څرنګه چې زمونږ په افغانی ټولنه کې پر ښځو باندې رنګارنګ ظلمونه کیږي او بیا دغه ظلمونو ته د غیرت نوم ورکول کیږی او د اسلام مقدس دین ته يې نسبت کیږی چې دا یوه بله عظیمه ګناه ده چې یو عمل په اسلام کې نه وی او څوک يې اسلام ته نسبت وکړی، نو ددې لپاره چې مسلمانان دغه ظلمونه وپیژني اوله هغې څخه ځان وساتی زه غواړم دلته دغه ظلمونه او د هغې د حراموالي او قباحت دلايل د قران او سنت څخه ذکر کړ م چې هغه په لاندې ډول دی :
۱- د انجلۍ پر زيږيدنې غم او غوسه کول:
زمونږ په ټولنه کې یو غیر اسلامي او غیر انسانی عادت دی چې کله د یو چا کره لور وشی نو هغه ډیر زیات خفه او په غصه شی حتی چې بعضې نارینه د انجلۍ مور ته بدر رد شروع کړی او دکور څخه وځی او د الله تعالی په اقدارو اعتراض کوی نو دغه مذکوره کارونه غیر شرعي او حرام او ناروا او لویه ګناه دی الله تعالی ددغه ډول کړووړو سخت تقبیح کړیدی او دایی د کافرانو کار ګڼلی دی لکه چې فرمایي :
(( و اذا بشر احدهم بالانثی ظل وجهه مسودا وهو کظيم يتواری من القوم من سوء ما بشر به ايمسکه علی هون ام يدسه فی التراب الاساء ما يحکمون ))
((سورة نحل ایت ۵۸-۵۹))
ژباړه : او کله چې خبر ورکړی شی یو تن ددغود کفارو څخه په پیدا کیدو د لور سره نو ټوله ورځ دده مخ له غمه تور وګرځی حال دا چې دی له قهره ډک وی ( خپلې ښځې ته چې لور دی ولې راوړه؟)
له خپله قومه پټ ګرځی له سببه د ناخوښې د هغه شی څخه چې ده ته په هغه سره خبر ورکړی شوی دی او د حیرانتیا په حال کې د ځانه سره وایی چې ایا د سپکوالی سره دغه لور وساتی او که په خاورو کې يې ژوندی ښخه کړی.
نو ددغه آیت کریمه څڅه معلومه شوه چې کافران به د لورګانو په زیږیدنې باندې خفه کیدل او هغه به يې ځانته یو پیغور او عیب ګڼل او داسې کارونه مسلمان نه کوی خو متاسفانه چې په دغه وخت کې زیات مسلمانان د کافرانو دغه عمل ترسره کوی او دا معلومه خبره ده چې څوک د کافرانو غوندې عمل کوی نو د هغوى غوندې به د دوزخ په اور کې سوځیږی.
بلکې رسول الله صلی الله علیه و سلم امر کړیدی خپل امت ته چې تاسو دا نجلی د زیږیدنې په شکرانګی کې یو ګډ حلال کړی لکه چې فرمایي : ( عن الجاريه شاة))
((ابو داود نسایی ترمذی مشکا‎‎‎ة صفحه ۳۶۲))
ژباړه : د انجلۍ په عقیقه کې یو ګډ حلال کړی .
یعنې ګډ حلال کړی ا د هغه غوښه په خپلوانو او ګاونډیانو او دوستانو تقسیم کړی.لکن د تاسف خبره داده چې زمونږ په ټولنه کې کله د چا کره هلک پیدا شی نو هوایی ډزی میلمستیاګانې خوشحالیانې او مبارکیانی د حد نه زیات ترسره کیږي خو د انجلۍ د ږیږیدنی په صورت کې بیا دا یو هم نه کیږي بلکې غصه او غم د ټولو په مخونو باندې ښکاره کیږي چې دغه کار یو ناروا او غیر انسانی او غیر اسلامي کار دی.
