1- ( لومړۍ برخه )____ غواړم د حالاتو د څېړنې په لړكښې روښانه كړم چې د نړۍ د ځينو حكومتونو سياستونه د خپلو ګټو لپاره وي او څرنګه بدلون خوري!؟ په تېره بيا د ګاونډي هېواد پاكستان سياست چې د سپتمبر 11/2001 عيسوي كال نه راپدېخوا د افغانانو په اړه او د افغانانو په خاوره كښې بدل شو او د يو سوچه اسلامي حكومت پر خلاف د پاكستان په سياست او پاليسۍ كښې څنګه او ولې بدلون راغلئ. خپلې څرګندونې درنو لوستونكيو ته وړاندې كړم: دا هر څه مونږ ټولو هېوادوالو ته څرګند دي چې خپل ګاونډي هېواد پاكستان له مونږ سره د خپلو ګټو لپاره يو لړ خيانتونه وكړل او كوي يې، چې دا يوه ځانته اوږده موضوع او بحث دى چې د تاريخ قضاوت ته يې پرېږدو. راځو هغو خلكو او خواخوږو دوستانو ته چې لـه مونږ افغانانو سره او په ځانګړې توګه يې د طالبانو د حكومت سره ښې نږدې اړيكښې پاللې. دوى د افغاني طالبانو نږدې ملګري وه او په خواخوږو يې ځانونه حسابول او ځانونه يې په اسلام مئين بلل. مونږ به يې په شا ډبولو چې ګنې مونږ په افغانستان كښې د اسلامي نظام پلويان او داعيان يو! راځئ چې وګورو دوى خپله اسلام او د اسلامي نظام نفاذ ته څومره ليواله وه ؟ او غوښتونكي يې دي، سوچه او حقيقي مسلمان، خو هغه څوك دى چي څه يې ځانته خوښ وي هغه بايد بل مسلمان ورور ته هم خوښ كړي. په دنيا كښې له هغه وخته چې انسان او بشر منځ ته راغلى، الله پاك د انسان د نيكمرغۍ او كاميابۍ له پاره همدا يو دين راليږلى، چې هغه دين اسلام دى او هر پېغمبر په خپله زمانه كښې خپل امت او قوم همدې اسلام ته رابللى. حضرت محمد (ص) چې د الله (ج) د وروستي پيغام راوړونكى او خاتم النبيين دى او بل پيغمبر له ده وروسته نه راځي او د ده شريعت او الهي احكام به هيڅكله په هيڅ قوت او په هيڅ وخت كښې د حالاتو په بدلون بدلون ونه مومي او تر قيامته به جاري وي. د دې دين د ساتنې ذمه پخپله خداى پاك په غاړه اخستې ده. چې خداى پاك مونږ تاسې ته ټول بشر ته همدا دين (اسلام) د كاميابۍ له پاره غوره كړى دى؛ نو خداى مو يو دى، پيغمبر (ص) مو شريك دى، د قراّن كريم احكام مو شريك او يو دي. د اسلامي نړۍ ټول علماء كرام د همدې دين اسلامي علوم زده كوي او بيا هر عالم، طالب او مسلمان په دې د عمل كولو تكل او كوښښ كوي، ځكه چې د يو حديث مبارك د مفهوم مطابق مسلمان هغه دى چې څه څيز ځان دپاره خوښ كړي؛ نو د بل مسلمان ورور لپاره دې هم هغه څيز خوښ كړي... مونږ به دا ومنو چې په نړۍ كښې د سياست مدارانو او سياستپوهانو دنياوي او غرضي سياستونه د حكومتونو او هېوادونو د سياستونو او د ګوندونو د سياستونو د ګټو لـه پاره سياستونه او كړنلارې ټاكي او هم يې د نړۍ د حالاتو، د ځان، ګوند، او د خپل هېواد د ګټو په خاطر بدلوي...، خو اسلام چې يو پاك، سپېڅلې، سوچه، غوره او پوره دين دى او په دې كښې الله پاك ټول بشر ته د نيكمرغۍ او كاميابۍ زيرى وركړى دى او كه چېرته دا دين اسلام، او د قراّن كريم او د محمدي (ص) شريعت د تنفي احكامات هم د زمان او مكان او د دنيا شرايطو سره تغيير خوري او كه څنګه؟ هغو خلكو چې مونږ ته به يې د اسلام د تنفيذ ترغيب راكولو وګورئ چې نن دوى خپله په دې لاره كښې څومره ريښتوني او صادقان دي. نن چې دوى د پښتون او افغاني طالب په وينه او مينه ووټ واخست او په افغانستان كښې د اسلامي نظام د ړنګولو په بهانه يې ځانته نوى سياست غوره كړ او د خپلو ګټو د ترلاسه كولو له پاره يې د (متحده مجلس عمل) په نوم سياسي اتحاد جوړ كړ، داهسې پلمې وې چې د پاكستان له مسلمانو پښتنو وروڼو څخه يې ووټونه ترلاسه كړل... او حتى چې د سرحد او د بلوچستان په اّيالتونو كښې يې خپل حكومتونه جوړ كړل او دا چې دوى د اسلامي نظام په نفاذ او پخپلو ژمنو څومره ولاړ او وفادار دي. حالاتو وښودله چې اوس مهال دغه ښاغلي خپله څومره د اسلام په سمه لاره كښې او د هغه په تنفيذ كښې څومره مخلصين دي، د چا په پل روان دي... دوى نه پخپلو ژمنو وفا كړې او نه يې په دې لاره كښې د الله (ج) او د هغه د رسول پيروۍ ته غاړه اېښې او نه يې دا خپله وظيفه ګڼلې ځكه د دوى په نظر اسلام او شريعت د حالاتو په تغيير او د زمان او مكان په شرايطو كښې د بدلون را سره بدليږي رابدليږي. ګمان خو داسې كښېږي چې د ښاغلې مولانا فضل الرحمن او ښاغلي قاضي صاحب په اند تغيير خوري، ځكه چې په افغانستا كښې چې كوم شريعت حاكم و هغسې شريعت دوى نه غواړي چې واقعاً يو سوچه او په قراّن او سنت مبني اسلامي نظام و. دوى وايي طالبان د وسلې په زور راغلي و او مونږ د ووټ په ذريعه راغلي يو... نو دلته دا سوال پيدا كيږي چې اّيا د طالبانو اسلام او شريعت بيل و؟ او ستاسې اسلام او شريعت بيل دى؟ .... او كه چېرته مو اسلام او شريعت يو وي نو خداى (ج) يو دى، پيغمبر يو دى، قراّن پاك او د هغې احكامات مو يو دي اومنونكي يې ټول مسلمانان بلل كښېږي. نو بيا ولې په دې دواړو ايالتونو (سرحد او بلوچستان) كښې اسلامي نظام نه نافذوئ او په دې خاطر چې دلته دوى ووټ اخستې دى، ټول پاكستان ورته ځكه نه وايو چې جمهوريت دى او په نورو ايالتونو كښې د دوى حكومت نشته! ... خو داسې ښكاري چې دا محترمين په دې ايالتونو كښې د خپلو ګټولپاره او په نړۍ د حاكمو شرايطو او زمانې مطابق يو بل نوې اسلام متعارف كول غواړي، او په دې اړه زړه دلته دويته څوخبري ليكم: د پاكستان دې ملايانو صاحبانو به ويل چې طالبانو زمونږ خلك دي او زمونږ روزل شوي زامن دي، مونږ او طالبان يو يو! دوى يعنې طالبانو زمونږ په مدارسو كښې روزل شوي دي. دا ټول زمونږ د مدرسو كارنامه ده. دوى به د طالبانو هر راز صفتونه كول، او افغانستان كښې به يې د قران كريم ترجمې او د تفسير دورې كولې، د اسلامي تحريك طالبانو به هم د دوى ښه عزت او ارزښت كاوه او په كابل كښې يې ورته لوى لوى دارالعلومونه جوړ كړي وه، په موټرو كښې به يې ګرځول لوړې تنخوګانې يې وركولې، خو چې كله په 11 سپتمبر 2001ء كال د يهوديانو د امريكښې په پېنټاګان او په نړيوال تجارتى مركز باندې په افغانستان كښې د اسلامي امارت د ختمولو په بهانه حمله وكړه؛ نو په ..... پاكستان كښې د (CIA) او (ISI) د جاسوسي شبكو له پاره كاركوونكو ملايانو چې د طالبانو او د طالبانو د اسلامي امارت په اړه يې وخت ناوخت د ملاتړ خبرې كولى وركول. د پاكسان حكومت د بهرنۍ پاليسۍ په بدليدو سره د دغو ملايانو پاليسي كښې هم سمدستى ډول بدلون راغى، .... او د بش په يوه تيلفون د پاكسان ستر