نجلۍ د خاطراتو د كتابچې پاڼې اړولې، مچ د نجلۍ پر ګوتو كيناست، د كتابچې پر هره پاڼه د مينې خاطرې ليكل شوې وې، د كتابچې د هرې پاڼې پر څنډه د يوه زرين وزري پتنګ او يوې ځلاندې شمعې انځورونه وو، مچ د شمعې پر لمبه وګرځېده او د پتنګ د تصوير خواته يې ور وكتل. نجلۍ د كتابچې بله پاڼه واړوله. د پاڼې له مخې يې زمزمه پيل كړه، ستونى يې را ډك شو او د كتابچې پر پاڼه دوه څاڅكي اوښكې راپريوتې. مچ د دوو څاڅكو تر منځ كيناست يو څاڅگكي ته ورنږدې شو خو بېرته يې بل څاڅكي ته مخ راواړاوه، له دويم څاڅكي هم راوګرځگيده او يو ځل بيا د شمعې او پتنګ د انځورونو تر منځ كيناست، نجلۍ كتابچه بندكړه، او مچ په هوا شو.
يوه ځوان انحورګر په يوه نوې تابلو كار كاوه او مچ د انځورګر پر مويك كيناست مچ تابلو ته ځير شو. په تابلو كې يوه غټه شمع كښل شوې او د شمعې په لمبه كې د هغې نجلۍ انځور كښل شوى چي مچ يې د خاطراتو پر كتابچه ناست و. انځورګر د شمعې د لمبې تر څنګ مويك وښوراوه د يوه زرين وزري پتنګ انځور يې وكيښ.
د پتنګ په وزرونو كې يې دوې له اوښكو ډكې سترګې وكښلې. مچ د انځور ګر سترګو ته ور وكتل. د انځورګر سترګې هم له اوښكو ډكې وې.
مچ د پتنګ په تازه كښل شوي انځور كې وزرې وموښلې. د مچ وزرې رنګ شوې. مچ په هوا شو، د يوه زيارت تر سر يې د شمعې تته لمبه وليده. مچ د شمعې خوا ته راغى او د شمعې له تتې لمبې نه لږ لرې كيناست. د شمعې د اوښكو تر څنګ يې نيم سوى پتنګ وليد. مج په خبرو شو او پتنګ ته يې وويل:
_ته زما دا ښكلي وزرونه وګوره زه هم پتنګ يم. پتنګ ورته وويل ښه ده
ډېر ښه راغلى، خو كه په رښتيا پتنګ يې يو خذمت خو وكه. مچ ورته وويل امر كوه. د مچ له خبرو سره جوخته تته شمع مړه شوه.
پتنګ ورته وويل:
داسې وكړه چې ښار ته لاړشه او ماته د بلو شمعو احوال راوړه.
مچ ومنل او په هوا شو. له لري يې يو ښگار وليد چې سرنه تر پښو په رڼا كې پټ و. مچ پر ټولو رڼاګانو او بلو شمعو وګرځيده. آخير د خوشحالۍ يوه محفل ته ورغى. د يوه غټ كيك په ټټر كې شمعې بلېږي. مچ د شمعو له لمبو نه لږ په څنګ ورتېر شو. د كيك په خوږو يې ځان موړ كړه او بيا په هوا شو او د نيم سوي پتنګ خواته راغى. پتنګ پوښتنه ترې وكړه:
_مچه وروره څه دې وكړل؟
مچ ځواب ورنه كړ.
پتنګ بيا ورغبرګه كړه، ولې ځواب نه راكوې، مچه تاته وايم.
مچ ورته وويل ګوره پتنګه ناځواني مه كوه مچ مه را ته وايه پتنګ راته ووايه.
پتنګ وخندل:
_ښه ښه وبښه پام مې نه وو. ښه ښه پتنګه وروره خبرې وكړه څه دې وليدل؟
مچ له پتنګ نه چا پيره وچورليده او بيا يې وويل:
هى هى نيم سويه پتنګه، هغه ښار خو ټول شمعې شمعې وو، وايم داسې ځاى نه وو چې شمعه پكې بله نه وه.
پتنګ وويل: ښه! ډيرې شمعې پكې بلې وې؟!
مچ ځواب وركړ: هو وايم حساب يې نه و.
پتنګ ترخه وخندل:
نو بيا تا څنګه روغې وزرې راوړې؟! يوې شمعې هم ونه سوځولې؟!