هوش مې د مينې په لمسون د ليونو پسې ځي
تږی نظر مې ستا د چم کږو کوڅو پسې ځي

زه خو دا ستا د غمه شپه او ورځ لوگی لوگی يم
دا خلک نه پوهيږي هسې سپيلنو پسې ځي

دا دې کوم راز دی د وصال و فراق نه پوهيږم
گله چې پرخه ستا له مخ نه پلوشو پسې ځي

راته نسيم په غوږ کې وی چې پرې غزل وليکه
د يار خوشبو دې راسره غږ د پردو پسې ځي

شور گډ شو خلکو وی چې حسن په بازار خرڅيږي
يوسف د مصر د يعقوب د اخيستو پسې ځي

دا قافله د ژوند عابده مخ په وړاندې درومي
څومره چې تللي دي راغلي به په تلو پسې ځي