انتظامي مشر د اتوم بم څښتن، او د اسلامي نړۍ واحد سپرپاور چې تل به يې ويل دپاكستان دفاع ډاډمنه ده، او د دې خبرې ضمانت زمونږ اتوم بم دى، د خپل بادار په اشاره د سپر نه صفر ته راولويد، او جنرال مشرف ورته وويل چې زه او پاكستان ستا بلاقيد او شرط ملګري يو، د بش او مشرف په خبرو د نړۍ ټول مطبوعات او خبري رسنۍ شاهدې دي. د پاكستان په مسلمانانو كښې چې د طالبانو كوم محبوبيت و، د هغې په وجه جنرال مشرف په دې مجبور شو چې د موضوع په اړوند خپل قوم په اعتماد كښې واخلي او د مجبوريت په اساس يې د شپې لخوا په تلويزون كښې وينا وكړه چې دا وينا هم د همدې درباري ملايانو لخوا تيار او ترتيب شوى ښكارېده ... داسې وويل: الله پاك په قراّن كريم كښې فرمايي چې كله په تاسو دوه مصيبتونه راروان وي يوه يې ستر او بل كوچنى او وړوكې، نو تاسې هغه كوچني مصيبت ته غېږه وركړئ، نو په مونږ باندې هم دوه مصيبتونه راروان دي. (الف) دا چې د طالبانو او دافغانستان حمايت وكړو نو مونږ به د امريكې لخوا پايمال شو او په دهشتګرو او ترهه ګرو كښې به حساب شو، هندوستان به امريكې ته خپلې نظامي اډې وركړي، نو امريكه به اول په مونږ راشي و پايمال به مو كړي او بيا به د طالبانو حكومت ختموي نو په دې وجه ما غوره وګڼله چې مونږ خپل ځان وساتو او د طالبانو ملاتړڅخه لاس په سر شو او په دې اړه خپل اتحادي امريكې ته لاس وركړو. ځكه چې مونږ ته له هر څه غوره د خپل هېواد پاكستان ګټې دي او دا ناره يې پورته كړه چې (سب سى پهلي پاكستان) يعنې له هر څه نه مخكښې مونږ ته د پاكستان بچ كول ضروري دي، ښه به دا وي چې مونږ خپل ځان وساتو له دغې وينا وروسته مشرف امريكې ته خپلې د جيكب اّباد، دالبندين او په پېښور كښې د بډبېرې مهمې نظامي اډې، او داسې نورې نظامي اډې چې د افغانستان پولې ته نږدې وې وروسپارلې، دا په داسې حال كښې ترسره شوې چې د پاكستان چارواكو، خو په ښكاره انكار كولو چې ګڼې مونږ امريكې ته خپلې نظامي اډې يواځې د لوجستيكي مرستو لپاره وركړي دي، خو دا راز هغه وخت بربنډ شو چې كله اسلامي امارت لـه اداري واكه وغورځول شو، ورسره غبرګ د امريكې چارواكو د هغو ځانګړيو هېوادونو مننه وكړه چې دوى سره يې د افغانستان د مسلمانانو په عامه وژنه او د اسلامي نظام په ړنګولو كښې مرسته كړې وه. په دغو هېوادونو كښې لومړنى هېواد هالينډ و او دويم د پاكستان هېواد يادكړ د امريكې پوځي چارواكو وويل چې د امريكا حكومت د پاكستان له چارواكو مننه كوي چې مونږ ته يې د طالب او القاعده سره په جګړه كښې خپلې ټولې نظامي اډې راوسپارلې. مونږ له پاكستان له نظامي اډو نه څه د پاسه 56000 زره پروازونه او حملې كړي دي. دغه مننه چې د دوى دا دروغ دغو بادارانو ورته رسوا كړل. او دا هم وويل شول چې د پاكستان .... نظامي چارواكو خپل توغندي (غوري او شاهين) او د نورو ميزائلو ازموينه هم په افغانانو باندې وكړه. په دې نيت چې اّيا هدف سم ويشتلي شي او كه څنګه! چې نښې يې په مزار شريف او د هېواد په نورو ښارونو كښې پېژندل شوي دي. د امريكا د پوځي عملياتو په وخت د پاكستان د جمعيت علماء اسلام مشر مولانا فضل الرحمن او د جماعت اسلامي مشر قاضي حسين احمد چې ځانونه يې د طالبانو