چې له ليمو نه مې نظر پريوزي
د ښکلو قدر مې په سر پريوزي
ارمان مې داسې نيمه خوا پاتې شي
لکه چې بې ديدنه لمر پريوزي
ستا د وصال د يوې شېبې په بدل
داغ  مې د هجر په ځيگر پريوزي
د انتظار په للمو للمو دښتو
تور مې اوبه شي له بصر پريوزي
ته چې د کاڼي زړه سينه کې لرې
زما د آه به څه اثر پريوزي
اوس په هجران کې د وصال يادونه
لکه مرهم چې په پرهر پريوزي
هسې پنا شوې د عابد له سترگو
لکه چې ستوری د سحر پريوزي