو
لار به جارو کړم ستا لپاره د بڼو په څوکو
نور نو څه درته وکړم. پروا نکوي خدای خو دې يوه شپه داسې وکړي، چې ته ناوخته يوازې کلي ته روان يې او له کوم لوري غله درباندې راشي او خبر يې څه درباندې وکړي؟ او هو مه ورخطا کېږه، تول لاسونه درته پورته کړي تاته خپلې ټوپکې درتسليم کړي او درته ووايي، چې دا دی نوره موږ له غلا کولو توبه واېستله. بس دی کنه ياره له دې نه ښه دعا؟
په لوی او متعال خدای دې سپارم.
ورور دې محمدحنيف حيران