سر يزه څه ته وايې ليكل يې د چا د نده ده او كوم توكي يې د پام وړدي؟ كه څه هم دا يو پيچيده او پراخه موضوع ده او اوږد بحث ته اړتيا لري، خو مونږ پدې لنډه ليكنه كې ورته يوه ځغلنده كتنه كوو او تر خپلې وسې به د مو ضوع د روښنتيا هڅه وكړو.
په ار كې سريزه د يوه اثر د ارزونې په موخه ليكل كيږي چې دا كار د يوه
كره كتونكي ليكوال دنده ګنل كيږي خو دا هله چې سريزه د فارس (ديباچي )
په معنى وي.
د يوه ا ثر د ژبنۍ او معنوي خوا، د سكا لو ارزښت اوورته ا سمې او موزونې ژبې كارونه تر څيړنې لا ندې راولي. كه نثر وي نود ليكنې له لاري د ا طنا ب او ايجاز( اړين او بيځايه) خبره هم ښكاره كوي. سربيره پردې د ليكوال نفسيات هم مطا لعه كوي، د ليكوال پيغام روښانه كوي او معلوموي چې ليكوال د پيغام په تعبيرولو او رسولو كې څومره بريالې شوې دې، له نورو ورته پخواينو اثارو سره يې پرتله كوي او په نتيجه كې ترې ددې اثر ابتكار ته نغوته كوې.
لنډه دا چې سريزه د يو اثر د هر اړخيزې څېړنې په معنى ده. او كره كتونكي با يد دغه ټول توكي مراعت كړې بيا يې خوښه چي قضا وت يوازي لوستونكو ته پريږدي او كه خپله هم پرې وروستنۍ رايه وركوي.
له بده مرغه دغه ټول تومي اوس اه پامه غورځول شوي او سريزه ليكنې يوازې د ستا ينې بڼه غورخ كړې. اوسني ليكوالان پر خپلو اثارو د سريزو لپاره خپل ملګرې غوره كوي او هغوي هم د كره كتني پرځاى ملګرتيا پالنې ته ترجيح وركوي. ليكوالان د خپل اثر د منفي اړخونو د بربنډ يدلو له ويرې خپل اثار كره كتو نكو ته د لوستلو لپاره نه وركوې اوكه كوم ليكوال دغه خطر قبول هم كړې نو كره كتونكې د هغه د خفګان له ويرې له كره كتنې او سريزې ليكلو څخه ډډه كوي. همدا لامل دې چې په پښند ادب كې د معياري اثارو شمېره د ګوتو له شمير څخه نه زياتيږي.