شعرونه
پټه
خداى خبر چې بيا لېونۍ چېرته رانه تله پټه
زړه دې راته مات كړ، ځواني مرګه دادې څه اووي
كوم ګودر كې وايه هغه پېغله ژړېده پټه
خداى شته چې مې زړه له دې نغمې سره په كډه شو
دا دكوم تنكي په خوله شپېلۍ نن غږېده پټه
ځه چې سيل لپاره اشنا لاړ د مېملې باغ ته شو
څري مې په زړه كې دمېملې د باغ رمه پټه
نشته هاغه شور يې نن خپلوانه چې داڅه چل دى
اوس دكونړ سيند ګوره هيڅ نه وهي چپه پټه