٠  د اهل اسلام لپاره جهاد فرض دى، خو د ښځو لپاره حج جهاد دى.
٠  د ژبې ساتنه وکړئ او د عزت او زلت همدا ذمه واره ده.
٠  د ميلمنو په خاطر خرڅ کول فضول خرڅي نه ده.
٠  څه وخت چې معده ډکه شي، نو د فکر کمزوري زياته شي او د حکمت او پوهې صلاحيت گونگ شي.
٠  خير دادى چې له شر نه لرې گرځه.
٠  د خېټې ډکول د رنځورۍ جرړه او پرهېز د رنځونو درملنه ده.