گرانې! د تل په څېر هر وخت صبر راته گټه راکړې، خو نه پوهېږم چې په دې کې به د خداى(ج) څه حکمت و، چې د ژوند د ستر توکي په اړه مې چې د صبر او فكر كولو لاره غوره کړه او د زړه نړۍ مې د هوسا او ښکلي ژوند په هيله له ښکلا سره وتړله، نو همدا نه زغمېدونکې گټه مې وکړه چې د تل لپاره مې ته له لاسه ورکړې او د ژوند له سترو خوښيو او هوساينې بې برخې شوم.
دا هم زه ښايي د ژوند تر اخري شېبې پورې هېر نه کړم، چې همدې صبر له داسې نه زغمېدونکې گټې سره د ژوند را روانو پېښو ته هيښنده کړم چې که خپله ترې ډېره گټه ونه کړم او يا يې هيڅ ونه کړم، نو په دې بشپړ باوري يم چې نورو ته به خامخا د خپل ژوند له انځوره په گټه اخيستنه سره څه ورکړم او زما په څېر ښايي کړاوونو او غمونو ته د غېږې ورکولو وخت په لاس ورنه کړم، بلکې تر وسه به خپله هڅه کوم چې د نورو ژوند ته خوښي ولټوم او د خوښۍ په غېږو کې يې د ژوند هيلې پوره کړم.
سايل په مينه کې د صبر تاوان ډېر کړى دى
سبا مــې نيت دى بې صبرۍ ته ملا تړمه ياره
١٣٨٦-٢-٥ حيات اباد فېز٦