ستا يـادونــــــه اور اخلــــــــــي
سوى د زړگــــــي کــــور اخلي
ستـا تصـور څـــــــــــــــــــــه بلا؟
غـــم ورسره زور اخــلـــــــــــــي
تـــوري سندريز شي ټــــــــــول
ستا بنگـــــړي چې شور اخلي
زړه پـــه خپلــــــه سپينـه خــوا
داغ لگــــوي تـــور اخلـــــــــــي
څومره چې خيرخوا خوږ شي
دومره غــــزل سور اخلـــــــــي
11.02.2008
- sapand
گران عرفان الله "څپاند" ته په ډیره مینه سلامونه .صحت او سلامتیا مو د ښکلا د سپیڅلي څښتن تعالی څخه غواړم گرانه وروره! کله مې چې دبزرگې څوکې په نامه ستا سې بلوگ ولیده خدای شا هد دی ډېر زیات خوشحاله شوم په ریښتیا هم ډېر په زړه پورې مطالب پکې خپرېږي. زما یو وړاندیزدی هغه دا که دیني مسايلو ته پکې ځای ورکړې او لیکونکي دې ته اړکړې، چې اسلامي او دیني مضامین درته راولېږي او د بلوگ له لارې خپاره شي ترڅو خلک وکولای شي پدې اړه هم مستفید شي؛ ډېره ښه به وي . &nb...
06.03.2008
- sapand
ګرانې په دې نړۍ کې انسان له هر ډول کړکېچونو سره مخ کېږي او انسان هڅه کوي چې ځان ترې په سالمه توګه خوندي وساتي، خو په دې کړکېچونو کې داسې کړکېچ هم را زرغونېږي چې له انسان څخه لاره ورکه کړي او نه پوهېږي چې څه وکړي او په کومه له دې کړکېچ څخه ځان وژغوري يا په بله مانا د حل لپاره يې کومه لاره ومومي چې هم ځان قانع کړي او هم يې بشپړ حل وي.زما په اند هغه کړکېچ چې د حل لاره يې ډېر کم وګړي ميندلى شي، ښايي همدا د مينې وي چې کړکېچ ويل ورته هم غوره خبره ده او هم بده، خو زه ځکه ورته کړکېچ وايم چې ماته...