شپه ترنیمايي ښه تېره وه چې ((ټک...ټک..ټک...))دسرای وروټکول شو.دې کار ښځه نېغه په ځای کې راکښېنوله وارخطا یې څنګ ته پروت سړی وڅانډه :
- پاڅه...هله پاڅه چې ورټکېږي .
سړی خوبولی له ځان سره وګوڼېدپه بل اړخ شو.خوښځې لا په زوره پسې وڅانډه:
- ژرشه چې ورټکېږي.
اوژړغونې یې پرې ورزیاته کړه:
- وۍ خدایه بربادشوم.
دې خبرې یې سړی هم جست په ځای کې راکښېناوه.ټکان خوړلي یې وویل :
- (ور!)ټکېږي؟...څوک؟
ښځې هماغسي ژړغوني ورجوخته کړه:
- بل به نوڅوک وي...مېړه مې دی.
اوبیاخدای ته په زاریوشوه:((وۍ خدایه توبه...وۍ خدایه کوربان دې شم...وۍ خدایه ته مې پرده وکه...))په همدې ترڅ کې وربیاوټکول شو.ښځې لاوارخطاسړي ته کړه:
- هله کالي واغونده چې تباه شوو...وۍ ،وۍ...وۍ خدایه اوس به څه کوو...ولاسرخومې راپرې کي.
اوپړنګ په ژړاشوه.سړي له ورایه په رېږدېدونکیولاسونوخواکې پروت کمیس- پرتوګ راواخیستل.په داسې حال کې چې په بیړه یې اغوستل وچ حلق یې وویل:
- تاخوویل چې سباماښام راځي؟
ښځې چې اوس نورې جامې اغوستې وې ژرژردسروېښته سره سم کړل،دټیکري له پرسرکولوسره یې سرګردانه ورغبرګه کړه:
- ماته یې هم دغسي ویلي وه،خواوس...
اوبې له دې چې خپله خبره پای ته ورسوي له ژړاسونګېدونکې پاڅېده.سړی هم پاڅېد.دغسي لالهانده په ښځې پسې دکوټې وره ته ورغی.هلته یې غوښتل چې څنګ ته پراته بوټونه په پښوکړي خوښځې پرې وربړچ وهل :
- نه نه .دغسي یې په لاس کې درسره راواخله .
اوپه ګړندیوګامونوله کوټې ووته.سړي څه ونه ویل،چوپه خوله یې بوټونه راواخیستل لوڅې پښې په ښځې پسې رهي شو.چې سرای ته راووتل حیران ښځې ته وپسنېده:
- اواوس ؟
ښځې هم په پسنهاري ورغبرګه کړه:
- زه اوس دسرای وره ته ځم،ته هلته ...هاغه دوره څنګ ته په کونج کې پټ شه،چې ورمې خلاص کړ...اودواړه کاله ته ننوتو،ته هم غلی له کاله ووځه،ښه؟...پام چې ډېرکړپ وکړوپ ونه کې..پوه شوې؟
داوخت دسرای ورددرېم ځل لپاره لاپه زوره وټکول شو.ښځې په زاریووویل:
- وه خدایه ،ته مې په لوري شې.
اوبې له دې چې دورپسې روان سړي ځواب ته ماتل شي دسرای وره ته ورغله.چې ورورسېده ورو یې وویل:
- څوک یې؟
له هغې خوادیوه نارینه بړزن ږغ اوچت شو:
- زه یم...دروازه خلاصه که.
ښځې دخپل مېړه ږغ وپېژانده ویې ویل:
- دغه دی دستي.
خودوره له خلاصولومخکې یې په هاغه بل سړي پسې وروکتل چې دسرای دوره خواکې په ورښودلي ګوټ کې پټ و.سړی له دې ځایه هیڅ نه مالومېده.ښځې لاړې تېرې کړې،یوځل بیا یې له خدایه خیروغوښت وریې پرانیست.دوره شاته یې غټ چارشانه مېړه ولاړ و.سړی په قارمالومېده.سرای ته له ورننوتوسره یې واردواره په اعتراض وویل:
- دادروازه ولې نه خلاصه یې؟
ښځې په عذرناکه لهجه ورعبرګه کړه :
- ویده وم.زه څه خبره وم چې په دې نیمه شپه کې راځې...زاره دې راوچوده.
