ته په ديدن د اشنا موړ نه شولې
د شاعر زړه يې ځكه زوړ نه شولې
چې ځان ځاني دې په كور ننوته
پښتونه بيا ته چېرې كروړ نه شولې
زما د زړه په دې سړو اسوېلو
د باړې تود باده ته سوړ نه شولې
(مالك) كه هر څو په تا توى كړې اوښكې
زخمي احساسه! خو ته جوړ نه شولې
01.11.2007
- sapand
هاغه ورځ له ځان سره په زړه كى پسيده پټهخداى خبر چې بيا لېونۍ چېرته رانه تله پټهزړه دې راته مات كړ، ځواني مرګه دادې څه اوويكوم ګودر كې وايه هغه پېغله ژړېده پټه خداى شته چې مې زړه له دې نغمې سره په كډه شودا دكوم تنكي په خوله شپېلۍ نن غږېده پټهځه چې سيل لپاره اشنا لاړ د مېملې باغ ته شوڅري مې په زړه كې دمېملې د باغ رمه پټهنشته هاغه شور يې نن خپلوانه چې داڅه چل دىاوس دكونړ سيند ګوره هيڅ نه وهي چپه پټه...
01.11.2007
- sapand
دومره كمزورى شوى و چې په لاره به روان و لكه په ژمي كې د توت پاڼه داسې به رپېدو. په لمونځ كې ښه كلك و، پينځه وخته لمونځ يې په جمعه كولو، په كومه ورځ يې چې له نړۍ نه سترگې پټولې او نور له كوره او له ټولو انسانانو د قبر په لور تلو؛ نو په كور كې يې انږور ته ويلي وه، چې ما ته پاكې جامې را واخله چې د جمعې لمونځ ته ځم او يوه بوجۍ هم راته را واخله چې اوړه په كې راوړم. هغه وخت يوه نرۍ غوندې قحتي راغلې وه، هر څوك د اوړو په لټه كې و؛ يو وريجې ډېرې وې. كله كله به زمونږ كلي ته يو موټر اوړه راغلل...