بيرې ماشومان ډېرې په شوق خوري ـ د بېرې ونه اوبه ډېرې نه وغواړي، نو دا په ګرمه او خشکه علاقه کې زياتې کېږي ـ غريزه علاقه کې بېره ډېره کثيره او دا به د ښارونو بازارونو ته په خرونو بار راوړل شوه ـ
کله چې بېره بازار ته راغله او خرڅه شوه، نو دې د يوې ميوې شکل اختيار کړو او چې د تجارت وسيله شوه، نو په دې محنت هم شورو شو او ددې خصمانې ته هم پام اوکړ شو، ځنګلي بېرو او باغي بېرو کې فرق راپيدا شو او په دې کې قسمونه راپيدا شو او بېره او بېر نه سوه بېره شوه دا هغه طبي خاصيتونه لري چې په سيوکې دي ـ
 د بېرې اصل وطن چين د ـ  دې دپاره دې ته د چين کجوره هم ويلى شي ـ
د قران په اصطلاح کې بېرې ته سدر او سدره وايي ـ
احاديثو کې بېرې ته د جنت ونه ويلې شوې ده او د دې ميوې دوه اوويا رنګونه او ذايقې بيان شوېدي ـ
د بېرې  د اونې سورى ګور ميوه يې مزيداره او خوشبو يې ښکلې ده ـ
وايي چې ادم(ع) زمکې ته راغى، نو کومه ړومبۍ ميوه چې ده او خوړه هغه بېره وه ـ
د بېرو د رس نه شربت جوړولى شي ـ دا شربت تنده ماتوي ، تسکين ورکوي او ويره لرې کوي ـ
کوم ماشومان چې د شپې په خوب کې وېرېږي هغوى ته که د بېرې دا شربت ورکړى شي، نو تکليف بهيئې لرې شي ـ
کوم ماشومان چې بېرې خوري ، د هغوى ګيډه کې چينجي نه کېږي ـ
د بېرې خوراک سره د توري پړسوب هم ښه کېږي ـ
بېره معدې ته تقويت ورکوي، نو د دستونو د مخنيوي دپاره ډېرې سودمنې دي ـ بېرې جراثم کش دي هم دا وجه ده چې د معدې د جراثمي امراضو دپاره دا يو شافي علاج دى ـ
صفراوي دستونه د دې په وجه بندېږي ـ
د قولمو نه سوزش او خراش او سوى لرې کوي ـ
ډيپرشن ختموي ، طبيعت کې فرحت پيدا کوي اى لوږه زياتوي ـ
دا موجوده دوره د شيمپو دور دى، خو کوم صفت چې خداى پاک د بېرو په پاڼو کې اېښودى دى دا په شيمپو کې نشته ـ
د بېرو پانړې او ريټې چې اويشولى شي او دې سره سر اوينځلې شي، نو وېښته لوى ،نرم او چمکدار شي، د سرنه خشکي لرې کړي ـ وېښتو کې چې څومره جراثيم وي هغه مړه شي دا يو داسې شيپمو ده چې ثاني نه لري ـ
بېره د دستونو بندولو لپاره ډېره سودمنه ده ـ دستونه بندوي خو قبض نه پيدا کوي ـ
بېره که له ډوډى نه مخکې اوخوړى شي، نو لوږه زياتوي تنده ماتوي ـ بېره چې د هډوکي نه بغير اوچه کړى شي او بيا دغه اوړه کړى شي، نو دا د قولمو د رخمونو دپاره شافي علاج دى ، وينه بندوي ـ
چې د ماشومانو تنده نه ماتېږي او د کم عمرۍ لکه بله بېرې نشي خوړى، نو وچې بېرې اوبو کې خېشتې کړئ او يو څو ګنټې پس دغه اوبه ماشوم ته په قاشوغه ورکړئ ،د ده تنده به ماته شي ـ
بېرې مقوي معده، مقوي اعصاب دي او قوت باه پيدا کوي ـ
چې خله پخه شي او ژبه پولۍ شي، نو د کيکر او د بېرې د ونې د پوستکي د جوشاندې په غړغړو سره سمدستي ارام راځي ـ
چې د بېرې د وني  پاڼې وټکولى شي، نو دا وېښته رازرغونوي ـ
د بېرې د جړو جوشانده صفراوي تبه لرې کوي ـ
بېره وينه صفا کوي ـ
د دمې مريض که د بېرو پاڼې او مالګه وجويي نو فايده به ورکړي ـ
د بېرو هډوکي د هډوکو جوړ کې لاس امداد کوي ـ
د بېرو اونې جرړې له چې جوش ورکړى شي او بيا دغه جوشانده کې شات واچولى شي، نو بدن له نوى توان طاقت ورکوي ـ د معدې او قولمو نه راوتونکې وينه بندوي ـ
بېره د معدې او قولمو د السر لپاره شافي علاج دى ـ
بېره پخپله ډېر ساعت پس هضمېږي ، خود بل شي په هضم کې خپل کردار ادا کوي ـ
صفرا او د وينې جوش کموي او تنده ماتوي ـ
د بېرې د اونې بوره د وينې بندولولپاره شافي علاج دى.
د ځګرسدې پرانځي ـ
د ګيډې چينجي وژني ـ
ددې دپاڼو جوشانده باندې سر وينځولو سره وېښته مضبوطېږي او ويښته غورځېدل ختمېږي ـ
د دې مزاج ګرم دۍ او ګرم مزاج ته فايده رسوي ـ
د دې پاڼو لګولو سره د ورم پړسوب لرې کېږي ـ
د پيچش او مروړ لپاره د بېرې جرړې لس ګرامه، تور مرچ اووه دانې چې اوبو کې جوشانده جوړه کړى شي، نو ورځ کې درې ځله استعمال سره فايده ورکوي ـ