ملګري او خواخوږي ګڼل د يو لړ څرګندونو او مظاهرو په پلمه حكومت بنديان كړل، ترڅو بهانه ورته پيدا شي چې زمونږ وسه ونه رسېده او مونږ يې بنديان كړو. كله چې اسلامي امارت د پاكستان او امريكې په ګډو عملياتو ووېشل شو نو دوى بيا خوشې شول. له خوشې كښېدو وروسته دا ښاغلي بلكل ړانده، كاڼه او ګونګيان شول او په خپلو كورو غلې كښېناستل. داسې معلومېده چې دوى د يو پروګرام له مخې د خپل حكومت سره په موافقه دې كار ته غاړه كښېښوده او داسې هم معلومه شوه چې دوى به هيڅكله په سمه توګه اسلام او د اسلامي نظام نفاذ ونه غواړي. دوى ته د اسلامي نظام نه د خپل بادار خپلې ګټې غوره دي، د خپل وطن بدنامي نه غواړي چې دنيا ورته دهشت ګر او يا ترهه ګر ووايي، ځان او هېواد يې د ترورستانو په لست كښې رانه شي او د طالب او القاعده په نوم بدنام نه شي، ځكه كله چې امريكا او تېره بيا د دوى اّقا بگش عليه العنت ورته ووايي چې پاكستان د ترورستانو په لست كښې دى نو بس دوى نه ساه خيژي او د دوزخ لويې كندې ته وروغورځيږي، دنيا او اّخرت يې خراب شي، او كله چې امريكا ووايي چې پاكستان د ترهه ګرو له لست څخه ايسته شوى نو بيا دوى د ډاډ ساه واخلي او خوشحاله شي. دا ولې؟ دا ځكه چې د پاكستان چارواكي او د ګوندو مشران د كاميابۍ او نجات لاره يواځې د بش د غوښتنو سره تړاو ګڼى. د پاكستان ميا او ملا يې هم تر همدې چتر لاندې ژوند تېروي ،او له هر اړخ نه د خپل ځان د ساتلو كوښښ كوي چې ګنې چېرته د دوى په اصطلاح د تروريستانو په ليست كښې رانشي، كه څه هم چې اسلام او مسلمانانو ته په دې كښې تاوان وي، خو چې دوى او د دوى د هېواد ګټې خوندي نه وي. د دې خبرو د تصديق په اړه به د مولانا فضل الرحمن يوه كيسه وكړم هغه دا چې: د طالبانو د اسلامي امارت يو غښتلي وزير مولانا فضل الرحمن ته وويل چې ښاغلى مولانا صاحب د خداى (ج) په فضل سره په افغانستان كښې اسلامي نظام حاكم دى، او تاسې د پاره ډېر ښه چانس دى. د سرحدونو پښتانه قبائل له ځانه سره ملګري كړئ، ځكه چې ننې اّزاد كشمير كه اّزاد دى دا د پښتنو قبايلو د جهاد بركت دى او په پاكستان كښې نور ډېر داسې تكړه مسلمانان مجاهدين شته دي چې په دې سپېڅلې لاره كښې به درسره مرسته وكړي. مونږ خو هر وخت دې ته تيار او اماده يو چې هر راز مرستې درسره وكړو.... ځكه په پاكستان كښې كښې د انګريزانو قانون حاكم دى كه په ووټونو تاسې صدراعظم هم مقرر شئ، نو نظام نه شئ بدلولى! نو د اړتيا له مخې به د انګريزانو په قانون خپل حكومت چلوئ، خو اړتيا دا ده چې د انګريز نظام له بېخه وويستل شي! او دا د جهاد او انقلاب په ذريعه ممكن ده او بس!!! مولانا فضل الرحمن په ځواب كښې ورته وويل: مولوي صاحب مونږ ته په پاكستان كښې جګړه او جهاد كول ګران دي، منظم پوځ دى، حكومت جووړ دى او هېواد مو اّباد دى، مونږ پخپل ملك كښې اساسي قانون او اّئين لرو ... دا ټول كارونه مونږ ته ډېر ګران دي او مونږ ته په دې كښې ډېر مشكلات پېدا كيږي. د باجووړ او ملاكنډ ايجنسۍ بېلګه يې ورته بيان كړه چې مولوي صوفي محمد په كښې د تحريك نفاذ شريعت په نوم حركت شروع كړ نو پوځ او حكومت دغه خلك ونيول او كورونه يې ورته په بلډوزرو ويجاړ كړل ... نو په دې