۲- ښځو ته په ميراث کې حق نه ورکول:
زمونږ په ټولنه کې یو بل ظلم پر ښځو باندې دا دی چې بعضې زنانه د میراث د حق نه محرومولی شی خاصکر خویندی بلکې په ډیرو کورنیو کې دا رواج دی چې خو یندی نشی کولی خپل د میراث حق وغواړی او که کومه خور خپل د میراث حق د خپل ورور څخه وغواړی نو هغې ته بد رد ویل کیږي او سپکول کیږي آن تر دی چې د هغې سره راشه درشه پریښودل کیږي . نو دغه ډول کارونه ناروا او د شریعت خلاف او لویه ګناه ده. بلکې د اسلام مقدس دین د نارینه پشان ښځو ته هم د میراث حق ورکړید ی.
لکه چې الله تعالی فرمایي : (( للرجال نصيب مما ترک الوالدان والاقربون وللنسا نصيب مما ترک الوالدان والاقربون)). ((سورة النسا‎‎ء ایت ۷ ))
ژباړه : د نارینه و لپاره برخه ده په هغه مال کې چې مور او پلار او نورو خپلوانو پریښی وي او د زنانه و لپاره برخه ده په هغه مال کې چې مور او پلار او نورو خپلوانو پریښی وی .
نو ددغه مبارک آیت څخه دا معلومه شوه چې زنانه د نارینه و غوندې د مور او پلار او نورو خپلوانو په مال کې د میراث حق لری او څوک چې زنانه د میراث د حق څخه محروموی نو هغه د الله تعالی او د قران اوسنت سره دشمنی کوی او ځان د جنت څخه محروموی لکه چې رسول الله صلی الله علیه و سلم فرمایلی : (( من قطع ميراث وارثه قطع الله ميراثه من الجنة يوم القيامة))
((ابن ماجه بیهقی مشکا‎‎‎ة صفحه ۲۲۶۰))
ژباړه : چا چې یو وارث ته د میراث حق ورنه کړو نو الله تعالی به هغه د جنت څخه محروم کړی.
یعنې یو وارث ته که نارینه وی او که زنانه وی خپل حق نه ورکول ځان د جنت څخه محرومول دی
يوه شبهه او د هغې جواب :
بعضې خلک پوښتنه یا اعتراض کوی چې ولې اسلام نارینه و ته په میراث کې د ښځې دوه برابره برخه ورکړیدی لکه چې الله تعالی فرمایي :(( للذکر مثل حظ الانثيين ))
((سورة النسا‎‎ء ایت ۱۱))
ژباړه : د یو نارینه لپاره د دوو زنانه و برابر برخه ده په میراث کې .
جواب : ددغې پوښتنې جواب دادی چې په حقیقت کې اسلام په دغه موضوع کښې پوره عدل او انصاف کړیدی او د زنانه و حق يې ندی کم کړی که څه هم په ظاهر کې کم ښکاری او د اسلام د مقدس دین دغه عدل او انصاف په لاندې مثالونه کې ښه جوته کیږی.
اول مثال : که یو سړی مړ شی او د هغه څخه درې زره افغانی او یوه پيغله لور او یو زلمی زوی پاتې شی نو په دغه مال کې دوه زره افغانی يې زوی ته ورکول کیږي او زر افغانی لور ته . او څرنګه چې دا هلک زلمی دی نو واده کوی او فرضا د هغه د ښځې مهر دوه زره افغانی وی نو دغه زلمی دغه دوه زره افغانی چې په میراث کې ورته رسیدلی وه خپلې ښځې ته په مهر کې ورکوی او علاوه ددې نه د ښځې نفقه او جامه او نور ضروریات هم دده په غاړه شی.
او که دا انجلۍ ځوانه وی او واده کیږي نو فرضا هغه د خپل خاوند څخه دوه زره افغانی په مهر کې اخلی او هغه زر افغانی چې هغې ته د پلار په مال کښې رسیدلی وه محفوظ پاتې شی چې دا ټول درې زره افغانی کیږي او علاوه ددینه د هغې نفقه او جامه او نور ضروریات د خاوند په غاړه شی نو اوس دلته مونږ دا قضاوت کولی شو چې دغه ښځه د خپل ورور څخه زیات مال ترلاسه کړیدی او د هغه نه يې ګټه زیاته ده ځکه چې د پلار څخه مال ترلاسه کوی او د میړه څخه.
