دا څه وايي چې نشته مازيګر كې جينكۍ
ضرور وي دهغې كلي ګودركې جينكۍ
ډېر خوند كوي چې سره لاسونه ووځي چكر ته
خوښېږي ډلې ډلې مې اختر كې جينكۍ
خندېږي اوخوشحاله وي چې كله ځي واده ته
راواخلي سره اوشنه ټيكري په سر كړي جينكۍ
ډېر زيات پرې خپه كېږمه، زورېږمه ملګرو
واښه، لرګي په سر راوړي خيبر كې جينكۍ
حيران شي چې يې وګوري والله دي دومره ډېرې
داڅه كوي چې ګرځي په خيبر كې جينكۍ
قسم دى چې خپلوانه په داپورې غره كې تل
راځي څنډي ګورګورې خوري سحر كې جينكۍ