په دې برخه کې د فضل قادرانډيوال ادبي ټوټې لوستلی شئ.

گرانه !ته اوس يواځې دخپل پلار نه او ددې ټولنې ځوى يې ،خو پر ټولنې به ځان نه باوري ،ټولنه دکور په څېر ده په کور کښې دمور ،پلار ،خور ،ورور او نورو دزړه ساتنه پر تا فرض ده او زه ددې ټولنې يو فرد يم او ته ددې ټولنې يو فرد يې ،او افراد يو پر بل حق لري ،ته بايد ټولو ته دخپل زړه دروازه پرانسېتې پريږدې ددوى دټولو دزړه ساتنه دنده ده او خپل هغه ټول کارونه بايد دادوى ،دخوښۍ قرباني کړي ،چې تاته افضل او غور ښکاري بله دا ،چې دوخت بچي به له ځان څخه نه جوړوي ،خو دوخت غوښتنې به لازمي بولي يوه بله خبره ،چې زړه ته راغله هغه دا ،چې ته کله ناکله دنااميدۍ څخه شکايت کوي ،خو دپښتو متل دى ،چې دنيا په اميد خوړل کيږي نا اميدي او مايوسي گنا ده ،ته بايد ځان ځآني غوره نه کړي هغه پخوانۍ خبره ده ، چې دټولنې افراد پر تاحق لري تا ماته د يوچا خبره وکړه ،دلته ته په غلطه يې دزړه ساتنه ستا دنده ده ، ته به ورته خپل ښکارې خپل يې وگڼه دزړونو ازار اخيستل بدمرغي رامنځته کوي نور نو ستا خوښه يوه بله خبره هم درته کوم ،چې گرانه !
خيال دزړونو لږ ساته جانانه
ستا په جدايي به خفه کيږي
تـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــل
ته دزړونو په درد څه پوهېږې ؟
وخت لرې فرصت لرې
عقل دې کمزورى دى
ته هم ديو چا په څېر ژوند لرې
سبا لرې
گوره ،چې ناکام نه شې
دغه بدمرغي تل ستا دتندي
خال نه شي