دويم مثال : که یو سړی مړ شی او دهغه څخه مور او پلار او یوه لور پاتې شی نو د هغه لور په دغه صورت کې د هغه د ټول مال نیمایی برخه اخلی لکه چې الله تعالی فرمایي : (( و ان کانت واحدة فلها النصف ))
((سورة النسا‎‎ء آیت ۱۱))
ژباړه : او که یوه لور وی ( او ورور ور سره نه وی)) نو د هغې لپاره د ټول مال نیمایی برخه ده.
دريم مثال : که یو سړی مړ شی او ده هغه څخه دوه ياله دوو زیاتی لورګانی پاتې وی او ورونه ورسره نه وی نو دغه لورګانی په دغه صورت کې د مړی د ټول مال دوه دریمه برخه اخلی
الله تعالی فرمایي : ( فان کن نساء فوق اثنتين فلهن ثلثا ما ترک ))
((سورة النساء ایت ۷))
ژباړه : که د مړی په ورثه کې دوه یا د دوو څخه زیات لورګانی وی نو د دوې لپاره د مړی د ټول مال دوه دریمه برخه ده.
څلورم مثال :
که یو سړی مړ شی او د هغه څخه دوه یا له دوو زیات خویندی پاتې شی او ورونه ورسره نه وی نو دغه خویندی په دغه صورت کې د مړی د ټول مال دوه دریمه برخه ۲:۳ اخلی . الله تعالی فرمایي : (( فان کانتا اثنتين فلهما الثلثان مما ترک ))
((سورة المایده ایت ۱۷۲))
ژباړه : که د مړی په ورثه کې دوه یا له دوو څخه زیات خویندی وی نو د هغې لپاره د مړی د مال دوه دریمه برخه ۲:۳ ده.
نو ددغه پورتنی آیتونو څخه معلومه شوه چې د اسلام مقدس دین د میراث په مساله کې پر ښځو هیڅ قسمه ظلم نه دی کړی بلکې د پوره عدل او انصاف څخه يې کار اخیستی دی.
او دا خبره هم پټه نه ده چې د کورنی ټوله نفقه او ضروریات د نارینه په غاړه وی او ښځه ددې شی څخه بیغمه ده بلکې ښځه خپل ټول مال پس انداز کوی.
۳- په بدو کې د ښځو ورکول :
زمونږ په ټولنه کې پر ښځو باندې یو بل لوی ظلم دا کیږي چې د قاتل لور یا خور د صلحی او دوستی تر نامه لاندې د مقتول وارث ته په زور او جبر سره ودول کیږي یعنې یوه بیګناه پیغله د قاتل په بدل کې د قومی جرګی په فیصله باندې د صلحی تر نامه لاندې د وارث مقتول ته په ظلم او جبر سره ودول کیږي او ددې په ځاې چې پر قاتل باندې شرعي سزا تطبیق شی په یوه بیګناه پیغلې باندې یو بل لوی ظلم ترسره کیږی.
الله تعالی فرمایي : (( و لا تزر وازرة وزر اخری ))
((سورة الانعام ایت ۱۶۴))
ژباړه : هیڅ یو نفس د بل نفس ګناه په ځان نشی بارولی.
نو د قاتل د قتل په بدل کې د مقتول ورثه و ته د یوی بیګناه پیغلې ور کول د نکاح او صلحی تر نامه لاندې د انسانیت او اسلاميت خلاف عمل دی او پر ښځه باندې یو لوی ظلم او جنایت دی بلکې دغه جنایت د ښځې د وژلو د جنایت څخه لوی دی او دا ځکه چې کومه ښځه په بدو کې ورکړل شوی وی نو هغه باندې همیشه د خاوند په کور کې ظلم کیږي او هغه به همیشه رټل کیږي نو ځکه زیاتو علماء و ویلی دی چې کومه ښځه په بدو کې ورکړل شوی وی د هغې نکاح نه کیږي ځکه چې د هغې خوښه نه وی او په ظلم او جبر سره ودول کیږی.
