درې سلگۍ
هغه وخت يوه نرۍ غوندې قحتي راغلې وه، هر څوك د اوړو په لټه كې و؛ يو وريجې ډېرې وې.
كله كله به زمونږ كلي ته يو موټر اوړه راغلل، خو هغه به يې هم يوه بوجۍ په څو كسو خرڅوله؛ ځكه چې كه يې روغه بوجۍ په يو كس خرڅوله؛ نو په كلي كې به لس شلو ته ورسېدل او نور دوه درې سوه كورونه به پاتې وه؛ نو د كوكۍ بابا هم د كلي له ملك حاجي جبار سره ويلي وه؛ چې له لمانځه وروسته به دواړه چېرته په اوړو پسې ځو او كورته به لږ اوړه راوړو.
پدې ورځ زمونږ په كلي كې د ملك نور افضل ختم و د كوكۍ بابا هم پدې هيله، چې نن به له وريجو سره څه ډوډۍ او غوښه وخورم، راغى.
چا ډوډۍ خوړلې وه، څوك ناست وه او چا انتظار كاوه. د كوكۍ بابا له سوچه، پاكو او سپينو اغوستو جامو سره ډوډۍ ته كېناست.
ملك نور افضل گرم،گرم تاوېدو را تاوېدو، كله به د پخلي ځاى ته لاړو او كله به مېلمنو ته راغى ملك نور افضل د پخلي ځاى له نظره تېر كړ د مېلمنو په لوري را روان و، چې د قاضي نيك محمد زوى قادر په منډه د ملك نور افضل په لور منډې را وهلې كله يې چې ملك نور افضل وليد په ډېره وارخطايۍ يې پرې غږ كړ:
- هله ملكه د كوكۍ بابا مړ شو.
ملك نور افضل په وارخطايۍ ترې وپوښتل:
- ولې، ولې څه پرې وشول؟
قادر ورته وويل:
- شابه زر كوه كپه يې نښتې.
ملك لكه د دوه پښو پر ځاى يې چې د نورو دوه پښو ځواک هم پيدا كړى وي د حجرې په لور په قادر پسې په گوډه پښه وځغاستل.
ملك چې حجرې ته ننوت د كوكۍ د بابا په لور يې ورمنډې كړې. په كوټه كې چا د كوكۍ د بابا په خوله كې اوبه وراړولې، چا پرې نور څه كول او چا د پېښې له ځاى څخه ځان لرې كاوه.
خلكو له يو بل څخه پوښتل او همدا يوه پوښتنه يې كوله چې دا ولې څخه يې ونښتل؟؟
چا به ويل چې هډوكى يې ونښتو او چا به ويل چې غټه كپه يې وكړه، چا به ويل چې د غوښې كتره يې ونښته.
داسې ښكارېده چې د كوكۍ بابا نور له دې خلكو مرور وي، نور دا خلك دلته پرېږدي او دا ترې خپله يواځې کډه باروي.
خلكو يو خوا بلخوا منډې پيل كړې، چا په ډاكټر پسې منډې وهلې، چا د كوكۍ په پلارپسې، خو د كوكۍ بابا داسې ښكارېدو چې هېچا ته يې اړتيا نه وه او ځان يې عزراييل ته تسليماوه.
د كوكۍ بابا درې سلگۍ ووهلې او له هرې سلگۍ سره يې په خوله كې وينه ښكاره كېده. له سلگيو وروسته د كوكۍ بابا له نړۍ سره خداى پاماني په داسې حال كې وكړه، چې د جمعې د لمونځ او د اوړو د راوړلو ارمان يې په زړه پاتې شو.