وجه په پاكستان كښې دا كارونه ناشوني دي. د امارت ښاغلي وزير صاحب ورته وويل: زمونږ هېواد هم اّباد و، ښه منظم قومي پوځ مو لرلو، خو چې كله افغانانو په حكومتي چارواكو كښې بې ديني بې حيايي وليدله، او له كافرانو سره ملګرتيا يې وليدله، اسلام، عقيده، حيا، عزت او ناموس يې په خطر كښې وليدل نو هغه منظم پوځ يې ختم كړ، بې دينه پاچايان يې له قدرته څخه وغورځول، مليونو خلكو هجرتونه وكړل او يو ځل بيايې د نبوي جهاد فريضه ترسره كړله. په دې لاره كښې يې لكونو شهيدان وركړل اود خداى په فضل او مرستې يې كمونستانو او د هغوى پلويانو ته ماته وركړه او مجاهدين كامياب شول.... او دا دې د خداى په فضل نن اسلامي امارت جوړ دى ... زمونږ پښتانه يو متل كوي چې وايي: چې وران يې نكړې جوړ به يې نكړې. د مولانا له خبرو داسې څرګنده شوه چې دوى هيڅكله خپل هيواد چې د لاټ مېكالې انګريز په لاس جوړ شوى قانون په كښې چليږي، الهي قانون سره يې نه بدلوي او د خپل پوځ او د اّي ايس اّي جاسوسي شبكې ته وفادار دي او د يو دستور لاندې خپل هېواد ته خدمت كوي.... همدا راز يوه خبره يو بل افغاني مجاهد چې پخپله په دغه مجلس كښې شريك و د پاكستان د يوې معروفې او پېژندل شوې جهادي ډلې مشر ته وويل: چې په افغانستان كښې د امريكايانو خلاف جهاد ته او كارونو لپاره څوك تيار دي؟ او څه كول پكار دي؟ نو هر چا د خپلې رايې اظهار وكړ، نو كله د نوموړي افغاني مجاهد ته نوبت ورسيد نو ده وويل: زما رايې خو دا ده چې مونږ بايد خپلو ځانونو پورې بمان وتړو او په پاكستاني چارواكو باندې بريدونه وكړو ځكه دوى مجاهدين نيسي او امريكښې ته يې ورسپاري، او ځاى پر ځاى پر مجاهدينو چاپې اچوي، حملې پرې كوي، بريدونه پرې كوي حتى چې شهيدانوي يې، او د افغانستان حكومت د پاكستان د نظامي اډو په ذريعه سقوط وكړو .... نو ځكه زه وايم چې جهاد په پاكستان كښې پكار دى. په دې خبرو د دغه جهادي ډلې مشر دې افغاني مجاهد ته وويل: افغانان همداسې بې عقله خلك دي. ولې مونږ ځانته غم وګورو. مونږ پخپل هېواد كښې مشكلات پيدا كولو نه غواړو، همدارنګه د نوموړي مجاهد مشوره او رايې ده له نظره وغورځوله .... او هماغه د مولانا فضل الرحمن خبره ده هم تكرار كړه ، په دغه ځاى كښې هم د دغه دوو پاكستاني مشرانو د خبرو د مماثلت نه داسې ښكاري چې دوى خپل ځان او وطن ته مسايل پيدا كول نه غواړي او د هر ځاى له پاره يې همغسې خلك ساتلي دي. ملا ته ملا ورمخكښې كوي او كسبګر ته كسبګر، او تجار ته تجار، خو ټول د يو مقصد له پاره كار كوي. او د ISI په لارښوونه د خپل هېواد ګټې او د ګاونډيانو تخريب او په ځايونو، مالونو، شتمنيو، خزانو باندې يې ګېډه اچول ... د اسلامي نظام تنفيذ لا له دوى نه ډېر په لرې واټن كښې پروت دى. همدا خبره په جلال اّباد كښې ملا سلام راكټي چې د ننګرهار د نومړي لمبر قول اردو مشر د اكوړي د مدرسې شيخ الحديث مولوي شير علي شاه ته كړې وه چې محترم مولوي صاحب تاسې به په پاكستان كښې كله اسلامي حكومت راولئ؟ نو شيخ الحديث صاحب هم د مولوي فضل الرحمن خبره كړې وه چې مشكلات دي! د 2005م كال د مئ د مياشتي په 29 نيټي مولوي فضل الرحمن د خپل ګوند د سرحد ايالت په روزنيز كنوينسيون كښې چې د پېښور په جناح پارك كښې جوړه شوى و ، دخپل تنظيم غړيو ته دخپلو خبرو پخلې وكړ. او وويې ويل: چې څوك مو ونه غولوي چې نن مسلح جدجهد پكار دى نن جهاد د پرديو ايجنسيو په ګټو تماميږي! ياد وساتئ مونږ د ډېرو تجربو نه راوروسته نن په دې ډګر ولاړ يو، او مونږ سره يوه اوږده تجربه ده او د نړۍ په ننيو شرايطو كښې د جهاد د ګټو نه تاوان زيات دى، مونږ د شاه ولي الله نه راواخله تر ننه پورې جهاد هم كړي او سياست مو هم كړي! او مونږ د اسلام او اسلامي نظام راوستل غواړو خو د پاكستان د اساسي (اّئين) قانون او شرايطو په نظر كښې نيولو سره سم خدمت كوو، نن د نړۍ حالات بدل شوي، د هر هېواد وګړي د خپل ملك د حالاتو او غوښتنو لـه مخې او د هغه ځاى د ټولنې د غوښتنو مطابق قوانين جوړولى شي، ځكه هر څوك پخپله ټولنه كښې ژوند كوي، او دا د هر چا خپل حق دى .... نو له دې خبرو نه هم معلومېده چې ښاغلي مولانا صاحب په اند چې اوس په نړۍ كښې جهاد نشته! او د جهاد وخت تېر شوى، او د ده په وينا دا پړاوونه مونږ پخوا تير كړي، ده د خپلوخبرو په ترڅ كښې دا هم وويل چې مونږ ته بعضې خلك داسې وايي چې كوم غبرګون چې تاسې د طالبانو د حكومت او د امريكې د حملو په وخت كښې وښوده اوس مو هغه غبرګون نشته دى ولې؟! ..... او دارنګي پوښتنى لـه مانه په اروپا او برطانيه كښې هم شوي وْ ...... ښاغلي مولانا صاحب ته كه څوك دا ووايي چې اسلام او دين هيڅكله د ټولنې د زمان او مكان او د زمانې شرايطو تابع نه دى ،كه چېرته د شرايطو تابع واى نو نن به دا دين اسلام مونږ ته نه واى رارسيدلى. موسى (ع) به د فرعون نه مرعوب شوى واى، او ابراهيم (ع) به د نمرود څخه مرعوب شوى واى، او محمد (ص) به له ابوجهل څخه مرعوب شوى واى. نو كه نوموړي مولانا صاحب ته داسې ووايو چې هر مسلمان او شخص پخپل وخت سره د خپلو حالاتو ذمه وار دى، شاه ولي الله رحمت الله خپل وخت سره خپله فريضه سرته رسولې ده، چې په افغانستان كښې د مرهټيانو د جبر او ظلم خلاف احمد شاه ابدالي ته يې د جهاد بلنه وركړې وه، ترڅو د هند مسلمانان هم د دوى د ظلم څخه خلاص شي، همدارنګې له دې وروسته د انګريزانو سره په مقابله كښې جهاد، او يا د خلافت تحريك او يا كه د ريښمو د رومال تحريكونه وْ په دغه مهال د افغانستان سيد جمال الدين هند ته راتګ اود سفر اغيزه وه، او بيا همدا وجه وه چې ښاغلى افغاني جمال الدين انګريزانو له هند نه وويست، چې خلك يې جهاد او د انګريزانو خلاف سوق كول او په تېره بيا هلته د هغه وخت افغان حكومت سندي عبيد الله ته چې تاسې پرې وېاړۍ، پناه وركړې وه او له هغه ځايه نه يې د اّزادۍ تحريك چلولو .... او د هندي مجاهدينو لارښوونه يې له كابله كوله! كله چې افغانانو روسانو سره جهاد پېل كړو او د عالم اسلام د علماوْ دا يوه اسلامي فريضه وه چې دوى د دغه عالمي غاصب او كفري هېواد مقابله كښې فتواګانې جاري كړې وې دا په چا احسان نه دى او كه څوك يې ونكړي او نه واى كړى نو خداى (ج) به لدوينه په قيامت كښې پوښتنه وكړي او مسوْوليت به د دوى په غاړه وي، نو په دې وخت كښې هم د پاكستان علماوْ دا فرض و، او دى چې خپلې فتواګانې يې وركړې وې .... ------- له www.scprd.com ويبپاڼې څخه په مننه