دصوبه سرحد والي اويس احمدغني ويلي دي ،که بهرنيان له افغانستان څخه ووځي ،نو دافغانستان حالات به سم شي . پېښور : دصوبه سرحد والي اويس احمدغني له پېښور څخه خپرېدونکې اردو ژبې ورځپاڼې ايکسپريس سره په يو ځانگړې مرکه کې،چې ديکشنبې په ورځ داکتوبر په نولسمه خپره شوې ويلي دي : تاريخ شاهد دى ،چې په افغانستان کې هيڅکله ستونزې د پوځي لارې نه دي حل شوي ،خو دامهال په افغانستان کې دستونزو لپاره يواځې په پوځي حل ټينگار کيږي . پخواني شوروي اتحاد هم افغانستان ته ځواکونه راولېږل ،خو کامياب نه شول ،انگريزان هم دلته کامياب شوي نه دي . دافغانستان دستونز دحل لپاره سياسي لاره غوره ده . څو پېړۍ وړاندې سکندر اعظم دې سيمې ته راغلى و،دلته يې دوه لويې جگړې کړي ،خو دراجه پور په سيمه کې يې ماتې وخوړه او ونيول شو. دصوبه سرحد دسياسي حالاتو په اړه دصوبه سرحد والي وويل ،چې د 11/9 سپتمبر څخه وروسته ،چې په افغانستان کې څه وشول ،له مخې يې صوبه سرحد ځانگړى اهميت پيدا کړ . دقبايلي سيمو دامنيت په اړه دصوبه سرحد والي وويل ،چې : په دې کې ځنې کورني لاسونه هم لاس لري او ځنې بهرني لاملونه هم په کې شامل دي ،چې زمونږ له وسه وتلې خبره ده . بله دا،چې دافغانستان سياسي حالات هم په قبايلي سيمو ځانگړى اغېز لري . دافغانستان له خوا زمونږ په کورنيو چارو کې لاسوهنه کيږي ،تر څو ،چې هلته حالات سم نه شي ،دلته هم ستونزې په پشپړه توگه له منځه نه ځي . په قبايلي سيمو کې امنيت هغه مهال راتلاى شي ،چې په افغانستان کې سياسي ټينگښت وي او کورنۍ جگړې له منځه لاړې شي ، بله دا،چې له افغانستان څخه بهرني ځواکونه په بشپړه توگه ووځي . ددې پوښتنې په ځواب کې که له افغانستان څخه بهرني ځواکونه ووځي ،نو هلته به امنيت راشي ؟ نوموړي وويل ،چې : له 9/11 وروسته ،چې امريکا پر افغانستان بريد وکړ اووه کاله تېر شول ،بهرني ځواکونه افغانستان ته راغلل خو هيځ تر لاسه نه شول. نه په ترهه گرۍ او سخت دريځۍ کې کموالى راغى او نه تاوتريخوالى کم شو،نه سياسي ټينگښت رامنځته شواو نه ټولنيز پرمختگ وشو. بهرنيوځواکونو ،چې کومه کړنلاره خپله کړې په هغې کې بريالي نه شول ،اوس ښايي ،چې داکړنلاره بدله کړي ،کومې ځواکمنې کړۍ ،چې په افغانستان کې هلې ځلې کوي ،يوازې ټينگار يې په پوځي ځواک راگرځېدلى او سياسي حل ته کمه پاملرنه کوي ، چې په دې دافغانستان ستونزې نه حل کيږي. ترڅو،چې په افغانستان کې ټولې سياسي ډلې،ټولنې ،که داوږدو ږيرو والا وي او که دلنډو ږيرو والا وي او که بې ږيرو ،چې سياسي حل کې ورته حق ور نه کړاى شي ،ترهغې پورې په افغانستان کې سياسي ټينگښت نه راځي . دقبايلي سيمو په اړه دصوبه سرحد والي ويلي دي ،چې قبايلي مشران په خپله سيمه کې امنيت غواړي ،بېلابېلو قبايلي مشرانو خپلې لښکرې جوړې کړي دي ،چې دتر هه گرۍ دمخنيوي او په قبايلي سيمو کې دامنيت دټينگښت