له خپل وجود نه د وتلو طـــريقــــــــه نــــــــــــه راځـــــــــــي
تا پورې خدايـــــه د درتـــــــلــــلــــو ، طــــــريقه نه راځي
سترګې مـــــــــې واړومــــــه ، وشـــــــرمــــېږم وخاندمه
ياره ! د دروغــــــــو د ويـــــــلو طريــــــقه نـــــــه راځــــــي
زما پښتو ما ته په ستــــــــرګـــــــو کـــــې ازغي غړوي
ځکه خو ستا د هېرولو طــــےـــــريقــــــه نــــــــه راځــــــــي
تا خو خورې زلفې درټولې کړې ، سنبالې دې کړې
ما ته د زړه د صبرولو طــــــــــــريقـــــــــــه نـــــــه راځــــــي
يو څه بهانه وکړه ، قربان دې شم انکار و نه کـــــــړې
د قيامتونو د زغــــــــــملو طريــــــقـــــــه نــــــــه راځـــــــي
پخوا به ته وې چــــــــــې لمــــــــانځه تــــه به دې پاڅولم
اوس نو سحر د پاڅــــــېدلــــــــو طريـــــــــقه نه راځــــي
زړه ! زه او ته دواړه هـــــــــمزولي يو ، په غم کې پيدا
زړه ! مـــــــا او تا ته د خندلو طــــريــــــقه نــــــه راځــــــي