مېړه یې هماغسي په اعتراض خبره تکرارکړه:
- ویده وم...هه
اوپه غټوګامونویې د دوی دکوټولارپه مخ کې واچوله.ښځې یې څوګامه وروسته ترشا ورپسې وویل:
- خیرخو و؟...تاویلې سبا ماښام راځې؟
مېړه یې لنډ وویل:
- کارونه وختي خلاص شول.
اودخوب کوټې ته ننوت.دې هم نورڅه ونه ویل،هماغسي چورتي اوځوړندسرکوټې ته پسې ننوته
                                                           »»»»»»»»»»»»

دلته په سرای کې پټ سړی څوشېبې نورهم ماتل شو.چې ښه کوټې ته دهغوی له ننوتوډاډه شوغلی له خپل پټنځایه راووت.دګوتوپه سردسرای وره ته ورغی،په احتیاط یې خلاص کړ،بې ږغ و ږوغه دغسي بوټونه په لاس له کاله ووت.بیا یې ورپه هماغه احتیاط په ځان پسې پورې کړ،په داسې حال کې چې بوټونه یې په پښوکول شاوخوایې له نظره تېرکړل.لنډه وړه کوڅه تشه توره وه.سړي ژربوټونه په پښوکړل.وروسته له هغه پاڅېداولکه له کومې بلاچې تښتي په بیړه یې له کوڅې دوتولارپه مخ کې واچوله.دکوڅې مخته تېرشوي پراخ سړک ته له وررسېدوسره یې ایله په ارامه ساه وکښه.هرڅه په خیرتېرشوي وو.نورکوم خطرنه و ورته مخامخ.په ښکاره خوښۍ یې له ځان سره وویل : ((خدای پاک پزل راباندې وکړ...بس بلا وه برکت یې نه و))اوهماغسي په ګړندیوګامونوښي لاس ته دخپل کاله پرلوررهي شو.

سړک هم دکوڅې غوندي له خلکوتش و.مازي هرڅوګامه وړاندې څراغونویې دکوڅې غوندې په تیاره کې نه و ډوب کړی. سړي غاړه تازه کړه.حلق یې اوس هم وچ و.ورویې ژبه پر شونډوراتېره کړه ،دغسي په تلوتلوکې چورتونویوووړ...

داڅه باندې یوکال یې له ښځې سره تاراچولی و.هغه ورځ یې دهمدانن غوندې رڼه په یادوه.ماسپښین قضامهال دخپلې کباړۍ په دوکان کې ناست و.خلق یې یوڅه ورته تنګ غوندې و.دغه ورځ یې دکاروبار چندان مزه نه وه.دغسي لټ پرخپل ځای ناست یې شاوخواځوړندوجاموته سترګې نیولې وې چې ښځه په دوکان راننوته.ده ته یې لنډ سلام ورواچاوه مخامخ دښځینه جاموبرخې ته ورغله .ده دسلام ځواب ورکړ،پاڅېد ورو ورو پسې ورغی.دښځینه جاموبرخې ته چې ورورسېدیو دوه ګامه ترې رالېرې غلی پرخپل ځای ودرېد.ښځې بوغره(بوقره)له مخې بېرته کړې وه،بېغمه یې له جاموپه زیچ ډک دو -کان کې دخپلې خوښې جامې لټولې.چې ده ته یې پام شو،شرمیندوکي یې ورته وموسل بېرته دجاموپه سره اړولورا اړولو لګیاشوه،خومخ یې ترې پټ نه کړ.ده مهربانه وویل:
-په څه شي پسې ګرځې خورې؟...څه کومک درسره کولی شم؟
ښځې په موسکا ورغبرګه کړه:
- نه وروره،خیریوسې.خپله یې پیداکوم.
