ستا خبرې دې خوږې غبرګې سندرې
يا رنګينې د طاوس زرې وزرې

 خوار زړګی مې لکه مار اوده کې واخلي
چف کوې را باندې زر رنګه منترې

دا مين زړه مې د څه په بدل اخلې ؟
راته وايه ای د زړونو سوداګرې

له زړه غوټو مې د شعر غمي جوړ کړه
کينه زړه کې مې د شعر جادوګرې

خدای دې ټينګ کړه دې يرغل ته ای زړګيه
يار لري سترګو کې بې دريغه لښکرې

د سيلاب غوندې مستي لرې په زړه کې
نړوې مې د زړګي هسکې کمرې

يوماشوم درد مې ويده د زړه زانګو کې
چې راويښ شي رانه غواړي ستا خبرې

يوې ښکلې په سينه تور (لونګ ) لوټ کړ
زړه تر ې  يووړ له ځيګره زورورې

٢٠٠٦ / ٩ / ١٣