قدر يې زيات شو چې ستي شو په شرر منگی
ځکه يې پيغلې جينکۍ اوس وړي په سر منگی
له پښو نه سره پورې واخلي خوشبويي د جونو
کلاله څرنگ دې جوړ کړی په هنر منگی
غوږ يې د زړه درزا ته ايښی وي په ترخ کې د يار
له پټو زړونو باخبر وي بې خبر منگی
په ډکيدو کې چې خټ حټ په خندا وخنديږي
مظاهره کړي د وصال په مازيگر منگی
مور ته به څه بهانه کوې ته لا وړه يې گلې
چې د اشنا سره دې مات کړ په گودر منگی
عابده کاش چې ته کلال وای جوړول دې منگي
له خپلې خټې نه دې جوړ وای د دلبر منگی
02.03.2009
- sapand
يار د رقيب پـــــه خــــــولـــه خولگۍ کېـــښودهله ډېره شرمـــه مـــــــې لونگــــــــۍ کېښـــــودهناتــــــرســــــه وتــــــړلـــــــم وژنـــــې مـــــې اوسپه توپــانـــــــــجه کـــــــې يې مـــــرمۍ کېښودهد پښتو طمــعه تــــــرې نـــــه څنگـــــه کيــــــږيپښتون، چې غوږ کــې غــــوږوالــــۍ کېښودهچا حاصـــــل کـــــــړى دى لــــه عــــــــشقه منزلچــــــا پــــــه کــــــــې خــــپله کــــــکرۍ کېښودهاوس به يې څنـــــگه پټــــــى نــــــــه وړي او...
11.11.2007
- baz
هوش مې د مينې په لمسون د ليونو پسې ځيتږی نظر مې ستا د چم کږو کوڅو پسې ځي
زه خو دا ستا د غمه شپه او ورځ لوگی لوگی يمدا خلک نه پوهيږي هسې سپيلنو پسې ځي
دا دې کوم راز دی د وصال و فراق نه پوهيږمگله چې پرخه ستا له مخ نه پلوشو پسې ځي
راته نسيم په غوږ کې وی چې پرې غزل وليکهد يار خوشبو دې راسره غږ د پردو پسې ځي
شور گډ شو خلکو وی چې حسن په بازار خرڅيږييوسف د مصر د يعقوب د اخيستو پسې ځي
دا قافله د ژوند عابده مخ په وړاندې دروميڅومره چې تللي...