اوځان یې بېرته په خپله لټه ترې مشغول کړ.ده هم نورڅه ونه ویل،هماغسي پرخپل ځای ولاړ یې ښځه ترسترګولاندې څارله .ښایستوکې ښځه وه.نه ډېره چاغه نه ډېره ډنګره.ونه یې هم نه ډېره ټیټه وه نه ډېره لوړه .په غنم رنګه ګردي وزمه مخ کې یې ښایسته غومبوري سوربخونه سینګارکړي وو.که یې تندی یوڅه ووړاوتېره زنه لږلنډه نه وای ضروربه تردې لاډېره ښه اېسېدلای،خوغټوتوروسترګویې داکمی بېرته پوره کاوه.اوډکوسروکړوشونډوخویې خپل خاص اثرلاره.په تېره بیادې شرمیندوکي په څنګ ورکتلواوحیاناکه نرم موسېدلویې یومخ لاړې په خوله کې وروچولې.ښځې ښایسته ډېرې جامې سره لاندې باندې کړې .چې کومه یوه به ښه ورته واېسېده له کوټ بنده به یې راخلاصه کړه ،مخامخ قدنمایه هیندارې ته به ورغله .هلته به یې هغه په خپلوجاموسربېره په دواړولاسوله ټټره رالاندې پرځان وځړوله،لومړی به یې مخامخ په هینداره کې ځان پکې وکوت،بیابه هماغسي هیندارې ته ورکتونکې یووار یوه اړخ بیا بل اړخ ته ورسره پکې تاو شوه ،چې ښه به یې څوڅوځله داکارتکرار کړبیابه یې څوک بېرته په کوټ بندکې پرخپل ځای وځړول اوڅوک و څوک به یې دغسي په خپل لاس کې ورسره واخیستل.
سړي ،چې اوس بېرته خپل پخواني ځای ته راغلی و،له همدې ځایه یې هماغسي په ځیردښځې څارل جاري وساتل.هم له دې امله چې هسي نه چې کوم شی ترې غلا کړي اوهم له دې امله چې دښځې له دې کاره یې یوډول خوند اخیست په تېره بیا چې دا تمه هم ورکې پخېده چې ښځه ښايي ډېره سودا ترې وکړي.خوښځې په پای کې مازي یوه ژېړه ګلداره لمن خوښه کړه.چې ده یې بیه ورته ویلې وه ښڅې په تعجب وروځې کش کړې وې په یوه دومره ټیټه بیه یې ترې غوښتې وه چې ده په هیڅ ډول زړه نه شو ورته ښه کولای .په دې ډول د دوی ترمنځ چنې پیل شوې وې .اوپه همدې چنوچنوکې ښځې هم ښایسته ډېرځلې سترګې ورسره جنګولې وې ، هم یې ټوکې اوهم یې یوډول نازونه پرې کړي وو.ده هم دښځې دې کارته مانجه ورکړې وه.هم یې ټوکې اوخنداوې ورسره کړې وې ،هم یې څوڅوځله سترګې ورسره خوږې کړې وې.اوچې دښځې غبرګون لازړورکړنوله تموپه ډکوسترګویې ورکتلي وو ماناداره یې ورته ویلي وو:
- ښه نوچې زه دالمن په دومره تیټه بیه درکم،ته به ماته چی شی راکې؟
ښځې په مکیزورته خندلي وو، ورغبرګه کړې یې وه:
- زه ؟... زه به دې هم ښه ونازوم.
چې ده پوښتلي وو:
- په چي شي؟
ښځې په هماغه اندازورجوحته کړې وه:
- په یوه ښه غوړه ښوروا.
ده حیران تکرارکړي وو:
- ښوروا ؟
- هو.یوه ښه خوندوره ښوروابه درباندې وخورم.څنګه ؟
- څه وخت؟
- دغه نن ماښام.
- نن ماښام؟
-هو،نن ماښام...ولې؟
- هیڅ،مازي مې ویل چې چېرې؟
- څنګه چېرې؟... زموږکره.
اوچې ده په تعجب ویلي وو:
- ستاسي کره؟...نوستاکورنۍ اومېړه؟
ښځې په کټکي خندلي وو،ډاډینه یې ورکړې وه:
- بېغمه راځه.په کورکې مې بل څوک نشته...مېړه مې لېرې په سفرتللی .
وروسته له دې یې سړي ته خپله پته ورکړې وه،له ژېړې ګلدارې لمنې سره یې له دوکانه وتلې وه.دی هم هماغه ماښام دښځې کره ورغی .اوهلته نوبیاخبریوازې دښورواپه خوړلونه وه تمامه شوې.