لپاره مونږ سره مرسته وکړي،دغه مرسته يواځې دژبې خبره نه ده ،بلکې په عملي ډگر کې يې مونږ ته ښودلې ،که چېرې حکومت ورسره کار ونه کړي ،نو ترهه گر ورته تاوان رسوي . په اوسنيو حالاتو کې که قبايلي مشران دي او که ولس دټولو يوه ژبه ده او ټول غواړي ،چې په سيمه کې امنيت وي ،ترهه گري نه وي ،ماشومان يې هم په ډاډه زړه زده کړه ترلاسه کړي او دپرمختگ په چارو کې برخه واخلي اوپه يو ملي چوکاټ کې شامل خپل رول ولوبوي او دهمدغې ليارې ډېرې ستونزې په خپله حل کيداى شي او قبايل ولس ،چې له پېړيو راهسې له کومو اسانتياو بې برخې دى هغه بايد ور ورسيږي . دپاکستان دتېر حکومت پر مهال په کابل کې دسيمه ييز امن په جرگه کې پرېکړه وشوه ،چې يوه وړه جرگه گۍ به کيږي ،چې دافغانستان او پاکستان له خوابه 25 ،25 غړي به ورځي او له دواړو خوا څخه خبرې کيږي او دحل لارې چارې به يې لټول کيږي. او مونږ غواړو،چې دغه لاره روانه وساتو. ديوې پوښتنې په ځواب کې ،چې افغانستان دپاکستان سر حدي سرغړونه کوي ،نو ښايي،چې پاکستان دافغانستان په کورنيو چارو کې لاسوهنه وکړي او که نه ؟ نوموړي وويل ،چې زه په دې اړه تبصره نه شم کولى ،چې پاکستان ته په کار دي ،چې دافغانستان په کورنيو چارو کې لاسوهنه وکړي او يانه . دصوبه سرحد والي زياته کړه ،چې دافغانستان روانو حالاتو په اړه دنړۍ دبېلابېلو مشرانو ،سياسي وړاندوينې او تبصرې خپريږي ،چې داښه خبره ؛ځکه ،چې په افغانستان کې دبهرنيانو کړنلارې اغېزمنه نتيجه نه ده ورکړې او همدا لامل دى ،چې دنړۍ دبېلابېلو مشرانو له خوا دافغانستان دستونزې لپاره په سياسي حل ټينگار کيږي ،چې په دې دبريتانيې دپوځ،دناټو دجنرال ،دملگرو ملتونو له خوااعلاميې دپام وړ دي او بله دسعودي عربستان له خوا په افغانستان کې دسولې لپاره دطالبانو او ددولت ترمنځ خبرې اوس اوس خپرې شوي ،چې له دې ځاى څخه داسې اشارې ترلاسه کيږي ،چې ځنې نظرونه بدل شوي دي،چې داښه خبره ده . ددې پوښتنې په ځواب کې ،چې دافغانستان دحکومت واک څومره پراخه دى وويل : په افغانستان کې دبهرنيو ځواکونو دشتون سره سره دافغانستان 50 څخه تر 70 فيصده ځمکه دافغان حکومت له واکمنۍڅخه بهر ده . ددې پوښتنې په ځواب کې ،چې دپاکستان دقبايلي سيمو په کړکيچ کې دهند دلاسوهنې خبره کيږي ،تاسې هند ديو لوبغاړي په توگه ولې نه اخلئ ؟ وويل : مونږ دهند نوم هم اخلو ،په دې لړ کې مونږ څوځله له ولسمشر حامد کرزي سره خبرې کړي ،چې په افغانستان کې دهند زياتې کونصلگرۍ دي ،چې بنسټيز کار دوېزو ورکول دي ،خو داسې ويل کيږي ،چې تر دې دمه زياتو هندي اتباعو ته وېزې ورکول شوي دي ،که چېرې شمېر يې څرگند شي ،نو سړى پوهيږي ،چې افغانستان ته ددومره زياتو هندي اتباعو راتگ څه معنا لري ،په تېر وخت کې په افغانستان کې دومره هندي کونصلگرۍ نه وې ،چې داپخپله ځانگړې معنا لري . له ايس سي پي آر ډي څخه په مننه