٠  زر زر بې ځايه مه قهرېږه او چاته بده خبره مه کوه، چې بده وانه ورې او خوږ وخت دې تريخ نه شي.
٠  په نړۍ کې يووالى تر ټولو ځواکمن شى دى.
٠  ځواکمن خاين او کمزورى دينداره دواړه د حکومت لپاره زيان رسوونکي دي.
٠  لږ مال او ډېر عيال تر ټولو لوى مصيبت دى.
٠  د الله(ج) په نېز تر ټولو غوره خوراک هغه دى چې ټول يې يوځاى وخوري.
٠  ياد ساتئ الله(ج) يو قوم ته هم برى نه ورکوي، چې ترڅو نيتونه سم نه وي.
٠  د غوسې په وخت کې پرېکړه مه کوئ بلکې پرېکړه وځنډوئ.
٠  د بدکارۍ پر ډېروالي په ځمکه کې فساد(زلزله) راځي او د حکومت له ظلم او ستم څخه قحط پيدا کېږي.
٠  ځواني تر زړښت او ژوند تر مرگ مخکې غنيمت وگڼئ.
٠  هيڅ ښځه دې خپل بچي ته د شيدو په پرېښودو کې تلوار نه کوي.
٠  اهل حاجت لپاره هيڅکله خپله دروازه مه بندوئ.
٠  دوست ته په ښه نوم اخستو باندې دوستي پياوړې کېږي.
٠  هغه سړى چې خپل راز پټ ساتي هغه خپله سلامتي په خپل لاس کې ساتي.
٠  هغه سړى چې ځانته عالم وايي هغه جاهل دى او هغه چې ځانته جنتي وايي هغه جهنمي دى.
٠  د وېرې او عاجزۍ اړيکه له زړه سره ده، نه له ښکاره حرکاتو سره.
٠  د دوينا عزت له مال سره دى او د اخرت له اعمالو سره.
٠  ته چې له چا کرکه کوې له هغه ووېرېږه.