له دغې ورځې راوروسته دامامله همداسې روانه وه.هروخت چې به دښځې مېړه کومې خواته لاړښځه به دده دوکان ته ورغله شپې ته به یې خپل کاله ته وروغوښت.ده به هم په کورکې خپلې ښځې ته هماغه هروختنۍ بانه تکرارکړه،ورته وبه یې ویل چې نن ماښام بیاله خپلوانډیوالانوسره بنډارکوي،اوبیا به نوله شوق اوخوښیه په ډک زړه دښځې کره ورغی.
د ده مېرمنې په اول سر کې لا دومره اعتراض ونه کړ.خوچې ده ورو ورو درسته شپه دباندې پاتې کېدل پیل کړه هغه هم ورو ورو ورته په سونګېدوشوه.کله به یې ویل چې دشپې یوازې په کور کې ډارېږی،کله به یې ویل چې داڅنګه بنډارونه دي چې ټوله شپه روان وي ؟.چې دی بیا هم رالارې ته نه شو،هغې هم خپلواعتراضونوته زورورکړ.یودوه ځله خویې سم دم ورسره وخوړل.خوده هرځل داسې په قارپرې وربړچ وهلي ووچې له هغې څخه یې یومخ لار و ګودر ورک کړي وو.سره له دې یې ښځه بیا هم نه وه ورسره راضي،په یونه یوډول یې بیاهم خپل ټونګ ده ته وررساوه.خوله دې څومیاشتوراهیسې یې ښځې هم زیاتي لاس په خوله کېښود، اوداهمداسې ښه وه . ځکه په دې ډول اوس هرڅه له خوښې سره سم روان وو.خونن؟...

نن نیژدې هرڅه وران شوي وو.نیژدې په لویه بلا اوښتی و.دې فکریې همدااوس هم هډونه ورورېږدول.نارامه یې پزه وسغوله له ځان سره یې وویل:((خدای پرده راکړه.))اوپه همدې چورتونوکې ډوب خپلې کوڅې ته ننوت.په کوڅه کې چوپه چوپتیاوه.له لرې یې ددوی دسرای ددېواله خواکې ولاړې ونې ته وروکتل.دشپې په دې تپه تیاره کې ډاروونکې مالومېده .سړي غاړه تازه کړه،پرمځکه دخراشکي له توکولووروسته مخامخ پرکوروررهي شو.چې ورورسېد ورویې دسرای وروجړباوه.ورله دننې تړلی و.سړی بېرته له وره راپه شاشو.ځوړندسریې پرمځکه دیوې ډبرې دلټولوهڅه وکړه چې ورپرې وټکوي.خولایې ډبره نه وه موندلې چې بېرته له خپل فکره واوښت.نېغ پرخپل ځای ودرېد،ددېواله خواکې ولاړې ونې ته یې وکتل،له ځان سره یې وویل :((ښه به داوي چې په همدې ونې سرای ته ورواوړم...په دې نیمه شپه کې د وره ټکول ؟ .نه ... بتره به مې ټول ګاونډیان راویښ کړي وي))اوهمداسې یې هم وکړل.ونې ته ورغی،پاس یې یوه څانګه ټینګه ونیوله او((هن...))دپیشوپه چټکۍ ونې ته وروخوت.هلته یې دغلوغوندې شاوخواوڅارل.اوس هم هرلورچوپه چوپتیاوه. چې زړه یې له دې امله ډاډه شو،په احتیاط لومړی له ونې څخه دسرای دېوال ،اوبیا په سرای کې غټې برنډې ته ورکښته شو.سرای ته له ورکوزېدوسره یې په ارامه ساه وکښه.ورو یې جامې اولاسونه سره ټک وهل،شاوخوایې له نظره تېرکړل.په سرای کې اوس هم کراره کراري وه.هماغسي په احتیاط دخپلوکوټوپرلور رهي شو،خولادخوب کوټې ته نه و رسېدلی چې دکوټې له دننې یې دخپلې ښخې ږغ واورېد.سړی لږحیران غوندې شو.په تعجب یې له ځان سره وویل:((تراوسه لا ویښه ده؟...په دې نیمه شپه کې ؟)).لاپه همدې چورت کې و چې ناببره یې دیوه نارینه ږغ هم ترغوږشو.له دې سره یې ځان یودم تودشو.په داسۍ تاویې وینوسراومخ ته ورپش وهل چې ده ویل اوس به یې دسراومخ پوټکی وچوي.څوشېبې دغسي وچ کرخت پرخپل ځای مېخ پاتې شو.هیڅ یې پرخپلوغوږونوباورنه راته.دده ښځه؟...له یوبل نارینه سره؟...دخوب په کوټه کې؟...خونه.ګومان یې نه و غلط .دغه اوس یې ددواړوپه کټکي خندالاپسې واورېده.زیاتي نودی هم دغضب سورغونډاری و.له قاره یومخ پړکېدو -نکی په بیړه دمېلمنوکوټې ته ورغی.له هغې خواتومانچه په لاس بېرته راووت،بیاهماغسي ګړندی دخوب کوټې ته ورغی،په تاودوره له پرانستلوسره یې چیغه کړه:
- لونډه بازې!
