ليکنې
عراقى المنتظرزيدي نړيوال اتل شو
بش، چې په تېرو څو کلونو کښې دنړۍ په بېلابېلو هيوادونو کښې په ځانگړي توگه په افغانستان او عراق کښې څه وکړل، هغه نړيوالو ته دزغملو وړ نه ول، خو په هيچا کښې دا جرات نه و، چې بش ته څه ووايي. بش په نړى کښې په ځانگړي توگه په اسلامي نړۍ کښې يوه ذليله او دروغجنه څېره پېژندل شوې او هر څوک دبش له نامې څخه کرکه څرگندوي.
ددغه غبرگون ښکاره بېلگه دعراق له صدراعظم نوري المالکي سره د بش گډ مطبو عاتي کانفرنس دى، چې په کښې ديو عراقي فرهنگپال ژورنالست منتظر زيدي له لوري دبش هرکلى په بوټانوويشتلو وشو. داد بش له سياسي هڅې سره يو وړ سياسي – فرهنگي غبرگون دى.
اوس دنړۍ په هر گوټ کښې همدغه يوه خبره ده ، چې المنتظر زمونږ اتل دى. دالمنتظر پر دغه وياړ من کار دنړۍ په ټولو مسلمانانو کښې اسلامي جذبه راو پارېده . په ځانگړي توگه په عربي شيخانو کښې، چې په اوږده خوب ويده ول ، را ويښ شول؛ چا دبوټ په سر انعام کيښود او چا دا غږ پورته کړ، چې: زمونږ هيرو(اتل ) المنتظر دى.
دالمنتظر کورنۍ، چې دالمنتظر په دې کاراو کړنه بې حده خوشحاله ده او څرگنده شوې ، چې دالمنتظر دا کار د وياړ وړ؛ دعراقيانو ،عربانو اوټولې نړۍ اتل دى؛ ځکه ، چې په پخواني عراق (بابل) کښې ژورنالست زيدي ر ژورنالستان اتلان کړل، خو د افغانستان په کابل کښې ولسمشر حامد کرزي هغه (( پاى لچان)) کړل.
اوس پوښتنه دا ده ، چې په افغانستان کښې څه وشول ؟ لومړى، خو حامد کرزي د لرغوني تاريخ او لوى افغانستان سپکاوى وکړاو ور سره دا پوښتنه را پورته شوې، چې آيا په افغانستان کښې څوک اتل شو؟ حامد کرزى که بش ؟
د افغانستان خلک او نړيوال ونه پوهېدل ، چې د غازي امان الله خان مډال بش ته حامد کرزي ولې او څنگه پر ټټر وټومبلو؟
آيا دا عقل او ذهن دى، چې دنړۍ بدنامې او دټولو جناياتو عامل ته دغازي امان الله خان پر مډال ورکولو يې ټينگار و زېږولو؟
آيا دا مډا ل ددې لپاره بش ته ورکړ شو، چې هغه افغان او عراقي ولسونه په پوره بۍ رحمۍ ووژل؟
آيا دا مډال دومره خوار شو، چې مونږ پرې سپک وپېژندل شو؟
ولې زمونږ اتل او وتلي شخصيتو نه سپکيږي؟
دغسې کسانو ته د دغسې مډالونو ورکول نه يوازې دمډالونو ارزښت له منځه وړي ، بلکې دهغه شخصيت په نوم، چې مډال نومول شوى، پوره سپکاوى دى.
حامدکرزي ولسمشري او افغانستان نړيوالو ته سپک کړل؛ ځکه، چې ټوله نړۍ دالمنتظر زمونږ اتل دى نارې وهي او دده خواخوږي نه ستايي.
ولې دا کار په افغانستان کښې ونه شو ؟
آيا په افغانانو کښې دا جرات نه و ؟
زمونږ روڼ اندي ولې غلي ناست دي؟ ولې حق ته حق نه وايي؟
آيا دا روڼ اندي شل ، ړانده ، کاڼه او گونگيان دي؟
آيا دوى ليوني دي، چې په څه نه پوهيږي؟
اى پر ډيمو کراسۍ مسخه شويوافغانانو!
تر څو پورې به دبش او دهغه دگوډاگيو چاپلوسي کوئ ؟
نور؛ نو الله تعالى وپېژنئ ،د ډيموکراسۍ او کمو نيستۍ مړي مو تر مخې پراته دي .
اى بې غوره افغانانو! دکافر له دوستۍ لاس واخلئ .
د الله تعالى پر احکامو حکم کول ، له بد عملۍ غوره وگڼئ .
الله تعالى بشريت ته فرمايلي، چې تاسې مه نيسئ کافران خپل وليان ؛ نو تاسې ولې نيولي دي؟
آيا دمرگ سوچ نه لرئ؟ آيا له مرگ وروسته حساب کتاب نه منئ؟
ومنئ ، چې تاسې هم المنتظر ته ورته وسله کارولى شئ .
راځئ يرغلگر ذليل کړو،و يې شرموو او ټول دالمنتظر په وياړ يو وياړ من کار وکړو.
راځئ ځان او وياړمن شخصيتونه وپېژنو او خپل سياسي او فرهنگي ارزښتونه له سپکاوي وژغورو.