په دې برخه کې د فضل قادرانډيوال ادبي ټوټې لوستلی شئ.
گرانه ! زه په دې هکله پوه نه شوم چې ولې مې تاسره مينه پيدا شوه ، تردې دمه د هيچا ژوند پر ما داسې اغيزه نه وه کړې لکه ستا ژوند ؟
اوس مې ټوله سودا ، فکر او سوچ تاسره وي په دې هم نه پوهيږم ، چې سبا به څه پيښ شي زما او ستا اړيکي به همدا سې تل پاتي وي او که نه ، زه غواړم ، چې په دې نږدې وخت کښې ستا په ژوند ځان خبر کړم او د خپل ژوند ټوله کيسه تاته وکړم ، خو په دې هم نه پوهيږم چې ته دومره په خپلو کارونو کښې ډوب يې چې زما خبروته به وخت هم نه لري زما په زړه کښې داسې ننوتي يې لکه ګلب په باغچه کښې خو چې ستا په زړه کښې به ځاى ولرم او که نه خو په پښتوکښې يوه لنډۍ ده .
له يوزړگي نه بل ته لار وي
چې زما خوښ يې ستا به ولې بدي شمه
زه په دې کلک باور لرم چې ستا په زړه کښې هم ځاى لرم خو په دې انديښنه کښې يم چې ځنې غمازان به زما او ستا ترمنځ د تربگنيو اور ته لمن وهي خو بيا هم په دې لنډۍ باور لرم چې :
خلک به هر څه هر څه وايې
جانانه مه د چا منه نه به يې منمه
ستا يادونه مې په زړه کښې گرځي داسې يې ليوني کړي يم لکه په رښتينى ليونى ، چې هيڅ هم نه پيژني ، زه نه پوهيږم چې پرما څه وشول چې ستا غمونو مې په زړه داسې ناتار جوړکړي لکه په افغانستان کښې چې ځان مرګي بريدونو چې جوړکړې وي يا لکه د امريکا د الوتکو ړندو بمباريو چې بي گناه افغانان شهيدانوي .
زه سل واري وايم چې ستا له گرانښت څخه به توبه وباسم خو زړه مې نه مني او ماښام بيرته خپل توبه ماته کړم خو زه بيا هم پرتاباوري يم چې زما څخه به لاس نه اخلي داخبره هم درته کوم چې پر تا هر څه تکليف راشي زه يې احساسولې شم دا الهي کار دى دا د رښتيني زړه يوه رښتيني تجربه ده خو ته زما د زړه درد نه شي احساسولې ، گرانښت که بې لالچه وي او بې تمي وي نو خوند کوي او په دې ډول گرانښت کښې بيا د الله تعالى خوښي هم شامله وي .
زړه د خپل جانان ځنې صبريږي نه
ته چې راسره يې خفه کيږي نه
زما زړګۍ بى تاخوږيږي ياره
هر وخت سلګۍ وهي ژړيږي ياره