په دې برخه کې د فضل قادرانډيوال ادبي ټوټې او شعرونه لوستلی شئ.

 

ګرانه جانانه!

زه ستا

په مينه كې

هرې قربانۍ ته

چمتو يم

خو ته زما

د ژوند د بقا د پاره

دې ته چمتو نه يې

چې قرباني وركړې

ګرانه!

مينه د يو بل

درناوى غواړي

ته !

د درناوي ماده لرې

خو يوه ماده

چې ډېره اړتيا ورته ليدل كيږي

نه لرې

هغه قربانى ده

تهْ بايد د قربانۍ

ماده ځان كښې

 پيدا كړې

ځكه چې

قرباني د ژوند

د پرمختګ لاره ده

ګرانه!

تير وخت دې په يوه او بله پلمه پرما سر ګرځولى

نور پر ما سر مه ګرځوه

په ارام اوسه

او خپل كار سره كار لره

زهْ اوس دې حقيقت ته په پوره ډول وْ رسيدم چې

زما نه دې له هغې سره محبت او مينه زياته ده

د هغې خبرو ته په ساعتونو ساعتونو انتظار وْ باسې

په دې خبره وْ نه رسيدم چې هغه له ما څه امتياز لري

چې زما د منعې كولو سره بيا هم منع نه شوې

ستا او د هغې اړيكي ما ډير زوروي

تهْ زما له زوريدو نه يو ډول خوند اخلې او د هغې سره

د اړيكو څخه بيا بل ډول خوند اخلې

ګرانه خپله لاره دې معلومه كړه

پښتو كښې متل دى، چې په يو لاس كښې دوه هندواڼې نه ځايږى

او يا په يو بوټ كښې څوك دوه پښې نهْ ورننه  باسي

په يو زړه كې دوه مينې نه ځايږي

اويا په يو ګلاس كښې دوه ډوله اوبهْ څوك نه اچوي

نور په خپله پوه شه

مينه له يو زړهْ سره كيږي  

او ستره قربانى غواړي