گرانه اوزړه ته راتېره څپانده !
خداى دې همداسې تاند،څپانداو گړندى لره، خداى دې هغه کسان مختوري ولري، چې تاته د شخصي او يا مطبوعاتي ضديت له امله غاښونه چيچي. الله(ج) دې د ولس او ټولنې خدمت ته نور برياليتوب درپه برخه کړي .
گرانه ملي او اسلامي پولوته ډېر درنښت ولره، په کولتوري برخه کې بايد دټولنې حساسيتونه په نظرکې وساتې هسې نه، چې څوک درباندې بې ځايه تورونه ونه لګوي. په هنري برخه کې هم بايد له ډېرې ځيرکۍ کار واخلې اوس د ويبلاگ له لارې دټولنې او له نړۍ سره مخامخ يې، ته بايد د خپلې ټولنې رښتينې ستونزې او ورته د حل مناسبې لارې په گوته کړې، چې د اصلاح او سمونې لپاره يې جدي اقدامات وشي .
ستا د برياو په لوړه هيله
فضل قادر انډيوال
د ايس سي پي ار ډي (scprd)ويب پاڼې
او دخبرونه ورځپاڼې خبريال
پېښور
په درنښت