داسې شواهد خپاره شوي دي، چې ځينو بې اسنادو خبريالانو کمري ، ويډيو کمرې او ثبت ټيپونه اخيستي او ځينې رسمي غونډو ته ورځي او ځان د يوې خبري رسنيو استازى بولي او بيا په يوې خبري رسنۍ يا ورځپاڼو ټينگار کوي، چې زما دا خبر به خامخا خپروې ته، خو مې ملگري ما خلکو سره ژمنې کړي، چې فلانې ورځپاڼي يا خبري اژانس کې به دې خبر سره له عکسونو خپور شي . د افغانستان د اطلاعاتو کولتور وزارت ، په بهرنيو هېوادونو کې کلتوري اتشې او د ژورناليستانو خپلواکې او ملي ټولنې دې په دې اړه خپل دريځ څرگند کړي، چې رسمي او نا رسمي خبريالان څرگند شي. ځنې خبريالان، چې کوم رسمي خبري اژانس يا ورځپاڼې سره کار نه کوي، خو د نورو استخباراتي کړيو لپاره خبرونه برابروي.