۴- په ميراث کې دښځو اخيستل:
زمونږه په ټولنه کې پر ښځو باندې بل ظلم دادی چې ښځې په میراث وړل کیږي او هغه داسې چې کله یوه ښځه کونډه شی نو د هغې لیورونه یا ترونه او یا د تره ځامن وایی چې دا کونډه زمونږ میراث ده. او بیا پخپلو کې يې یو تن ته په زور او جبر سره ودوی او یا هغه د بل چا سره د نکاح کولو څخه منع کوی.
نو دغه کار پر ښځه باندې لوی ظلم دی بلکې د اسلام د مقدس دین حکم دادی چې هیڅ یوه ښځه هم په میراث نه وړل کیږي او کونډه ښځه د خپل ځان اختیار لری که واده کوی او که نه او همدارنګې که واده کوی نو د خاوند په انتخاب کې هم اختیار لری او هیڅ څوک هم هغه په نکاح باندې نشی مجبورولی .
الله تعالی فرمایي : (( يا ايهاالذين امنوا لا يحل لکم ان ترثوالنساء کرها))
((سورة النسا‎‎ء آیت ۱۹))
ژباړه : ای مؤمنانو روا نه دی تاسو ته چې ښځې په زور او جبر سره په میراث واخلی.
۵- پر ښځو پيسې اخيستل (خرڅول):
زمونږه په ټولنه کې یو بل لوی ظلم پر ښځو دادی چې د هغوې د خوښې او رضا څخه بغیر د پیسو په مقابل کې یو چاته ورکول کیږي او هغه داسې چې کله یو کس غواړی خپله لور یا خور چاته واده کړی نو د زوم څخه د مهر نه بغیر یوه زیاته اندازه مال اخلی چې هغه ته ولور ویل کیږي او کله کله دغه مال دومره زیات وی چې د زوم د وسې څخه پوره نه وی نو هغه مجبور شی چې قرض وکړی یا خپلې ځمکی ګرو کړی او یا غلا او غصب ته اقدام وکړی تر څو د ولور پیسې پوره کړی او خپل خسر ته يې ورکړی او بعضې خلک دغه ولور ته په حیلی سره د مهر نوم ورکوی او بیا يې خپل جیب ته ننه باسی.
نو په لور او خور باندې دغه رنګ د پیسې اخیستل یو لوی ظلم او جنایت دی او دا ځکه چې الله تعالی ښځې ته د نارینه و غوندې دومره لوی کرامت او عظمت ورکړیدی چې د ځمكې ټول شيان يې دوي ته مسخر كړيدي او د ددې قیمت ددغو ټولو کايناتو څخه زیاته ده چې څوک يې نه شی ورکولی بلکې اصیله ښځه په قطعی ډول سره نه خرڅول کیږي ځکه چې دا د انسانی کرامت خلاف عمل دی الله تعالی فرمایي : (( و لقد کرمنا بنی آدم))
((سورة الاسراء آیت ۷۰))
ژباړه : مونږه د ادم اولادی ته کرامت ورکړیدی
او دا خبره معلومه ده چې ښځه هم د ادم علیه السلام د اولاد څخه ده.
او رسول الله صلی الله علیه و سلم فرمایلی چې الله تعالی داسې فرمایي دی : (( ثلاثة انا خصمهم يوم القيامه رجل اعطی بی ثم غدر و رجل باع حرا فاکل ثمنه و رجل استاجرا جيرا فاستوفی منه و لم يوفه اجره ))
((رواه احمد فی مسنده الفتح الربانی جلد ۱۶ صفحه ۱۲۳))
ژباړه : زه به د دریو کسانو سره د قیامت په ورځ جګړه کوم( او هغوې به ملامتوم) هغه کس چې هغه ته زما په نوم امان ورکړی شوی وی او بیا عدر او خیانت وکړی او پخپل عهد او پیمان باندې وفا ونکړی او هغه کس چې یو اصیل انسان خرڅ کړی او بیا دهغه پیسې وخوری او هغه کس چې په مزدور باندې کار وکړی او بیا د هغه پوره مزدوری نه ورکوی.
نو ددغه حدیث څخه معلومه شوه چې د یو اصیل انسان خرڅول که ښځه وی او که نارینه وی دومره لویه ګناه ده چې الله تعالی به پخپله ددغه عمل کوونکی سره په ورځ د قیامت کې جګړه کوی او هغه به ملامتوی.