خپرونې که هرڅومره وي او که د هرې ډلې، افرادو ، اشخاصو او معلوم الحاله کورنيو په څارنه او هڅونه ، خپريږي، د درناوي ، ژغورنې او هڅونې وړ دي؛ ځکه، چې بې ايمانه ايمان لرونکي په کې ښکاره هلې ځلې نه کولى شي او نه په بې ايمانه سنگر کې ور گډېدى شي. کېداى شي ځينې خامۍ او له رسنيزو غوښتنو او پوښتنو څخه سرغړونه په کې کله نا کله له کومې بلې سرچينې خړوبه شي ، خو دا به دا معنا ونه لري ، چې هغه به نه بربنډيږي اويا د ځينو په اند به دده د خاورو لاندې پټې پاتې شي. په رسنيز بهير کې ښکاره او څرگنده دا ده ، چې کړنې او پېرزوينې دواړه د انساني اعمالو نچوړ شمېرل کيږي ، چې تاريخي بهير يې بېلابېلو نسلونو ته سپاري. دانسان ولولې تل له ښوکړنو او پېرزوينوڅخه راپارېدلي او د هوساينې ساه هم له همدې سرچينې اخلي او خوښي پرې تر لاسه کوي . دغه کړنې او پېرزوينې تل په پوره امانتدارۍ تر نورو رسول شوي دي ؛ ځکه ، چې امانت پرې خوندي کيږي. کړنې او پېرزوينې که ښې وي او که بدې، تر سره کيږي ، خو غوره به دا وي ، چې يادونه يې وشي. رسنيزې کړنې او پېرزوينې هم بايد په پوره امانتدارۍ له يوې رسنۍ څخه که بلې رسنۍ ته کاپي کيږي ؛ د سر چينې ښودنه يې نوره هم درنوي او که د سر چينې ښودنه ، نه کيږي له رسنيز سپکاوي او ځان غوښتنې پرته به يې کاپي کوونکي بل کار نه وي تر سره کړى؛ ځکه رسنيزې او مطبوعاتي کړنې او پېرزوينې که په پوره امانتدارۍ کاپي شي دوه اړ خيز درنښت به په کې وي او که نه تېروتنه او نيمگړ تيا به يې دا وي ، چې سر چينه به په کې پټه شوې وې او د بل پر حق به ناروا تېرى په کې ځليږي . د بېلگې په توگه: تاريخي، فرهنگي او ټولنيزې هېندارې [ دعوت ويبپاڼې www.dawatfreemedia.org ] چې پخوانى نوم يې www.dawat.net دى، پرته له دې، چې سرچينه وښيي، ((د ساپي پښتو څېړنو او پراختيا مرکز)) له ويبپاڼېwww.scprd.com) ) څخه د عدالت، قناعت، سپېڅلتيا او سمسورتيا د غوښتونکي او پوښتونکي ليکوال ښاغلي قدرت الله حداد (( فرهاد)) دوه ليکنې: [ 15/10/2008 - (( پښتون پر پښتون وژل او د ډالروپېچکاري )) او10/11/2008 (( د پښتنو پښتونولي بې دولته دولت دى ))] کاپي او خپاره کړي، چې نيوکه مو پرې د ډاډ وړده . ((دساپي پښتو څېړنو او پراختيا مرکز)) ويبپاڼې لومړۍ ليکنه د)) پېښې اندېښنې او څرگندونې)) تر سر ليک لاندې په 15/10/2008 او دوه يمه ليکنه تر همدې سر ليک لاندې په 29/10/2008 خپرې کړي دي . د رسنيز ې ځانځانۍ دا دود ډېرو نورو هم کارولى، چې بله بېلگه يې [ afghanpost يا د افغان رسالې ويبپاڼه ده ]. مونږ په خدمت کولو کې اختلاف نه وينو، خو د کړنو او پېرزوينو سم وېش او کارول له ټولو غواړو. افسوس د هغه چا پر حال ، چې دکړنو او پېرزوينو د کار وړ ځاى يا نه پېژني او يا يې ډاډه د پام وړ نه گڼي. هغوى ته ، چې د رسنيز ې ځانځانۍ مخه نه نيسي ؛ زمونږ سپارښتنه داده ، چې نور ؛ نو پر کړنو او پېرزوينو ورحميږئ ، درسنيز خدمت ځانځاني پاى ته ورسوئ او د گوتو له کږې او ورانې کارونې ډډه وکړئ. په درنښت ((د ساپي پښتو څېړنو او پراختيا مرکز)) ويبپاڼه