يار د رقيب پـــــه خــــــولـــه خولگۍ کېـــښوده
له ډېره شرمـــه مـــــــې لونگــــــــۍ کېښـــــوده
ناتــــــرســــــه وتــــــړلـــــــم وژنـــــې مـــــې اوس
په توپــانـــــــــجه کـــــــې يې مـــــرمۍ کېښوده
د پښتو طمــعه تــــــرې نـــــه څنگـــــه کيــــــږي
پښتون، چې غوږ کــې غــــوږوالــــۍ کېښوده
چا حاصـــــل کـــــــړى دى لــــه عــــــــشقه منزل
چــــــا پــــــه کــــــــې خــــپله کــــــکرۍ کېښوده
اوس به يې څنـــــگه پټــــــى نــــــــه وړي اوبـــه
د اوبـــــــو تـــــــــړه يـــــــې نـــــرۍ کـــــېــــښوده
د غږولـــــــــــو يــــــــې تـــــــــــــوان نــــــــه لـــرم

شپـــــونکــيه نــوره مـــې شپــيلـۍ کـــــېښوده
زخـم د زړه مـې ښــه کېــــدو کـــــې ښــــــکاري
"اکرامـي" تا چـې پــــــــرې پـــــټۍ کـــــېښوده