اوڅویې ښځې ځان خوځاوه((ټک!...ټک!...ټک!...))دتومانچې په ډزویې کرخته پرځای وغځوله.بیایې دهغې څنګ ته پروت سړی په نښه کړ.غوښتل یې دتومانچې په جاغورکې پاتې ګولۍ پرهغه ورتشې کړي.خوهغه وارترې دمخه کړ.ورټوپ یې کړل،په داسې تاویې په داخېټه کې په سروواهه چې (درب)شاپه تخته یې وغورځاوه.له دې سره یې تومانچه له لاسه ایسته ګوزارشوه.سریې هم داسې ټینګ په دېوال ولګېدچې څوشېبې یې ټوله دنیاسترګوته تپه تیاره شوه.اوچې څوده ځان بېرته سره راسماوه سړي خپلې جامې ورسره واخیستې لوڅې پښې یې سرای ته منډې کړې.ده هم تومانچه په لاس پسې منډې کړې .خوچې سرای ته راووت سړی ان دوره خولې ته رسېدلی و.ده له همدې ځایه پرې ورچیغه کړه:
- ودرېږه دخنځیربچیه!
او((ټک!))دتومانچې ډزیې پرې وکړ.خوداوخت نوسړی دوخته کوڅې ته وتلی و.دی هم کوڅې ته پسې ووت،خوهلته یې له تپې تیارې پرته هیڅ شی ونه لیدل.په همدې وخت کې یې ګاونډیان هم کوڅې ته راووتل.ټول وارخطاترې راتاوشول په ګډه یې وپوښتل :
- څه پېښه ده ؟غله ووکه څه بلا،دتومانچې ډزې موواورېدې.
ده لکه له ځان سره چې ږغېږی وویل :
- نه ،غله نه وو.
خومخکې له دې چې ګاونډي یې څه ووایي قارجن یې پرې ورزیاته کړه:
- ګیرمې کړه...لونډه بازه...له لونډه سره.
اودغسي منګ پکرله هېښ پېښ پاتې ګاونډیوسره کاله ته ننوت.دخوب کوټې ته چې ورغلل دهغوی سترګې هم له حیرته غټې راووتې.دده لوڅه لپړه ښځه په وینولژنده مخامخ ورته پرته وه.یوګاونډی وروړاندې شو،ژریې بړستن پرښځې ورواچوله بیایې له ده څخه وپوښتل:
- چېرې دی سړی؟
- وتښتېد،دخنځیربچی.
ګاونډي بیاپسې وپوښتل:
- ودې نه پېژانده،چې څوک و؟
ده دسرپه څنډلوورته (نه)کړه،په ګوټ کې پرتوبوټونوته یې اشاره وکړه:
- دایې بوټونه دي.
ټولوپه ځیربوټونوته وکتل خوهیچاڅه ونه ویل. لکه هیچاچې یې خاوندنه وي پېژندلی .بیاټول ښځې ته بدبدورکتونکي څوشېبې چوپ پاتې شول.ټول هک حیران وو.لکه دهرچاچې خبر په ستوني کې نښتې وي.په همدې شېبه کې یې دښي اړخ ګاونډ وروړاندې شو،لاس یې دده پراوږه کېښودپه داسې حال کې چې نرمه یې هغه کښېښودله ،له ستاینې په ډکه لهجه یې وویل :
- شابس دنربچیه...په دې توره دې هم مسلماني وګټله ،هم افغانیت.
ده لنډورته وموسل څه یې ونه ویل.خوپه ذهن کې یې اوس هم دشپې پېښې سترګوته دې خوا اې خواکېدې .