١٣٨٧لمريز مرغومى ١٩
د اسلام اباد په نړېوال اسلامي پوهنتون کې د فلسطين پر ملاتړ د نېږدې سلگونو زده کوونکو له لورې لاريون وشو، چې په کې د فلسطين د غزې پر ښار د اسراييلو وحشي يرغل په کلکه وغندل شو.
دا لاريون چې د دولسو اتحاديو له لورې په گډه شوى، په کې د نړۍ د ټولو اسلامي هېوادونو زده کوونکو او د پوهنتون ښوونکو  برخه اخيستې وه.
د لاريون ويناوالو پر اسلامي امت غږ وکړ، چې نور د غفلت له خوبه راويښ شي او نه يوازې د غزې په اړه خپل عملي غبرگون وښيي، بلکې د ټولې اسلامي نړۍ ازادي او خپلواکي د خپلو وينو په بدل کې تامين کړي.
ويناوالو پر نړېوالو غږ وکړ، چې پر غزه او نورې اسلامي نړۍ کې دې سمدستي د مسلمانانو د وينو د تويولو مخه ونيسي.

د لاريون انځورونه:

 

 د لاريون يوه غاړه، چې افغان زده کوونکي په کې لېدل کېږي

 

په پورته انځور کې د پخواني جهادي اتل شهيد عبدالله عزام (رح) لمسى هم لېدل کېږي، چې د لاريون کوونکو په منځ کې يې شعاري تخته نېولې

 

د لاريون څنډه